ادبي لیکني

مظلوم افغانان او بی رحمه نړی

لیکوال: عماد پژمان

د پسرلی موسم وو شاوخوا غرونه رغونه په شنو بوټو، چمنونو او رانګارنګ ګلانو ښایسته شوی وو، زه چی د کابل خرابی هوا او مصروفه چاپیریال سخت خسته کړی وم د وردګو له خدایی ښکلو منظرو می خوند اخیست، او کلیوالی چاپیریال راباندی ښه لګیده.،

د سالارو د کلی ځوانان همزولی می لټول تر څو ورسره پخوانی یادونه تازه کړم او د حال او احوال پوښتنه یی وکړم، د کلی جومات ته ورغلم ،په جومات برنډه او دیره کی هیڅوک نه تر سترګو کیدل ډیر ساعت یواځی ناست وم که ګورم چی سلطان جان اکا راښکاره شو له روغبړ وروسته می تری وپوښتل سلطان جان اکا چیرته دی دا د کلی ځوانان؟ شااوخوا سترګی غړوم هیڅوک هم نه تر سترګو کیږی، د هغه سترګی راډکی شوی او راته یی وویل زویه هغوی ډیری په هدیره کی د خاورو لاندی پراته دی، که غواړی ویی وینی هلته ورشه بیا په سلګو شو او ښه ډیر یی وژړل.

زه لکه څوک می چی له خوبه راپاڅوی پوه شوم چی په ریښتیا هم زمونږ د کلی زیاتره ځوانان شهیدان شوی دی، سلطان جان اکا نور د خبرو توان نه درلود او زه هم په پټه خوله تری جدا شوم او د هدیری په لوری می خپل ګامونه چټک کړل.

جرګه (هدیره) سږ کال ډیره شنه شوی وه او ځای ځای پکی زیړ ګلونه د شهیدانو د قبرونو په سر راټوکیدلی وو، شنو توتکیو په قبرونو غاړی کولی او په یو زیات شمیر سره شنی او سپینی جنډی د شمال څپو رپولی.

یو ځای چی دغه جنډی کتار ټینګی شوی وی د هغه په لوری ورغلم ګورم چی په یوه جنډه لیکلی (شهید غازی شیرحمن، شهید غازی ارین او اتل شهید الله محمد) الله محمد د سلطان جان اکا کشری نازولی زوی وو چی له مونږ سره به یی لوبی کولی، فوټبال به مو کولو او ماته به سلطان جان اکا ویل چی زویه زمونږ ټول ځوانان تا له کاره ایستلی او ټوله ورځ ته وی او لوبی، دلته زه پوه شوم چی د سلطان جان اکا سلګی بی څه نه نه وی، هغه ته زما په لیدو خپل زوی ورپه یاد شو ځکه یی داسی د غم اوښکی تویی کړی.

په هر صورت ټوله هدیره نویو قبرونو او رنګارنګ جنډو پوښلی وه تر دیرشو زیات نوی قبرونه می وشمیرل چی دا ټول زیاتره هغه تنکی ځوانان وو چی له غربی ښکیلاک سره یی د سر سودا کړی وه، څوک په کمینونو کی شهیدان شوی وو څوک په چاپو کی او ځنی هم بیا امریکایی بی رحمه الوتکو شهیدان کړی وو.

هو! دا ټول د سنګر زلمیان وو، هسی چیری په بیغیرتی او غلامی کی له منځه نه وو تللی بلکی د هر یوه جهادی کارنامی تر بل نه لوړی وی او د دوی د غیرت او شجاعت حیرانوونکی تاریخ نوی نسل ته دا درس پریښود چی ازادی په وینو ګټل کیږی.

په هدیره کی تر ډیره تم شوم، وروسته می وغوښتل تر څو د باد اسیاب غونډی په لوری ورشم، باداسیاب غونډی یوه تاریخی غونډی ده چی مخکی به خلک دلته میلو ته راتلل خو نن یی په سر د شهیدانو جنډی رپیدی، یو شهید وصیت کړی وو چی که چیری زه د خدای په لاره کی شهید شوم ما به ددی غونډی په سر خښوی، تر څو مور می هره ورځ زما جنډی ووینی او راته د مغفرت دعاوی وکړی عجیبه یو منظر وو او سمی او غر ددی خدای پاله اولس پر قربانیو او ویاړونو ګواهی ویله.

ګورم چی د مونږ د کلی خلیفه ګلزمان په بایسکل په تیزی سره زما په خوا راروان دی کله چی راورسید تر ډیره یی په غیږ کی ټینګ نیولی وم او راته ویل یی چی وروره ته له کومه شوی یی کله چی خبر شوم چی ته راغلی یی ټوله سیمه می درپسی ولټوله ښه شوه چی پیدا می کړی خبره داسی ده چی د ی جمعی ته له خیره زما ولی محمد جان زوی د قران کریم د حفظ پګړی تړی یو خو به راسره د دوی غونډی ته ورځی، تاسی زما اولس یی پوهیګی چی زه یو غریب سړی یم داسی څوک نه لرم چی له ما سره لاړ شی په تاسی به زما وربوی ښه ښکاری او بله دا چی زما زوی به ځان بی کسه ونه بولی زما له زوی څخه یی د غونډی میلمنو ته د چایو لپاره یو من کیک او کلچی غوښتی دی او هر قاری باید له خپله کوره دا مدرسی ته وروړی، خدای شاهد دی چی زه د دی وس نه لرم او خپل زوی هم نه شم خپه کولی له خدایه او له تا به کیږی او ته به ماته ددی مصرف راکوی، هسی هم د اوړو پیسی نه لرم خو خدای مهربان دی ګوندی څوک به یی په پور راکړی خو دا زما د ژوند یواځنی خوښی ده په دی کی به راسره هرو مرو برخه اخلی.

ما وی ګلزمانه وروره هیڅ غم مه کوه خدای به هر څه اسانه کړی مصارف د په ما خو په غونډه کی می که ونه شو کړای چی ګډون وکړم عذر به می منی ځکه زما رخصت دومره نشته بیا هم که زه کابل ته نه وم تللی دا می وعده ده چی د زوی دستاربندی ته به د هرومرو درځم.

ورو ورو ماښام شو او زه او ګلزمان سره بیل شوو، زه سبا ته کابل ته راغلم، څو اونی تیری شوی یوه ورځ چی بیګا کور ته راغلم خبر شوم چی د ګلزمان زوی قاری ولی محمد اربکیانو له ځان سره بیولی دی او د مرګ او ژوند پته یی نشته، وروسته له څه مودی کله چی د کمکی اختر دری ورځی تیری شوی او زه بیا کلی ته لاړم، د ګلزمان ورور میرزمان می ولید چی د ولی محمد قیصه یی داسی راته واوروله:

وی ویل اربکیان د سالارو بازار ته راغلی وو کله یی چی په نتکی ولی محمد چی دا وخت به څوارلس کلن وو سترګی لګیدلی وی ورځنی یی پوښتلی وو چی ته څه کاره یی هغه ویلی و چی زه د قران حافظ یم او په مدرسه کی درس وایم نو د اربکیانو قومندان ورته ویلی وو چی له تا به هم سبا ته یو غټ خر جوړ شی او له ډیرو وهلو وروسته یی له ځانه سره بیولی وو.

کله چی مونږ خبر شوو پوستی ته ورغلو د پوستی قومندان منکر شو چی ما نه دی بیولی، دوکاندارانو شاهدی ورکړه چی ولی تا د مونږ په وړاندی اسیر نه کړ خو قومندان دوکانداران هم وګاښل او مونږ یی نا هیلی له پوستی په زور راوایستو، څو اونی تیری شوی خو د ولی محمد هیڅ درک ونه لګیدو، مونږ په بیا بیا هر ځای کی عریضی وکړی خو هیڅ درک یی معلوم نه شو.

د هغه مور چی مخکی هم ناروغه وه اوس په ځای کی پرته ده نه څه خوری او نه څښی او شپه او ورځ ژاړی، هغه بله ورځ د هغی پوستی یو عسکر ماته په پټه کی وویل چی ستا وراره یی چی کله پوستی ته راوستو په هماغه ساعت کی یی ضربه کړ بیا یی مونږ ته وویل چی هلته یی د پوستی د ننه د محافظتی خاورینو بوجونو لاندی کړی، مونږ همالته خښ کړ، بیا به د شپی پر هغه ځای ډیوی راکوزیدی او مونږ عسکر به په پهره کی ډاریدو چا یواځی پهره نه شوای کولای هماغه وو چی قومندان مونږ ته امر وکړ چی د بازار کوڅه ډبی سپی وولو او پوستی ته یی راوړو مونږ هماغسی وکړل او تاسی به لیدلی وی چی څو ورځی مخکی مو د سالارو د بازار په شا کی څو سپی وویشتل او پوستی ته مو کش کړل تاسو به نه پوهیدی چی دا مړه سپی د څه لپاره کشوی قومندان امر وکړ چی هلته ستا د وراره د جسد سره یو ځای سپی هم خښ کړو مونږ همداسی وکړل خو بیا هم د ډیوو لړی ونه دریده او قومندان له دی هم ویره لرله چی نه دده دغه کار رسوا شی او څوک د هغه جسد پیدا کړی بیا یی امر وکړ چی ستا د وراره جسد په ټایر کی وسوځوو مونږه هماغسی وکړل او ستا د وراره جسد مو په ټایر کی وسوځاوه.

نور د په وراره پسی بیځایه مه ګرځه د هغه قصه دا وه چی تاته می وکړه خو د خدای په خاطر چی زما له خولی څوک درنه خبر نه شی، بیا میرزمان په ژړغونی غږ وویل هغه بله شپه ما ولی محمد په خوب کی لیده چی یو ډیر لوی جومات وی چی سرحدونه یی دومره پراخه وی څو چی سترګی کار کړی او ولی محمد غواړی دی جومات ته وردننه شی ددی جومات دروازه په ګلونو پوښلی وی او د ولی محمد یوه پښه د جومات د ننه او یوه بیرون وی چی زه یی ټینګ تر لاس ونیسم او ورته ووایم چیرته ځی ودریږه دا دومره وخت چیری وی او په جومات کی د ننه په سلهاوو کسان معلومیږی چی سپینی جامی یی اغوستی او توری او سپینی پګړی یی په سرونو وی او زه تری وپوښتم چی دا خلک څوک دی ولی محمد راته ووایی تا به په ما ټوکی کولی چی والله که څوک ووایی چی دا د ولی محمد جومات دی دا دی وګوره دا ټول انبیا ، اولیا او صحابه کرام دی.

زه تری وپوښتم چی دلته به هرو مرو رسول الله ص هم وی ته او خدای ته خو به یی حتما پیژنی ماته یی راوښیه رسول الله ص چیری دی؟ ولی محمد راته ووایی چی زه به یی هرو مرو درښیم خو د محشر په ورځ.

بیا په خوب کی راویښ شوم او اوس می زړه په کلکه منلی چی ولی محمد جان وراره می هرو مرو شهید شوی دی، ما تری د ګلزمان په اړه وپوښتل ویی ویل هغه له هغی ورځی څو چی ولی محمد ورک دی خپل حواس له لاسه ورکړی او له ځان سره ګړیږی، کله وایی زما ولی محمد ژوندی دی هغه هیڅوک نه شی وژلی او بیا په زوره زوره وژاړی …

بیا یی وویل خدای د دا کفار، اربکیان او ددوی غلامان تباه کړی زمونږ خو یی کور تباه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x