نظــر

په ملي سياست کي عقلي تقاضې

لیکوال: حز ب لله _کوټه

حضور صلى الله على وسلم ارښاد دى:”خدى چي کله عقل پيدا کى نو ورته وې فرما يل ولاړسه اغه ودرېدى، بيا يه ورته وفرمايل متوجه سه اغه متوجه سو، بيا ورته وفرمايل کښينه، اغه کښېنستى.  خدى و فرمايل ما ستا سه زيات افضل، ستا زيات معز و مکرم ستا سه زيات ښه، او ستا سه زياته ښه مخلوق ما ندى پيدا کړى.  ستا په وجه ځه مواخزه کوم او ستا په وجه يې ورکوم، ستا په وجه ځما معرفت  حاصلېږي،ستا په وجه ځه عتاب کوم، ستا په وجه ثواب ملاوېږي او لتا سزا ورکول کيږي.

عقل ته عقل پدې ويل کيږي  چي انسان خپل په کنټرول کي ساتي او انسان د انسانيت د حدودو سه خا رج او د حيوانيت په دائرو کي يه د ننوتو سه ساتي.  د غلطو سه يه رګرزوي او د ښو دعوت ورکوي.  ګمراهي، مصيبت او د بد انجامه سې ليري کوي.  د عقل هره خبره ژوند د بريا و عروج ته رسوي.  عقلمند دپاره دا ښه نه وي چي هغه   خپل په رايو بهروسه وکي تر څو چي يې د پوهانو سه رائې نه وي اخيستي.  پر يوې فېصلې چي څو عقلونه سره وجنګيږي او اتفاق پر وکي د جلا او يوه عقل سه زياته ګټور وي. مښورې او اتفاق د فيصلو سه اختلافات، تضادات، تصادم ختموي او د هر رنګه ګډوډى سه يه پاکه وي. د جماعت رائې او د عقلونو اجتماع مشکلات اسانه کوي، ولي چي د يوه فرد سخه غلطياني کېد لى سي، مګر په اجتماعيت کي د غلطيو امکانات ډير کم وي.

له بد قسمتى يې زموژ د وطن او د قوم فېصلي سو مخصوصه شخصيتونه کوي. په دولتي چارو کي ٥ يا ٦ کسان سره کښېني  خپل په ځانو يه د عقل قل خيال راسي هغه فېصلې  وکي چي د هغو مسائلو په حقيقت دوى خبر هم نه وي.  پوهان، ښعور يافته طبقه او ملت خبر هم نه وي.  ده ټوله ملت پر خيالاتو، فکرو او په عقلو قابضه سي.  داسي فيصلې د ملت د مفاداتو،  خوا هښاتو او مرضۍ خلاف وي او په اخر د نا پوهۍ په بنياد سوي  داسي پرېکړي  د تصادم او انتشار ښکل واخلي.  په ملي فيصلو کي دوطن د مختلفو علومو د کا رپوهانو سه رائې اخستل د هغو د پوهي په رڼا کي پاليسياني جوړول اود پر مختګ لاري ټاکل بې حده ضروري وي.  ولي چي د سو خلګو په عقلو کي دومره د پوهي طاقت نه وي چي د موجوده برباديو سه مقابله په وکي او مشکلات په کنټرول کي راولي، خو د عقل لشکرونه او د پوهي قافلې  هر رنګه د خطرو وه طوفانو ته ماته ورکولى سي.  عقل او دپوهي په رڼا سوي فېصلې تقسيم سوى عوام سه قوم جوړوي، د قوم سه منظم قافلي جوړوي او د حکمت په سا يو کي هغه د تحفظ سره خپل لوړ مقاصدو اومنزلو ته رسي.

ملي فېصلې کا  صحيح وي نو د معاښرتي خوښحالي، امن و مان او د قوم د يوالي سبب جوړيږي، که غلطي وي د ناپوهۍ پر بنياد سوي يي نو د هميښه تباهي، نه ختميدونکى انتښار اونه  سړيدنکى جنګ سبب ګرزي.  کله چي يو ملت کي پر اقتدار ناست جمهوري جماعتو په رهبرانو کي عقلي ډکټيټران پيدا سي نو د اغه ملک په عوام کي ستري خطري پيدا سي. اغه چي د عوام  سره هر سومره همدردي ولري د اغو د فلاح او د پر مختګ دپاره هر سومره ښې فېصلې وکي،  اغه بيا هم د زوال سبب جوړيږي. ولي چي د سوا افرادو په عقلو کي د ټوله اولس د مسائلو حل نا ممکنه يي، بلکي دعوامي مسائلوحل په عقلي او د پوهي په وسائلو کي موجوده وي.  عقلونه د افکارو رهنمائي کوي او افکار د قومونو رهنمائي کوي.  دغه لپاره د مسا ئلو په  حل کي د عقلو پوهنه  او د پرمختګ پر لار د تلولو دپاره  پر پر مختللي افکارو اتفاق ډهير ضروري دى. کم سوک چي دا ويي چي اغه  عقلمنده او پوهه دى، د اولس د تقدير د فيصلو پر وخت د  مختلفو علومو پوهانو له پوهه سه د قوم په مفاد او ترقى کي ګټه  وانخلي او نظر اندزه يې کي نو پر دا وخت د هغو بي وقوفي د ر خپل کماله ورسيږي.  د خود رائې ښکار سياستدانان د بي عقلې  باوجوده خپل پر ځان يه د عا قل خيال رازي، د ضرورت د اښخاصو سه  په اولسي  پرېکړو کي مښورې او رائې نه ځن اخلي، بلکي د خپل عقل موريدي کوي، داسي سياسيان به ملت  د تباهى او د مرګو وه اغه کډي ته ور ايله کي چي را ويښول يه بيا خالي د اسرافيل د ښپيلى سه ممکنه وي.

تر سو پوري چي د فيصلو اختيار د سو عقلو ازاد سوي نه وي، د عوامي عقلو او علمي وسائل ته را رسيدلي نه يي در اغو به موژپه جهالت او په تيارو کي پرمختګ کوو. جهالت او د تيارو د رڼا سه ډهيره پخواني دښمني ده .  اولسو نه و سر لوړى ته هم رسوي او د صفه هستى سې هم ختموي.  په  محدوده   عقلو کي د اولسونو د مقدر فيصلې کول په حقيقت کي هغه د صفه هستى سه ختمول وي،  سر لوړي يه د عقلو په اجتماعيت او د علومو په وسائل کي ممکن وي. اولسونه د غلطيو سه نه بلکي د غلطيو په دفاع کولو سره چي د زوال کم منزلونو رارسيږي اغه اولسونه  د بربادي و قبرستان ته رسوي.  عقل د ښعور او د ادراک مرکز دى، د سو خلګو په  عقلو او په ښعور کي دومره طاقت ضرور وي چي دښو بدو او د خير ود شر پيزند ګلوي په وکي، ليکن د خير کارونه د اولس کلتور جوړول او د شر سه نفرت پيداکولو قوت د ټولني د افرادو په عقلواو ښعور کي وي.

يو اړخېزي فېصلې  پر قوم د مسلط کولو سه هميښه د زوال لاري هواريږي. علمي،  عقلي او ښعوري وسائل کي داسي فيصلي کول په کا ردي، د کمو په رڼا کي چي ملت روانيدلى سي.  داسي عوامي، ملي او عقلي فيصلي همىښه د حق، انصاف، مساواتو پيروي او د هداياتو رهنمائي کوي، عوام ښعوريافته او ترقيافته کوي.  عقلمند ه سياستدان هغه وي کم چي د مختلفو علومو ماهرين و پيزني او د غو د افکارو او د حکمت سه د قومي اصلاح، د  تضاداتو او انتښار خاتمي او د پر مختګ دپاره ګټه واخلي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل

د نن ټکی سیا ویب پاڼی څخه احترامانه هیله ده چی لیکنی د افغانی لیکدود سره برابری نشر کړی.
ددی ورور په لیکنه کی څه نا څه املایی غلطی موجودی دی او د هغه موروجه لهجی څخه کار نه دی اخستل سوی چی په افغانستان کی استعمالیږی لکه: دڅه پر ځای سه او د مشوریی پر ځای مښوری او…… استعمال سوی دی.

saifullah

غزل : دروېش دُرانی
بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه

يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بريښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هديرو کې وي درويشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

حز ب لله

وروره دپاڼه خالي د افغانستان د پښتنو دپاره نده بلکې د ټولو پشتنو غه ده او د ر افغا نستان زياته پښتانه په پاکستان کي پراته دي که زه د ا ووايم چي تاسو يه د لر په لهجه کي ولکى ستاسو د ژبي او د لهجې سه به زياتي وي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x