
امريکايي ځواکونو په نرخ کې پر اربکيانو بمباري کړې
نن ټکی اسيا (دوشنبه، د وږي۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د ميدان وردګو ولايت نه نن ټکی اسيا ته را رسېدلی خبر کاږي، چې امريکايي الوتکو دوه ورځي وړاندي په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په شک پر اربکیانو بمبارکړې او د يو تن اربکي قوماندان په ګډون ۷ اربکیان یې وژلي دي.
د سېمي يوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط نن ټکي اسيا ته وویل، چې امریکايي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ د عمرخېلو په کلي کې پر هغو اربکیانو بمباري کړې، چې سېمي ته د طالبانو په پلټنه په عادي جامو او شخصي موټرو کې راغلي ول.
سرچېنه وايي، چې الوتکې د اربکیانو په غوښتنه سېمي ته را رسېدلي او هغه ځای چې له بمبار مخکې الوتکو ته په نښه ورکړل شوی و او لږ وړاندې طالبان پکې پراته ول؛ خو وروسته ترې طالبان وتلي او اربکیان ورغلي وو، چې سېمي ته د الوتکو له را رسېدا سره جوخت تر درنې بمبارۍ لاندې راغلل ، چې په پایله کې يې د اربکیانو د یوه مشهور قوماندان شمسي په ګډون ۷ تنه ووژل شول.
ویل کېږي، چې قوماندان شمسی د ډېرو بې ګناه ملکي وګړو په ځورونو او نورو جرمونو کې ښکېل و.
حکومتي لوري تر اوسه پورې د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
صدق رسول الله صلی الله علیه وسلم من أعان ظالماً سلّطه الله علیه،،،پښتانه وایی ړنده سپوی په خپلوکونګرو (بچو)غول کوی