شعـــــرونه

تور اوباما وخوړې

شاعر: اسد الله رزین

۱-              څه شوې زموږ رايي څه شوې زموږ رايي چا وخوړې
اشرف غني وخوړې که عبدا لله و خوړې
زموږ په وینو سرې وې موږ پرې ډیر وځوریدو؟
(جان کیری ) ټولی ور وړې تور اوباما وخوړې
۲-              تاسي په رایو خپه دوی موهډو ته ناست دي
دا څومره پیښه نه ده سختو شیبو ته ناست دي
دا دي هغه میلمانه چې مو وطن تری جار کړ
زړې هدیرې ډکې دې نویو هدیرو ته ناست دي
۳-              اوس يي دي ځالې کړې ښه ډیر چیچیان لري
په ډیرو لوړو شعبو کی ډیر جاسوسان لري
ارګ ته يي هم رسوي که په رضا که زور وي
تر ډاکتري لا څه لوړ غټ غټ پوهان لري
۴-             پریکړې له دوی سره دي موږ څه کولای نه سوای
دي راوستلي موږه اوس هیڅ ویلای نه سوای
خپل تبرګې باندي مو خپلې پښې پریکړې
هر څه مو خپله کړی ګیله  کولای نه سوای
۵-             موږ هغه هم نه منل چې دښمنا ن يي بلل
ډیر سخت مو بد ایسیدل چې کافران يي بلل
(رزینه ) ته وو وایه دغسی وو که نه وو
هو! هغه ډیر بد ظالم ؤ چې ظالمان يي بلل

یکشنبه ۷/۵۰شرقی بايي پاس ماخستن ۲۱/۹/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x