
حامد کرزی نن مخه ښه کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل): ولسمشر حامد کرزی نن له خپلو دولتي کارکوونکو سره مخه ښه کوي.
د چارو د ادارې مشر صادق مدبر وايي چې دوی د څو ورځو په اوږدو کې له څلور دېرشو ولایتونو نه کارکوونکي راغوښتي دي، چې نن ورسره ولسمشر مخه ښه وکړي.
د مدبر په قول په دې مراسمو کې لوړپوړي دولتي مسوولین او وزیران هم برخه وال وي.
هغه وايي چې دوی خپل باندني او کورني مېلمانه په دریالسو کټګوریو وېشلي او پر هماغه ډول رابلل شوي دي.
د مدبر پر وینا دوی هڅه کوي، چې د خدای پامانۍ مراسم ښه برابر کړي، هغه په ډاګه کړه چې په دې مراسمو کې، به د پارلمان او کابیني غړي، قومي مخور، مدني فعالان او پخواني جهادي رهبران هم شامل وي.
ولسمشر حامد کرزی په ۱۹۵۷ز کال د ډیسمبر په څلورویشتمه په کندهار کې د عبدالاحد کرزي کره وزېږيد.
نوموړی په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکايي یرغل سره جوخت په افغانستان کې ولسمشر وټاکل شو او تر اوسه پاتې شو.
شنونکي د ولسمشر حامد کرزي دغه کابو دریالس کلنه دوره له لوږي، بد اخلاقي، نړیوالي شرمندګۍ ډکه او په عین حال کې يې د بیان د ازادۍ پلوۍ بولي.