افغانستان

د امریکا پولیسو ورک افغان پوځي افسران پیدا کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ امریکايي رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې د امریکا په متحده ایالاتو کېد افغان پوځیانو د روزنې له پنډغالي درې پوځي افسران نادرکه شوي دي.

د فاکس نیوز د خبر له مخې یاد درې ورک شوي افغان پوځي افسران د امریکا د ماساچوست ایالت پولیسو موندلي دي او خوندي ځای ته يې رسولي دي.

دغه درې تنه چې د ملي اردو لوړپوړي افسران دي او امریکا ته د پوځي روزنې په مؤخه لېږل شوي دي، تېره ورځ د امریکايي عسکرو له مخې ورک شول.

د کپ کوډ روزنځي پوځي مشر جورج هارینګتون وايي چې افغان پوځیان په پنډغالي کې ازاد پرېښودل شوي وو او کولای يې شوای بازارته هم ازادانه تګ راتګ وکړي.

د دې پنډغالي د مسوولینو له قوله تر اوسه معلومه نه ده چې اته څلوېښت کلن جان محمد آرش، اتلس کلن محمد نصیر عسکرزاده او شل کلن نورالله امین یار افغانستان ته د تېښتې هوډ درلود او که يې په امریکا د پاتې کېدو په تمه لټه کوله.

تر دې وړاندې ځينې افغان مامورین بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي او ځینو يې په رسمي سفرونو کې هلته د پناه اخیستو هڅې کړې دي.

ویل کېږي د اوږدو ناندریزو ټاکنو په اوږدو کې په هېواد کې د خصوصي شرکتونو شپږ میلیارده ډالره پانګه هم بهرنیو هېوادونو ته وړل شوې ده.

یاده دې وي په بهرنیو هېوادونو کې د ژباړنانونو او لوپوړو دولتي مسوولینو د پناه اخیستلو هڅې دا په ډاګه کوي چې سیاسي کړکیچ لاهم د اندېنښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x