نظــر

بابا(رحمه الله) خالص و،نبی خیل و،خالص شو نبی خیل شو

لیکوال: مولوي حمدالله شهیدزاده حقاني

وروستۍ برخه

.
*. د سره استعمار (روسان)له خوا د جنګ په دوران کې  د اوښتي مالي تاوان  غوښتنه د مولوی صیب د زړوریتا او میړانې ستر ثبوت دی. هغه دیوه جهادي ملي  مشر په حیث دا هم ویلې و،چې مونږ به له روسانو څخه د امین او تره کي د وژلو پوښتنه کوو.

* دجهاد په دوران کې د  ملل متحد له خاص استازي(کارډیویز) سره نه لیدل د دې لپاره وه چې ددوی غرور او کبر مات شي او د افغانانو شهامت او میړانه ورته وښودل شي.له ډیرو خواریو او زاریو وروسته تر څو چې خپله استازی د ده کور ته راغی.تر څو پوه شي،چې افغانان نه د چا غلامان دي او نه د چا د غلامۍ لپاره جهاد کوي. د ملل متحدله منډو ترړو مقصد دغرب په  ګټه فیصله کول وه،چې داد افغانانو د کړي جهاد سره لویه جفا وه.

*د باچا خان د مرګ په ورځ چې بابا د اووه ګوني اتحاد مشر و د تورخم او جلال اباد په لویه لار پرتو مجاهدینو ته د یوه طرفه اوربند امر وکړ ،چې مجاهدین باید په دې لاره  امنیت ټينګ او د جنازې پوره درناوی وکړي ځکه هغه یو پښتون مشر او پښتانه د چا د مړو توهین نه کوي.مجاهدینو تر هغه اوربند ساتلی و،تر څو چې د جنازې مراسم پای ته ورسیدل او باچا خان چې د کمونستي رژيم کلک ملاتړی و په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

* د کابل  د فتحې پر وخت د افغانستان  میشت هندوان او سیکان چې  شمیر يې سلهاوو تنو ته رسیده  بابا(رحمه الله) ته د ستړي مه شئ  او  مبارکۍ لپاره  د هغه دفتر ته  راغلل، چې بابا(رحمه الله)  ورته دنوح(علیه السلام) په قوم د عذاب را تګ کېسه وکړه او هم يې د  اسلام مزایاوې او ضمناً ورته  د اسلام  د قبلولو دعوت ورکړ.
* د صلیبي  یرغلګرو پر وړاندې  دجهاد اعلان اوفتوه په خپلو مجاهدینو غږ کول چې د دوی په مقابل کې اسلحه راپورته کړئ.
د  بابا (رحمه الله) د ژوند څوخاطرې:

د باباد ژوند هر لحظه یوه خاطره ده،خو ددې لپاره چې  مضمون اوږد نشي،ما يې دا یو څو په زړه پورې خاطرې راټولې کړي. ځينې ما په خپله او ځينې مې د بابا(رحمه الله) له نیږدې ملګرو اوریدلې د ي ،چې تاسو سره يې شریکوم.
*

د امریکا  د یرغل په وخت کې مولوی صیب د تداوی لپاره پيښور ته  تشریف راوړی و،چې  عیادت لپاره يې زه او زما یو ملګری ورغلو.مولوی صیب په کټ کې پروت و او مونږ يې خوا ته ورکښیناستو،چې ډير خلک يې عیادت ته راتلل.زمونږملګري ،چې ځان يې له خلکو پټاوه. مولوی صیب(رحمه الله)  ته  وويل، چې مونږ به  د خدمت لپاره درسره پاتې شو،مولوی صیب(رحمه الله)  لږ غلی شو او بیا يې وویل:سمه ده. مولوی صیب (رحمه الله) خپل زوی حاجي صیب مطیع الحق ته ورغږ کړ ،چې زویه که تاسو چیرته ضروري کار لری،نو لاړ شئ دا دوه ملګري زما خدمت کوي او هم پرې پوهیږي.زما ملګری ددې خبرې په اورید وسره وارخطا شو یو خوا بل  خوا يې زر زر وکتل.حاجي مطیع الحق ورغږ کړ،چې آغاجانه مونږ د څه لپاره یو ؟ دادوه ملګري  دې لاړ شي خپل کار دې وکړي او مونږ دې خدمت کوو.زما ملګری مطمین ښکاره شو او په ډیرې تیزۍ له کوټې بهر ووت.ملګري راته بهر وویل  نیږدې وو،چې په لوی امتحان کې ګیر شوي وو.زما له خولې هسې خبره ووته او بابا(رحمه الله) رارښتیا کوله.
*

هغه وخت چې په کابل کې د  قدرت په سر د حزب اوجمعیت تر منځ جګړې ښې په درز کې روانې وې یوه ورځ په بس موټر کې  د مدرسې څخه دکور په لور روان وم په لاس کې مې وحدت اخبار و،يو چا راڅخه وپوښتل په اخبار کې يې څه لیکلي؟ما ورته وویل:لویه خبره پکې د مولوی جلال الدین حقاني صیب(حفظه الله ) د دفاع د وزیر په توګه نومول لیکل شوي.یو سړی چې له څيرې سم نه بريښيد سمدواره حقاني صیب او مولوی خالص(رحمه الله)  صیب ته داسې خبرې وکړې چې ددوی له شان سره مناسبې نه وې،ماته ددې سړي په دې پوچو خبروسخته غوسه راغله. ټوله لار مو ورسره جګړه یز بحث وکړ آن تر دې چې د محاکمه کیدواو بندي کیدو دړکې راته وکړې په موټر کې ناستو ډیری خلکو بدبد راکتل او زما پلوی نه و.یو وخت مولوی صیب (رحمه الله) ته دا کېسه چا کړې وه ډير موده وروسته له هغه  سره مخامخ شوم او د حجرې په باغ کې د یوې ونې خواته ودرولم: راته يې وویل:چې هلکه ته په موټر کې بې ځایه بحثونه او جنګونه ولې کوې؟ما ورته وویل:مولوی صیب زه خو دا عادت نلرم.ده راته وویل ،چې کړی  دي دی ولې پرې منکریږي؟زه غلی غوندې شوم .مولوی صیب راته د موټر نوم واخیست،خوشحاله شوم اوومې غو ښتل،چې مولوی صیب ته ټوله کېسه وکړم او ورته مې وویل: یوه کس ستاسو په باره کې پوچه خوله وخوروله .مولوی صیب راته وویل،ډیر يې ښه کړي تاته چا دا وظیفه درکړې چې زما په سر جنګونه کوه. ما پسې خو هره ورځ هر څوک ډیر څه وايي تاته يې څه؟زه ډير خفه شوم او له ځان سره مې د بې ځایه ننګې احساس وکړ ،خو اوس ورته د جنت الفردوس دعا کوم،چې ماته يې ډير ښه درس راکړ او زه يې د ابد لپاره له داسې کړنو منعه کړم.
* یوه ورځ له مولوی صیب(رحمه الله)  سره په یو نوي موټر کې ،چې زما په شمول ډیر و خلکو نه و لیدلی ناست وم په  یوه بازار کې خلکو  د مولوي صیب موټر ته په ډیر حیرانونکي انداز  کتل راکتل. ما مولوی صیب(رحمه الله)  ته وویل ،چې د اخلک ډیر دې موټر ته  راګوري  څه به  وايي؟مولوی صیب(رحمه الله)  راته د دې موټر د اخیستو لوی کیسه وکړه ،چې زما لپاره تنظیم یوه پيکپ موټر  راکړی و،چې هغه بیا راڅخه یو قومندان واخیست او په بدل کې يې دا  موټر  راکړ.ما بیاخبره ورغبرګه کړه چې نه!خلک درته راګوري.دې سره مولوی صیب(رحمه الله)  مخ راواړولو او راته يې کړه،خیر دې خلک دې راګوري باک يې نشته،خوستا پوهول سخت دي.
*

جهاد په وخت کې یو ځل مونږ  دمولوی انور الحق مجاهد صیب   سره   د جهاد لپاره تلو.مولوی انورالحق مجاهد صیب  بابا(رحمه الله)  ته وویل ، چې دعا راته وکړه او ما ته د شهادت دعا هم وکړه.مولوی صیب ورته وویل ،الله(ج)  دې د عمر په اخر کې شهادت نصیب کړه  اوس وخت کې د شهادت له  غو ښتلو به  دا غوره وي، چې ته د اسلام او  مجاهدینو  په اخلاص خدمت  دالله(ج) د رضالپاره  وکړې او بیا د عمر په آخر کې دې الله(ج) قبول شهادت درکړي.
*

د اسلامي امارت په وخت کې  د ملاصیب محمد رباني (رحمه الله)د فاتحې مراسم و چې مولوی صیب  (رحمه الله) په ډير مریض او کمزوري وجود تشریف راوړ. مولوی صیب ته په فاتحه کې دخبرو کولو بلنه ورکړ ل شوه.هغه په خپلولنډو خبروکې په طالبانو غږ وکړ ،چې هر یو د ملا رباني غوندې شئ.
* په جلال اباد کې د نجم الجهادپه فامیلۍ کې د ده د پوښتنې لپاره ورغلم،له پوښتنې وروسته يې راته دوه خبرې وکړې: یوه دا چې زه به ستاسو پوښتنې ته درتلی،خود یو څه مشکلاتو له وجهې نه درځم.
* خالص بابا (رحمه الله) کابل ته د ننوتو پر مهال  د موټرو په اوږد کاروان کې روان و د لارې په اوږدو کې مجاهدینوخپل لوی مشرمولوی صیب خالص (رحمه الله)   ته د ټوپکو بې دریغه ډزې کولې.او هم يې د لارې په اوږدو کې په دیوالونو او تیګو خپل عکسونه ولیدل ،له موټر ه پسې ورکیوت او خپل عکسونه به يې راشکول.کابل ته په رسیدو د ګلخانۍ په ماڼۍ کې په خبري ناسته کې د نورو خبرو تر څنګ دا هم  وویل ،چې د لارې په اوږدو کې دوه شیانو ډير خفه کړی یم،یو د مجاهدینو بې ځایه ‎ ډزو او دویم په ديوالونو او تیګو زما د عکسونو لګولو.

* مولوی صیب خالص(رحمه الله)  وویل: په ژوند کې مې دوه شپې ډیر په ارام خوب کړی یوه هغه شپه، چې کله مجاهدینو د الله(ج) په نصرت کابل فتحه کړ  او دویمه هغه شپه، چې له پيښوره مې  جلال اباد کې د نجم الجهاد فامیلۍ ته خپل کور یوړ.

* مولوی صیب(رحمه الله)   چې یو جیدعالم  او پرهیزګاره انسان و د کال په اوږدو د هرې اوونۍ به  دوه ورځې (دوشنبه،پنجشنبه) روژه کیده اوهم د قرانکریم کلک حافظ و،.خپل دفتر ته په تګ او راتګ کې هر ورځ دوه درې سپارې ګردان کاوه د روژې مبارکه میاشت وه  د کلي ډير حافظان او قاریان يې د  تراویحو په لمانځه  کې د قرانکریم دختم لپاره په  ځان پسې ودرول. د سورت حدید په دوو متشابهو ایاتونو کې د یوه حافظ له خوا فتحه ورکړل شوه،بل حافظ ورته بله فتحه ورکړه ورپسې ولاړ  ټولو حافظانو په خپل وار سره فتحې ورکړې یو حافظ چې له متشابه ایات څخه ورته شروع  وکړه تر ډيره ځایه يې ورته ایاتونه ولوستل چې کله سلام وګرځيد مولوی صیب(رحمه الله)  ورته وویل :قاري صاحبانو!سپین قاري(قاري صیب منګل) در څخه خلاص کړم  او په اخر کې يې همدې قاري صیب ته غټ انعام ورکړ.

* زمونږ دکورنۍ یو تن چې د مجاهدینو  قومندان و د جلال اباد په لویو عملیاتو کې يې موټر په یوه ښخ شوي مین وروخوت او سخت زخمي شو په پيښور کې د جرمنیانو او ای سي آر سي په  روغتون کې د تداوی لاندې و ما يې خدمت کاوه د څلورنیمو میاشتو معالجې وروسته له روغتونه  فارغ او  د الهجرة والجهاد په روغتون کې د درملنې لپاره داخل شو.ورځ وروسته به مو د جرمنیانو روغتون ته ووړ او راوړ د وخت په تیریدو د امبولانس موټر له نشتوالي مې مولوی صیب (رحمه الله)ته شکایت وکړ،هغه د صحت عامې رئیس ته تیلفون وکړ اود زخمیانو دلیږد د ستونزې  په اړه يې ترې  پوښتنه وکړه، هغه هم د امبولانسونو د کموالي او د زخمیانو د زیاتوالي  خبره وکړه.مولوي صیب سمدستي یو چا ته تیلفون وکړ او د دوه امبولانسونو د عاجلې خریدارۍ  امر وکړ.سبا ته په روغتون کې  دوه امبولانسونه ولاړ وه.

*  زمونږ  د والد صیب له شهادته وروسته  محترم بابا (رحمه الله) راته ویلي و،چې ستا هر خدمت وي ما ته به يې وايي او که کومې خوا ته تلې هم به ماته وايي.ما دده خبره منلې وه او ده هم راته سینه ډبولې وه،په هغه وخت کې چې دا د افغانستان  د مجاهدینو  د اتحاد رئيس و ډير مصروف هم و،په دې ورځو کې یو ورځ  زه د خپل یوې وړې ستونزې  یادولو لپاره د ده فتر ته ورغلم او هغه په  خپل دفتر کې تشریف نه درلود چا راته په بله حویلۍ کې د ناستې يې وویل. زه هلته ورغلم ډیره ګڼه ګوڼه وه او ټول مشران په کوټو کې  د شورای کولو  لپاره ناست وزه په خپل راتګ ډیر پښيمانه وم خو مولوی صیب() چا  خبر کړی و داستر شخصیت په خپله  راووت او زما مشکل يې حل کړ.

*یو ورځ مې په کمپ کې  په لوډسپيکر کې د قرانکریم د اورونې لپاره مشهور قراء او علماء راوغوښتې و د قرانکریم د ښه اورونې لپاره د قاریانو په منځ کې سپارې وویشلې، مولوی صیب  مې خبر کړی نه و  مازیګر يې په خپله جومات ته تشریف راوړ او په حال يې رانه ځان پوهه  کړ  او راته يې وویل زه هم حافظ یم ماته هم سپاره راکړئ،مونږ هم  ورته دوویشتمه پاره ورکړه فکر مې کاوه چې مولوی صیب خو ډير مصروف او ستړی دی،دا به راشي او که نه؟نیمه شپه وه راغی خپله پاره يې وویله او بیا يې را ته وویلې چې سبا ته به ټول قاریان صاحبان  زما د سهار  چایو لپاره میلمانه وي او هم يې  ماته په انعام  کې  د  مصر د مشهور  قاري عبدالباسط محمد عبدالصمد د شپاړس  سپارود مشق تلاوت د کیسټونو سیټ راکړ چې  تر اوسه راسره دی.

* مشهور مجاهد مولوی جلال الدین حقاني(حفظه الله ) له روسانو سره د جګړې پر مهال ټيي شوی ود پوښتنې لپاره يې مولوی صیب خالص بابا(رحمه الله) میران شاه ته ورغی له عیادت او نورو خبرو اترو وروسته د شپې مولوی صیب او ملګرو  مشوره وکړه ،چې سبا به انشاءالله  د سهار په څلور بجو حرکت کوو،یو ملګری چې ډیر خوش تعبیته ومولوی صیب  (رحمه الله) ته يې په دروازه کې سر راښکاره کړ  او ورته يې وویل، چې مولوی صیب سبا ته به په څلورې ځو؟مولوی صیب ورته په ځواب کې وویل چې نه! مونږ چې څنګه راغلي یو هغسې ځو او ته که په څلورې ځې نوستا خوښه.
* مرحوم مولوی محمود اخوندزاده چې په وردګو ولایت کې د مولوی صیب  (رحمه الله) لخوا عمومې امر و،‌ډير نیک او پاک غیرتي مجاهد و د هغه تکیه کلام و (ذاتي پسې ورتیر شه) مولوی صیب ته يې زیاتې کیسې وکړې   او دا جمله به يې پکې ډيره کاروله ،د روسانو دیوې قوې  د راتګ او ورسره د جګړې کیسه کوله چې روسان راروان وه او هیڅ نه تم کیده او ذاتي پسې ورتیر شه، مولوی صیب هم  ورسره ټوکه وکړه چې لږ خو ته هم پسې ورتیر شه چې همدا ماته وايي ،چې پسې ورتیر شه .

* په پيښور کې  د وحدت ورځپاڼې یو لیکوال  نورالبشرنوید چې (ماته غوږشه ) تر عنوان لاندې لیکنې کولې. یو ورځ يې د مجاهدینو د سوچ او فکر خلاف خبرې کړې وي او هر څوک يې په ځواب نه پوهیده،مولوی صیب(رحمه الله) چې د مطبوعاتو پرروح  پوهیدنورالبشرنوید ته يې په همدې ورځپاڼه کې د  ( اوس ماته هم غوږ شه ) تر عنوان لاندې یوه شعري ځوابي لیکنه خپره کړه.

* د تش په نامه مجاهدینو چې  د قدرت په سر په ناروا جګړو اخته و،مولوی صیب خالص بابا (رحمه الله) تر خپله وسه د دوی په منځ  کې د روغې جوړې  کوششونه کړي و او ان  د مکې معظمې د امامه تر پيغام چې  د یوه او بل کورونو او  مرکزونو ته  وړی  و تر څو جنګ ودروي، خو بیا هم د قدرت لیوانیانو له جګړې لاس وانخیست.  یو ورځ په اسلام اباد کې د متخاصمو ډلو ترمنځ  مذاکرات روان و   د بي بي سي یو خبریال له محترم  مولوی صیب محمد یونس خالص  (رحمه الله)  پوښتنه وکړه چې تاسو  ولې  په دې مذاکراتو کې ګډون نه کوی؟ مولوی صیب ورته په جواب کې وویل چې ما ته له دې مذاکراتو څخه د وینو بوی راځي.

* یو وخت د بي بي سي خبریال له مولوی صیب خالص  (رحمه الله) څخه دا پوښتنه وکړه ،چې ولې مولوی صیب تاسو په یوه او ملت مو په بله روان دی؟داچې مولوی صیب  (رحمه الله) ډیر هوښیار او د هر سوال لپاره په ځای ځواب  وایه  د خبریال په ځواب کې وویل:دا په ځای خبره نه بلکې همدا مجاهدین له دې ملته تشکیل شوي دي.

* د ګوربت په نامه مجلې خبریال چې  د مولوی صیب (رحمه الله) سره يې ډيره اوږده مرکه کړې وه په  یوه پوښتنه کې ترې د ورونو د مشرتوب پوښتنه کړې وه چې مناسبه نه وه، مولوی صیب(رحمه الله)  ورته په ځواب کې ویلي وو،چې نه ! مشر ورور مې لالا دی ،خبریال ورته وویل که تکلیف نه وي نوم يې واخله. مولوی صیب ورته  وویل، چې مولوی محمدیوسف صیب.
*

مولوی صیب خالص بابا (رحمه الله) او دده د تنظیم ځينې غړي د عالیقدرامیرالمومنین (حفظه الله) سره د ملاقات لپاره قندهار ته تللي وو،د لیدلو پر وخت امیر المومنین (حفظه الله)د مولوی صیب  (رحمه الله) ډیر قدر کاوه. د ملاقات او خبرو وروسته بیرته په راستنیدو کې د مولوی صیب(رحمه الله)  یو ملګري ترې پوښتنه وکړه،چې مونږ او د طالبانو د مشر یو شان اصول او فکر و. دوی کامیاب او مونږ ناکام  شو،ولې؟مولوی صیب (رحمه الله) ورته په ځواب کې وویل : ما هدیرې ته اذان کړی و او دوی ژوندیو ته.

د مولوی صیب محمد یونس خالص بابا(رحمه الله)  ملګرو ته یوه لنډه کتنه:

د مولوی محمدیونس خالص بابا (رحمه الله) له نوم،کارنامو او جهادي فعالیتونو په ښکاره معلومیده چې نوموړی پاک مجاهدو،خدای پرسته عالم و،سپين ګویه مشرو،د کلک هوډ څښتن و.جهاد یی د اسلامي نظام د حاکمیت  لپاره کړی و. د مجاهدینو د حکومت په  راتګ د نوموړي جهادي کړنلاره  بدله اود خپل جهاد دپاک ساتلو په موخه خپلوملګرو ته امر کړی و، چې د جهاد تقدس وساتي په کور کښیناست. همدا لامل و،چې دا اوملګري يې تاریخ ته پاک مخونه او بې داغه پاتې شول.  خو ځینو  ملګرو يې  د بابا(رحمه الله)  په ژوند او نورو يې بیا د وفات څخه وروسته د څوکۍ په مینه کې د بابا انډیوالي پریښوده او په بله لار رهي شول.((به این راهی که تو میروي اي به ترکستان است))

په پاکستان کې پاتې ځينو ملګرو يې د تنظیم په شتمنیو چور او تالان ګډ کړ،چا موټرې، چا تعمیرونه او چا يې آن د کلینکونو سامانانو پورې خرڅ کړل.او چا په جلال اباد کې د نجم الجهادپه نامه فامیلو کې دومره ځمکه تر لاسه کړه چې  هغه د یوه کلي اولوی ټبر لپاره بس وه.هغوی،چې د ننګرهار ولایت په مقام ناست وو د خپل قدرت څخه په استفادې دتنظیمي شاروال په پټه مرسته د خالص بابا (رحمه الله) په  همدې فامیلو کې ډيرې پاتې نمرې اوځمکې په پټه خرڅې او د هیواد په داخل او خارج  کې پرې تجارتونه جوړ کړل،چې ګومان کیده  دا هغه ځمکې وې چې  د مستحقو لپاره ورکول کیدې.
د بابا(رحمه الله) وفات:

خالص بابا (رحمه الله) چې په دنیا کې يې دالله (ج) د رضا لپاره ډیر تکلیفونه ګاللي وه او د ژوند اخرې يې هم  د الله (ج) څخه داسې غوښت چې الله (ج) ترې راضي وي.له ډيرې مودې د مرض په بستر پروت  بابا (رحمه الله) د یرغلګرو د فتوا د ورکړې سره سم له خپل کلي او کوره د یو نامعلوم لوري په طرف وکوچید، او یو ځل بیا   د مهاجرت سختو شپو او روځو ته په داسې حال کې ورننوت،چې نه يې په بدن کې ددې وړتیا وه اونه  يې هم د اوسیدلو  لپاره مناسب ځای درلود.شاید هیله يې دا وه چې د مرض د لږ ډير ښه کیدو وروسته به په صلیبي ځّواکونو خپل زړه یخ کړي،چې په همدې هیله د کور و کلي څخه ووت.دښمن يې د نامعلوم ځای  د معلومولو په موخه  راپاڅيد او د خالص بابا (رحمه الله)  د پيداکولو او نیولو هوډ يې وکړ په ښارونو او کلو  کې دده په پيداکولو پسې جاسوسان  خپاره کړل، ددې لپاره چې عمر خوړلي بابا ته د جهاد   د فتوا د ورکړې په خاطر سزا ورکړي،خو دده مجاهدې او پر دین مینې کورنۍ بابا د دښمن له هر قسمه ګواښ څخه خوندي وساته.لرې نده چې  د صلیب انډيوالان به د بابا (رحمه الله)پر وړاندې دا ډول پوچ او بې خونده فکر له ځانو سره ګور ته یوسي.انشاءالله .د بابا(رحمه الله)   هغه کورنۍ چې  په بستر پروت  مجاهدبابا(رحمه الله) يې له هر ډول  صلیبي او وطن پلورونکو له  ګواښونو لرې وساته یوه لویه تاریخي کارنامه او د ډير قدر او احترام مستحق دي.

یو  ورځ د کرزي د حکومت لوړ پوړي چارواکي  خپلوان راسره  په ناببره توګه مخامخ  شو را ته يې وویل چې درسره کار لرم ،ماپه زړه کې وویل خدایه خیر دې غواړم خیر راپیښ کړې. دچارواکي خپلوان راته وویل چې  کرزي حاجي دین محمد ته ویلي ،چې مولوی صیب (رحمه الله)یو ملي شخصیت دی معلومیږي چې نوموړی به له هیواد څخه بهر وفات شوی وي،ښه به دا وي چې د نوموړې جسد خپل هیواد ته  راوړو او په پوره حکومتي احترام او قدردانۍ دلته خاورو ته وسپارو.چې دا يې پر مونږ حق دی.ما ورته وویل چې زه څوک او دومره لویه خبره. سره رخصت شو.

مرحوم مولوی صیب محمد اسحاق  محق(رحمه الله) ،چې د بابا ورور وو هم ګیله کوله چې بابا مو په کومه خوا بوت.ماور ته وویل چې مونږ هم ترې خبر نه یو او په حال يې هم خبر نه یو چې بابا چیرته اوڅنګه وي ؟په رښتیاهم د بابا(رحمه الله) د مرګ ، ژوند او ځایه ځیګي يې راته هيڅ درک نه و.

څه وخت وروسته د بابا رازداره زوی جهادي شخصیت او د بابا (رحمه الله)جانشین مولوی انورالحق مجاهد لخوا د بابا د مړینې خواشینونکي خبر  مطبوعاتو ته ورکړل شو ،چې بابا (رحمه الله) وفات شوی او د تکفین او تجهیز وروسته  په یو نامعلومه ځای کې خاورو ته سپار ل شوی .(انالله وانا الیه راجعون).بیا څه وخت وروسته دده د تدفین دځای په اړه هم معلومات خپاره شو ل،چې په دنیا کې تر ټولو غوره ښاراو ځمکه چې د رسول الله (ص) ښار و او د صحابوو مقبره وه،دا مبارکه ځمکه چې جنت البقیع نومیږي په دې کې دا مبارک بابا(رحمه الله) هم له صحابوو سره په ګاونډ او له رسول الله (ص) سره په یو ښار کې  خاورو ته سپارل شوی دی. روح دې ښاد او یاد دي تل.

ددې خبر په اوریدو مطین شو ځکه  دبابا (رحمه الله) په ټولو دعاګانو اوعباداتو کې له الله (ج) دغه ځمکه په ژوندانه غوښتې وه او په څوشعرونو کې ددې یاده هم کړې وه الله (ج) يې دعا قبوله او د نبی (ص) د صحابوو ملګری  کړ. یقین لرم چې د رسول الله(ص) له ملګرو سره به له همدې جنتي ټوټې راپاڅي،نو ځکه ویلی شو چې خالص باباپه رښتیا خالص و،خالص شو.نبی خیل و،نبی خیل شو .                                                                                                        له مولوی صیب (رحمه الله)څخه  ډيره درنه،مجاهده او علم دوسته اولاده پاتې ده ،چې هغه هم د مولوی صیب له دوو

میرمنو څخه ده،اړینه بولم چې ووایم د مولوی صیب (رحمه الله)په اولاده کې د هغه  یو تکړه مجاهد زوی مولوی محمد نسیم عابد چې مخکې يې ذکر شوی دی د مولوی صیب (رحمه الله) په ژوندون  د شهادت جام څښلی و(تقبله الله) او پاتې زامن يې هر یو  مولوی مطیع الحق مخلص،مولوی انورالحق مجاهد،ملامحمد  او قاری عزیز الحق دي.

پورته لیکنه د بابا(رحمه الله) په دې نعتیه کلام پا ی ته رسوم:
:ورځمه مصطفی خیر البشر مدني ته  ــــــــــــــــ لاس اچوم لمن د پيغمبر مدني ته
ورځمه په زارو زارو به هلته کړمه نارې       چې ای د خدای رسوله شولې ورانې زمونږ چارې
د خدای په در کې وکوه سوالونه په څو وارې     چې سم کړي مونږه بيا د پاک اسلام په سمې لارې
راتاو کړۍ قافلې زمونږ رهبر مدني ته    لاس اچوم لمن د پيغمبر مدني ته

غوښتنه: دده له محترمې کورنۍ،خواخوږو او ملګرو ته مې عرض دی چې د بابا (رحمه الله) ټول لیکنې،اشعار او هغه څه چې په ده لیکل شوي دي راټول او ترتیب  وروسته چاپ او نشر ته وسپارل شي تر څو له یوې خوا د بابا (رحمه الله)ژوند،فن او اند ژوندی شی او راتلونکو نسلونوته ورسیږي.

په ټوله اسلامي مینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x