افغانستان

طالبانو کندز کې دوه شوکمار غله وژلي او يو بل یې نېولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل): د کندز امنیتي چارواکو پرون ناوخته په دې ولایت کې د وسله والو غلو او طالبانو تر منځ د نښتې خبر ورکړ.

د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوال نصرالدین نظري رسنیو ته د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي، چې دغه پېښه تیره شپه د دې ولسوالۍ د چهارکوتل په سیمه کې هغه مهال پېښه شوې د، کله چې وسله وال غله سېمي ته د غلا لپاره را وتلي وو او غوښتل یې، لاره وتړي او خلک وشکوي، خو یو ناڅاپه د طالبانو له کمین سره مخ کېږي.

د ولسوال په خبره،  وژل شوي غله له ډیرې مودې راهیسې همدې سیمي ته د خلکو د لوټولو په نیت را وتل چې د دوی تر تعقیب لاندې هم وو، خو دا چې ولي په دې اقدام کې طالبانو تر دوی مخکې شول، زیات څه نه دي ویلي.

طالبانو هم رسنیو ته په دې سیمه کې د دوو وسله والو غلو د وژل کیدو او یوه د نیول کیدو پیښه تایيد کړې ده.

ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د کندز په ډېری سېمو کې د نورو وسله والو غلو تر څنګ سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو هم د خلکو په شکولو ، غلاوو او شوکو پيل کړی او آن په ځينو سېمو کې خو په رڼا ورځ د خلکو کورونو او استوګنځیو ته ور اوړي او پیسې او نور اړوند توکي ترې غلا کوي.

خلک شکایت کوي، چې په داسې ډېرو پېښو کې حکومت له خبریدو سره سره بیا هم  اقدام نه کوي او ځيني خو دا هم وايي، چې حکومت د طالبانو تر نفوذ لاندې سېمو کې اربکیانو ته د غلاوو او هر ډول خپلسریو اجازه ورکړې، ترڅو خلک د طالبانو له همکارۍ نه لاس اخیستو ته اړ باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x