fbpx

د ملي یووالي حکومت لومړنی اقدام به څه وي؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: وروسته تردې چې د جمهوري ریاست کاندیدانو دجان کیري په منځګړیتوب د ملي یووالي په نوم حکومت موافقه وکړه امریکايي ولس مشر بارک اوباما او د هغه د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په جلا جلا تماسونوکې اشرف غني احمد زي او عبدالله ته د دغه هوکړه لیک د تبریکي ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې په یوه اونۍ کې دننه باید امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د تیرې یکشنبي په ورځ د هوکړه لیک تر لاسلیکولو وروسته دواړو کاندیدانو خبریالانو ته داموقع ور نکړه چې د راتلونکي حکومت د پروګرامونو او مشترک فعالیت په اړه د هغوی پوښتنې ځواب کړي.

د خبریالانو د پوښتنو له جملې څخه یوه دا پوښتنه هم وه چې د لوړې اخیستلو مراسم به څه ډول ترسره کیږي ؟ ځکه اوس چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي واک په مساویانه ډول ویشل شوی نو همدغه مساوات باید د تحلیف په مراسموکې هم رعایت شي ، حال داچې د ښاغلي عبدالله لپاره نوی ایجاد شوی اجرائیه پوست په قانوني لحاظ رسمیت نه لري چې دهغه لپاره د تحلیف ځانګړي مراسم ترسره شي.

د تحلیف له مراسمو پرته نورهم ښايي د نوي حکومت لپاره ډیر داسې مورادمخې ته راشي چې په هغو کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ تعادل رعایتول قانوني موانع ایجاد کړي.

ډیری شنونکی په دې نظر دی چې د اشرف غني احمد زي په مشرۍ جوړشوی حکومت د قانوني ستونزو د موجودیت له امله ښايي د بقاء چانس ډیر ونه لري ، ځکه په یاد حکومت کې واک او صلاحیتونه په مساویانه ډول ویشل شوي او د افغانستان په اساسي قانون کې د دغه ډول مساوي الصلاحیات حکومت لپاره هیڅ راز مواد او مقررات وجود نه لري، ولس مشر او اجرائیه رئیس مجبور دي چې د هرې ستونزې دهواري لپاره د افغانستان د داخلي قوانینو پرځای امریکايي چارواکوته مراجعه وکړي او له هغوی څخه د خپلو ستونزو په هواري کې مرسته وغواړي.

د راتلونکي ملي یووالي (غبرګ حکومت) قانوني ستونزې د هغوی داخلې ستونزې دی ، هغه څه چې اوس مهال د امریکایانو لخوا تري غوښتل کیږي هغه د امنیتي تړون لاسلیکول دي چې باید د خپل لومړني فعالیت په حیث یې ژر ترژره لاسلیک کړي. ښاغلی عبد الله عبدالله دامریکايي چارواکو د اطمنان لپاره له سی،ان،ان ټلویزوني شبکې سره دخپلې لومړنۍ مرکې په ترڅ کې وویل چې د جمهوري ریاست د تحلیف له مراسمو سمدستي وروسته به له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي . نوموړی داهم ویلي چې دی او ولس مشراشرف غني له امریکاسره د امنیتي تړون په لاسلیکولوکې هیڅ راز ستونزه نه ویني او لومړنی اقدام به یې د دغه تړون لاسلیکول وي.

د نوي حکومت له لومړني اقدام څخه داسې ښکاري چې دا حکومت د افغانانو د داخلي ستونزو د حل کولو پرځای تر ډیره د خپلو غربي ملاتړو د غوښتنو پرځای کولوته ترجیح ورکوي چې له همدي امله یې د افغانانو په منځ کې پرزیات دوام باورنشي کیدلای.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د