ټکنالوژي

امریکايي فضايي بیړی د مریخ مدار ته ننوته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل) امریکايي فضایي بېړۍ میون په بریالۍ توګه د مریخ سیارې مدار ته ننوتې ده.

د امریکا فضايي ادارې یا ناسا لخوا لیږل شوې دغه بیړۍ تر ۱۰ میاشتو سفر وروسته د مریخ مدار ته داخله شوه چې د مریخ په اړه څیړنې پیل کړي او معلومات به خپل مرکز ته ولیږي.

د مریخ په اړه د دې څیړنې یو مسئول بروس جار کووسکې وايي، چې مخکې مریخ ته استول شوي مهماتو په وسیله د مریخ پورتني برخې په اړه ډیر معلومات لاسته راغلي؛ خو اوس هم باید د ډیرو نو مسایلو په اړه نوره څیړنه هم وشي.

بروس جار کووسکي وویل چې تمه ده چې د دې بیړۍ په وسیله د مریخ ماحول په اړه معلومات لاسته را شي.

څرګنده دې وي چې له ډیر پخوا څخه په مریخ کې د فضايي مخلوقاتو په اړه خبرې کیږي. د دوربینونو او فضايي بیړیو په واسطه د مریخ پر ځمکه د اوبو جریان نښانې څرګند شوې وې؛ خو په حقیقت کې د مریخ په سطحه د هوا فشار دومره کمه دی چې اوبه له کوم ځنډ پرته په بخاراتو بدلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x