افغانستان

کرزی: امریکا په افغانستان کې د سولې مخالفه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل): ولسمشر حامد کرزي نن په ارګ کې د خپلې مخې ښې او د ولسمشر په توګه د وروستۍ وینا په ترڅ کې پر امریکا او پاکستان ټينګې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې سره مخالفت کړی.

حامد کرزي وویل، چې امریکا دلته د جګړې په پلمه جګړه کړې او ما ورته هر ځل ویلي، چې دا جګړه د افغانانو په ګټه نه ده او دواړو لورو ته یې قربانیان افغانان دي او د پردیو موخو لپاره ده.

ښاغلي کرزي چې نن يې په ارګ کې له دولتي مامورينو سره د مخې ښې په مراسمو کې خبرې کولې، د خپلې واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو کې برخو کې لاسته راوړنې او پرمختګونه یاد کړل او په خبره یې د نورو پرمختګونو تر څنګ افغانستان ته د بهرني سیاست په برخه کې هم کافي پرمختګ کړی.

نوموړي له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو په اړه وویل، چې امریکا زیات ټينګار کاوه، چې باید لاسلیک یې کړم، خو ما لکه چې په لویه جرګه کې وویل بیا هم وایم، چې په افغانستان کې سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې ده. که دوی دواړه وغواړي، چې افغانستان کې سوله راشي، نو راتلای شي.

ښاغلي کرزي له امریکا او پاکستان سره خپلو اختلافاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې « د سولې لپاره مو په بيا بيا هڅې وکړې، خو ونه شوه، دليل يې هم معلوم و، يو دا چې امريکا سوله نه غوښته او خپلې موخې يې درلودې او دويم دا چې پاکستان له افغانستان څخه دوه شيان غوښتل، يو د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل او بل د افغانستان د بهرني سياست کنټرول، چې موږ ورته هېڅ وخت حاضر نه وو.» د ده په خبره په همدې خاطر یې یوازې پاکستان ته شل بېلابېل سفرونه کړي، خو د دغو سفرونو کومه ځانګړې لاسته راوړنه یې په مشخصه توګه یاده نه کړه.

نوموړي له راتلونکي غوښتنه وکړه، چې له امریکا او پاکستان سره دې په اړیکو کې محتاط واوسي او خپلو ملي ګټو ته دې پام کوي.

ښاغلي کرزي وویل، چې د پاکستان ملکي حکومت غواړي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري او په افغانستان کې سوله راشي، خو په خبره یې په پاکستان کې د ننه او له بهره د غرض لاسونه او فشارونه شته، چې نه پرېږدې ملکي حکومت له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغانستان ته سوله راشي او زیاته یې کړه ، چې نوازشریف د پاکستان یو ښه صدراعظم دی او زه امیدواره یم، چې هغه به له افغانستان سره د ښو اړیکو او سولې په برخه کې مرسته او هڅې وکړي.

کرزي وویل : افغانان غواړي، چې په افغانستان کې د بهرنیو او ګاونډیو منافع هم خوندي شي او د افغانانو هم خو په داسې شکل نه چې د هغوی منافع خوندي وي او د افغانانو ملي منافع تر پښو لاندې وي.

ده د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له افغان ولس نه مننه وکړه، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د ده له حکومت سره زیاتې ستونزې وګاللې.

کرزي چې پرون یې د خپلې کابینې سره وروستۍ ناسته ترسره کړه او نن یې د ارګ له مامورینو سره د خدای پاماني مراسم پر ځای کول، له افغانانو او بهرنیانو مننه وکړه، چې شاوخوا څوارلس کاله یې د ده حکومت ته غاړه کېښوده او په وینا یې، پر ده یې اعتماد کړی و او په پای کې يې وویل، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به ولسمشر اشرف غني احمدزی دلته د لوړې مراسم تر سره کوي او هم به له خپلې کابینې سره غونډې او ناستې پيلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

ائ خاین ملی! دیګر دهن مردار خود را بسته کن، به وطن غیر از بدبختی چیز دیګر نیاوردی، روز اول چرا نوکری وجاسوسی را قبول کردی، انوقت نه فهمیدی که نوکر هستی؟ بعد از چارده سال فهمیدی؟ فتنه ګر معامله ګر !
با اردوی صدسالهء افغانستان چه کردی؟ با جنرال های مسلکی وافسران مسلکی اردو چه کردی؟ با وطن پرستان حقیقی چه کردی؟ با نسل کُشی نتوانستی افغانهارا نیست کنی حال کدام چل دیګری را بازی میکنی؟ ای فتنه ما خوب شناختمیت! رنګت ګُم نامت منحل ، شکلت زیر خاک

Rahim popal

کرزیه اوس ضرورت نشته ستاد اخیرو ورځو د وطن پرستی ښکاره کولو ته لکه ما د ډیورنډ لیکه نه منل اویا امریکا صلحه نه غواړی د دی خبرو اوس ۱۳ کاله ناوخته دی. اوس دوی ډلی دی هغه ډله چه ستا په دوره کی ګټی کړی دی اوس هم تاته دیو مشر په سترګه ګوری دا یوه محدوده ډله ده پاتی ملت پوهیږی چه چا راوستی او دوهم وار د وطن د اشغال په حالت کی بیا تا څه وکړه داسی ظلمونه چه تر شاشجاع هم بدتر اوس ستا لپاره به دا ښه وی چه ژر ورک شی .

شاهد

مداری کرزی ، له دی خبری چه امریکا د سولی مخالفه ده ، اخره کی پوه شو ، دا خو د استثمارګرو فطرت دی چه د استثمارولو او غلامولو د پاره جنګونو ته اړه لری ، په سوله کی خو استثمار نه شی کولی ، سوله خو د اسلام سره ده دوی ځکه د اسلام سره نه پخلاکیدونکی دشمنی لری ، بیا کرزی دا خبره هغه وخت کوی چه د همدغه امریکا له خوا بیلونر شو ، دی خو څه چه د ده ټول ورونه لکه ولی کرزی چه د همدی سرمایی له امله ### شو د ده د اکازامن… نور لوستل »

فيضي

واي چي خوز نسي خبر به نسي وس اي عقل سرته رالي دا ١٣كاله كندياني او يتيمان دي وس زهن ته را له تا كم كار ونه كي كم قانون دي جاري كي رشوت زنا لوا تت ار بكيانو باندي خلك زو رول وس چي خا لي دول سوي وا امريكا يي ها هداف دا رد وس خداي ته وگوره يو دنر كار وكه و وايا چي دا ملك اشغال سوي وو زي په زوره را وستلي وم او دا د دو لت كم كسان چي دي دا دي نور غلامي پريدي كفارو ته نور زاي مه ور كوي ملت… نور لوستل »

فيضي

دگل مر جان زوي خو وس لا ناري وهي چي زه به د
خفل نيكه اوباما پريكره ليك امضا كم

شاهد

د نن ټکی اسیا درنو چلونکو السلام علیکم : زه ستاسی د دری واړو ټکو پټولو سره توافق نه لرم ، په اوله او دوهمه کی می ((( بیلونر ))) او ((( بیلونر ))) لیکلی ایا بیلونر لیکل کومه بده خبره یا کنځل دی ؟ او دریمه کی می ((( لواطت ))) کوم چه یوه مروجه کلمه ده دا کار شوی او کیږی یعنی د ا دظلم او غیر اسلامی عمل یادول که ګنه وی نو الله چ قران کی یاده کړی هم ګناه ده باید نه وی یاده شوی او بیا هماغه مو پرییښی چه ( د هلک سره… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x