نور پوځیانو ته اړتیا نشته!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل): جنوبي کوریا د ټیکنالوژي پیژندل شوې کمپنی سامسنګ د خپل هیواد سرحدونو ساتلو لپاره جنګي روبوټ جوړ کړ. دغه روبوټ به د شمالي او جنوبي کوریا په ګډه پوله ګزمه کوي.

دغه نوی جوړ شوی روبوټ د دوه میلو په فاصله هدف په نښه کوي او ډزې پرې کوي.

د دې روبوټ نوم ایس آر جي-۱ ایښودل شوي چې ۵.۵ ایم ایم درنه وسلې سربیره د لاسې بم اچولو وړتیا هم لري؛ خو پر هدف له ډزې کولو مخکې له خپل انساني افسر څخه اجازه اخلي.
دغه روبوټ د شمالي او جنوبي کوریا په ګډه پوله کې واقع یوه غیر نظامي سیمه کې دنده ترسره کوي او چې انسان وویني خپل مسؤل افسر ته راپور ورکوي او د اجازې په صورت کې په نښه شوي هدف ډزې هم کوي.

د دې روبوټ بیه دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) ډالره ټاکل شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د