نړۍ

پيښور کې د سرحدي پوځيانو پر کاروان سرتيري بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل):د خيبر پښتونخوا مرکز پيښور ښار زړه صدر کې د سرحدي پوځيانو «FC» پر کاروان سرتيری بريد شوی دی.

راپورونه وايي، چې د پيښور صدر بازار ته څېرمه د سرحدي عسکرو کاروان تېرېده، چې ناببره د يوې درنې چاودنې غږ واوريدل شو.

د پاکستاني چارواکو له قوله په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون څلور سرحدي عسکر وژل شوي او اتلس نوز ټپيان دي.

د پيښور د پوليسو مشر اعجاز احمد خان وايي، چې د سرحدي عسکرو پر کاروان سرتيری بريد کې تقريبا ۴۵ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کارول شوي وو.

د امنيتي چارواکو له قوله په ياد بريد کې د خالد په نوم يو لوړ پوړی جنرال هم ټپي شوی دی.

امنيتي ځواکونو له پيښې وروسته سيمه کلابنده کړې او د پېښې قربانيان يې د پيښور مرکزي «ليډي ريډينګ» روغتون ته لېږدولي دي.

ويل کيږي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x