که په ریاضي نه پوهیږئ، له خپلې موره شکایت کولی شئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل): دا به د ډیرو خلکو مشکل وي چې په مکتب کې به په نورو مضامینو ښه پوهیږي؛ خو د ریاضي له لاسه به کړیږي.

که تاسو هم دغه مشکل لرئ؛ نو له خپلې موره ګیله کولی شئ؛ ځکه چې د یوې نوې څیړنې په اساس هغه میندې چې په بدن کې يي د حمل په جریان کې د تايی راکسن (Thai pyroxene) هارمون کم وي؛ نو اولاد به يي په ریاضې کې کمزوری وي.

دغه څیړنه د هالینډ کې وې یو (KVU) پوهنتون ډاکټر مارټن فنکن کړی دی او ۱۲۰۰ ماشومانو له مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسیدلی دی.

ډاکټر مارټن د حمل په درېیمه میاشت د میندو په بدن کې د تايي راکسن هارمون مقدار اندازه کړ او بیا د پیدا شوي ماشوم څخه تر ۵ کلن کیدو وروسته د حساب ازموينه واخیسته.

له څیړنې څرګنده شوه په کومو میندو کې چې تايي راکسن هورمون کم و؛ نو ماشوم یي ۹۰٪ ریاضې کې کمزوری و. بریتانوي پروفیسر جان لازارس د دې موضوع روښانه کولو لپاره وویل چې د حمل په لومړنیو ورځو کې د ماشوم بدن دغه هورمون نشي تولیدولی او یوازې د مور په دغه هورمون بسنه کوې.

جان لازارس وايي چې آیوډین د تائي راکسن ښه منبع ده، چې په شیدو او کبانو کې په زیاته اندازه پیدا کیږي. ډیرې میندې له دې خوړو څخه بې برخې وي.

جان لازارس وویل چې د آیوډین ضرورت د حمل په لومړنیو ورځو کې زیات وي؛ نو په همدې اساس امیدواره میندو ته باید شیدې، کبان او نور آیوډین لرونکې خواړه ډیره ورکړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د