نظــر

دملي نفاق سمبول، د سید سعید لیکنه

ahmad_shah_masoodدروان کال دسپټمبر نهمه دافغانستان  دقسم خوړلي دښمن ( احمدشاه مسعود) دمړیني لسمه کلیزه ده، نوموړی لس کاله وړاندي په همدې ورځ دتخار ولایت په خواجه بهاو الدین کي  د دوو تنو چي ځانونه یې ژورنالیستان معرفي کړي وو له خوا د خپلو ځانونو سره یوځای والوزل شو او افغان ولس یې له شر وشوره په امن شو.

دامریکایې یرغل له برکته همدې ملي خاین ته دملي اتل لقب ورکول شو

کنې کابلي ماشومانو «دشیر پنجشیر، روبایې کابُل، بزُ شادګل» په القابو نازاوه .

په ډیر تأسف سره چي دتېرو لسو کلونو راهیسي دملت دقاتل – مقتول دمړیني ورځ (دسپټمبر۹مه ) دشهید په نوم یادیږي اوهر کال په خورا شاندارو مراسمو لمانځل کیږي .

احمد شاه مسعود د شورای نظاراو شمالي ټلوالي هغه سرغنه سرلاری ؤ چي استادان او شاګردان به یې هیڅ کله هم تشه ډکه نکړای شي ، ځکه هغه دمجاهد تر ماسک لاندي شعله یې + ستمي + پرچمي = دمتضادو اشیاو اسلام او افغان دښمنه ګډوله وه، هغه که د «کي جي بي » مامور ؤ نو د «سي آي اې » تنخوا خور هم ؤ، که د موساد همکار ؤ نو د ایراني اخندانو د پیسو کڅوړي هم پریمانه ورته رسیدې ، که دګران هیواد افغانستان تجزیه نګار ؤ نو د تاجکستان بزګ موسس هم ؤ!!، دغه راز هغه دکابل ورانونکی ، د افغان ملت وژونکی ، د سپېڅلي جهاد بدنامونکی ، دخپلي مور (خاوري) پلورونکی هم ؤ.

مسعود دقدرت او چوکۍ میني داسي مجنون کړی ؤ چي د ترلاسه کولو لپاره یې دهر زر لرونکي او زبرځواک غیږي ته ځان غورځاوه او د هغوی دغلامۍ کړۍ یې وغاړي ته اوچوله  ، د روسانو پر ضد د افغان ولس د جهاد پر مهال یې د کرملین سره ایتلاف ته پر اختلاف ترجیح ورکوله ، د خورا موثقو منابعو په حواله د شوروي پوځونو امنیت یې ساته دهغوی دپوځي او لوژستیکي کاروانونو په رسولو کي یې پوره همکاري کوله ، عیني د شوروي عسکرو په شتون کي یې د مجاهدینو سره وسلوالي نښتي کولې او د خپل نفوذ څخه په استفاده یې دجهادي تنظیمونو په منځ کي د کرکي او نفرت تخمونه پاشل چي ګټه یې دافغانستان ټولو دښمنانو او په ځانګړې توګه نیواکګر شوروي ته رسیدله اوتاوان یې دافغان ولس د اوږو دروند او لوغړن بارؤ.

دکمونستي رژیم دنسکوریدو وروسته یې کابل چور کړ شخصي اودولتي شتمنۍ یې غلا کړې ، دولتي موټران ، ټانګان او نور ډول ډول محاربوي ، ملکي او اداري وسایط، اجناس او نور اړین توکي حتی چوکۍ ، میزونه اوغالۍ یې هم غلا او پنجشیر ته انتقال کړې .

څه مات وکړوپ شیان یې چي په کابل کي دخپل ژوند د اسانتیا لپاره ساتلي ووهغه یې بیا هغه مهال پنجشیرته یووړل چي طالبان دکابل دروازو ته ورسیدل .

دسپټمبر دیوولسمي په بهانه چي امریکا پر افغانستان یرغل وکړ د شیر پنجشیر مریدانو او استادانو ته یو وار بیا د چور او تالان ، قدرت او وحشت زمینه مساعده شوه دتهران اوکولاب دخوبونو تعبیر یې په روڼو سترګو ولید خو دا ځل په دومره توپیر سره چي مخکي یې روسۍ او ایرانۍ وسلې پرخپلو مخالفینو استعمالولې او دا ځل یې بیا د بي ۵۲ ډوله او ایف ۱۶امریکایې الوتکو او کروز توغندیو تر وزرونو لاندي د هیواد پر رښتینو بچیانو بریدونه کول او دهغوی دژوبلیدو او شهیدیدو څخه یې خوند اخیست ، کوم مجاهدین چي ورسره اسیران شوي وو هغوی یې پر خپلو بادارانو خرڅول اوکوم کسان چي به یې نه ځني رانیول هغوي یې په کلونو کلونو په زندانونو کي ساتل څو چي کورنۍ یې مجبوري شوې چي دنیکونو او پلرونو هډونه (کور او پټی) وپیري اوخپل مظوم بچي د ظالمانو له منګولو ازاد کړي .

ډیموکراسي هم عجیبه نخرې اوکانې کوي ملي خاینان یې ملي اتلان کړل اواتلان یې راته په خاینانو ونومول ، خپلواکي یې په بلواکۍ راتعویض کړه اوبلواکي یې په خپلواکۍ تعبیر کړه ،ازادۍ ته یې دغلامۍ نوم ورکړ او په غلامۍ یې دازادۍ جامې واغوستلې .

هوعجیب تصادم اوغریب تصادف !.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x