ادبي لیکني

دکیږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

محمد انور عليمي   

دکیږدۍ ادبي بهیر خپله اونيزه ناسته دپکتیکا پوهنتون په تدریسي ودانۍ کې د شنبې ورځ دماسپښین په دوه بجې دوږي په نهه ویشتمه ترسره کړه، دکیږدۍ دریمه ناسته دقرانکریم دمبارکو ایتونو په خواږه تلاوت محمد ذاکر ذاکري پیل کړه دویاند حمیدالله حمیم په غوښتنه مصطفی مدت خیل دمشرمیلمه او عبدالرازق بینوا دکوربه په چوکیو کښیناستل دتیري او ني راپور محمد انور علیمي دکیږدۍ ګډنوالو ته وړاندي کړ راپورځینو جملو او ترکیبونو دستاینې خولې ته ورکړ خو دویلو  طرز يې ګډونوالو ښه ونه ګاڼه دادبي درس شیبې رارسیدلې وې ویاند محمذاکر ذاکري دریځ ته وغوښت ذاکري د(دلنډي کیسې تاریخچه ) دادبي درس لپاره ترتیب کړې موضوع په غونډه کې ناستو کسانو ته وړاندي کړل  معلومات يې ښه او ګډونوال پرې خوښ بریښیدل خو دماخذ په نه لیکلو سره دانتقاد کوتې ور اوږدې شوې دګډونواول پوښتنو ته يې په زړه پوري ځوابونه وویل .

ضیاالرحمن زم زم  خپل شعرکره کتنې ته وسپاره چې  لومړی بیت يې داسي وو

دارمانو دتار په څوکه کې پېیم زنده ګي

لکه سپرغۍ له سرو اورونو سره وړم زندګي

بینوا دخبرو وار واخیست ويې ویل سپرغۍ له اوره ځي  اور له ځانه سره نه وړي نوموړی ترکیب يې ناسم وباله  او زیاته يې چې د (ارمانو) جمعه باید په ارمانونو شوي وای شیرمحمد مهد که دبیت لومړۍ نیم بیته داسي وای لابه ښه معلومیده ( زه دارمان دتار په څوکه کې پیم زندګي )  ددې ترڅنګ يې په بیت کې ناکسي او نادري تشبه ګاني هم موجودي وبللې  دشعر دویم بیت داسي پیل شوی وو

ستاد ښایست  دګلابونو دبقا په خاطر

پروايي مه کوه جانانه که بایلم زنده ګي

رحمت الله حکیمي بیت روان ، موزکال او الفاظ يې لنډ وبلل دبیت خطابي حالت مهد وستایه او ويې یل چې په دې الاتو کې بیت دمنثور فلسفې ته رسیږي زیاته کړه دبیت دواړه نیم بیتي معنا شندي په همدې اساس استدلال هم ورته وایو  دکره کتنې شیبو تر دریم بیته راوروسولو .

اوس مې دجنګ توري بلا ته غوړولې لومه

او به که خدای(ج) کړل له ټوپکو نه ګټم زنده ګي

حکیمي دښه پیغام په لرولو سره بیت الغزل وباله ګډون وال ورسره یوه خوله شول مهد وویل بیت ټولنیز او لفظي ښکلاو ښایسته کړی ځکه لفظي ښکلاوي دشعر لپاره دانسان په بدن جامو ته ورته دي بینوا جنګه له توري بلا سره یوښه تشبه وبلله توري بلاپه لومه کې شکیل کیدل خلګ دنجات لور ته بیايي دشعر څلورم بیت داسي وو

که ته دوصل دارمان په دار ځړیږې زه هم

دبیلتانه په لور په تاپسي رېبم زنده ګي

شیرمحمد مهد وویل ایهام یاتوریه صنعت په کې موجود دی ځکه ټول يې په وهم او ګومان کې واچول او دوصل ارمان يې له دار سره تشبه وباله خو حکیمي دبیت ګونګوالي ته ګوته ونیوه چې دواړه دوصل په تمه او بیاخپله زندګي ریبل خوبیايې دشاعرهدف سختي وګڼله دمهد بیاپه بیت کې دبیلتانه لور یوښه ترکیب وګاڼه  چې داډول تریکیبونه دولسي خلک په لنډیو کې هم ډیر یادشوي  دکرکتنې خوږي شیبي لارواني وې چې ویاند دشعر لیکوال ضیاالرحمن زم زم ته بلنه ورکړه زم زم له ټولو ګډونوالو مننه وکړه خوښ معلومیده چې ځینې نیګړتیاوي ورته په ګوته شوې او دلومړي بیت لومړنۍ نیم بیته يې دمهد په وینا د(زه دارمان دتار په څوکه کې پېیم زندګي ) وټاکله دغزل دویم بیت ورسته له هغه بیت الغزل وبلل شو چې شاعر دجانان خطاب وطن ته کړی وو دګډونوالو مثبت انتقادونو او شاعر کلک غبرګون ترمشاعرې پوري راورسولو شاعرانو خپل شعرونه دکیږدۍ ګډونوالو ته ور واورول دتیر په څیر دیادي ناستي دارزولو لپاره شیر محمد مهد بلنه ورکړل شوه او دراتلونکي ناستي ته دکرکتنې لپاره سیدالله احمدي دلنډي کیسې راوړلو او محمد انور عليمي دادبي درس  لپاره دادبي راپورتاژ ،سفرنامې او ژورنالیستیک راپور تاژ ترمنځ توپیر چمتو کولو ژمنه وکړه اوغونډي ته رحمت الله حکیمي ددوعايې په ویلو دپای ټکی کېښود.

په درنښت

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x