نړۍ

اسلامي دولت: که امريکا او ملګري يې دومره توريالي وي، ځمکنۍ جګړې ته دې راميدان ته شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل): د عراق او شام اسلامي دولت ويلي، چې امريکا او ايتلافيان يې که رښتيا دومره توريالي وي، نو دوی سره دې ځمکنۍ جګړې ته وراميدان ته شي.

د عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ څلويښتو هېوادونو د امريکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي او غواړي، چې د هوايي بريدونو او بمباريو پر مټ اسلامي دولت له منځه يووسي.

د اسلامي دولت وياند شيخ ابو محمد العدناني په تازه ويډيويي وينا کې ويلي، چې امريکا او ټول ايتلافيان يې يوازې د دوی پر ضد هوايي بريدونه کولای شي او هيڅکله د ځمکنۍ جګړې توان نه لري.

عدناني وايي، چې «دوی د امريکا او ايتلافيانو د ځمکنيو عسکرو مقابلې ته تږي دي او که دغه عسکر له دوی سره په جګړه کې مخامخ شول، نو ټول به شل، شوټ او ليوني بېرته خپلو هېوادونو ته تښتي»

د اسلامي دولت وياند وايي، چې امريکا خپلو پلويانو او اجير عسکرو ته هر څومره وسلې، موټر او نور وسايل لېږلای شي، ودې لېږي؛ ځکه چې دا وسلې به ډېر ژر د اسلامي دولت لاسونو ته د غنيمت په توګه پاتې شي.

اسلامي دولت دا ويډيويي وينا په داسې حال کې خپره کړې، چې امريکا او ايتلافيانو يې نن سهار د عراق او شام يو شمېر سيمو کې د اسلامي دولت پر مرکزونو لسګونو هوايي بريدونه کړي او لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x