نظــر

دروغګوی حافظه ندارد!

burhan_rabbaniشاهد غزنیوال

د تیرې سه شنبې په  ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ښاغلي  استاد برهان الدین رباني په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا په مهال په طالبانو توندې نیوکې وکړې او هغوئ يي دده په وینا یوه ناورین رامنځته کوونکې ډله وبلل.

دتیرکال له اکتوبرنه چې کله ښاغلی  استاد  په اصطلاح دافغانستان دسولې دعالي شورا دمشر په توګه ټاکل شوی 

له  همدغو طالبانو سره چې دی یې ناورین رامنځته کوونکې ډله بولي  دتماس او پخلاکیدلو ډیرې منډې ترړې کړې  تر دې چې  دتیر جون په میاشت کې  داستاد کورودانې آغلې  ميرمن ظاهره رباني هم دخپل خاوند دماموریت دبریالیتوب لپاره له طالبانو سره دمخامخ خبرو چمتو والی اعلان کړ، خوداستاد له  بده مرغه چې  د ده او کورودانې له دغو ټولو هلو ځلو سره له طالبانو سره لیږترلږه دیوه عادي ملاقات  ویاړ هم  نشو ورپه برخه.

 

که څه هم  چې ښاغلی استاد دسولې دعالي شوراد مشر په توګه  داخبره نه مني  چې ګواکی دی   له طالبانو سره  دپخلاینې  په ماموریت کې پاتې راغلی ؛بلکې دتیریوه کال په جریان کې یې  دخپل  هر رسمي سفر او هرې رسمي غونډې  په پای کې له  طالبانو سره دلیدو کتو او سولې په لاره کې  دمثبتو لاسته راوړنو ادعاګانې کړې  اودغه  کاريې دځان لپاره یو(دست آورد بزرګ ) بللی  .

دروان کال دمی په میاشت  کې چې کله  دطالبانو اومریکایانو ترمنځ  دمذاکراتو اوپټ پټاني  اوازه توده  شوه نو استاد ورباندې  ډیرګیله من وه چې ولې  دی دسولي دعالي شورا دمشر په توګه   ددغو سري ملاقاتونو له ویاړه بي برخې شو.

له دې ماسیواهم   ښاغلي استاد همدغه طالبان  یو مهال دسولې  پرښتې  بللې او د دوئ تحریک يې  دیوه خود جوشه  مردمي جریان په نوم یادکړی وه ،خو هغه وخت چې  ده په طالبانودسولې اونجات  دپرښتو لقب لوراوه  هغوئ  دده دبیواکه خلافت  دستر حریف  حکمتیار له ځواکونو سره  په مقابلې بوخت ول .

همداراز ښاغلي استاد  دسولې  دعالي شورا دتأسیس  په لومړیو ورځوکې  طالبانوته د (برادران ناراض) خطاب کاوه  او له هغوئ سره یې  دسولي  او پخلاینې په ټولو ممکنه لارو ټینګار کاوه  ، او هغه  هم  په دې خاطر چې دامریکایانو  له لوري دسولې  دعالي شورا په نوم  ځانګړي شوي یو سل او لس ملیونه ډالره  دطالبانو دپخلاینې په نوم حیف ومیل کړي .

اوس   چې  استاد هماغه دسولې پرښتې  او (خودجوشه  مردمي حرکت ) ( به يک جنبش فاجعه‌آفرين )بدل کړ دسړی سوچ په دې کې  شي چې استاد بیا څه شي ته سترګې  پټې کړې چې په  داشاني سپکوسپورو یې لاس پوري کړی .

ځکه  هغه دپښتو متل له مخې ( پشي کله هم  دخدای لپاره موږک نه نیسي)  استاد دخپلې ټولې اپرچونیستي سابقې له مخې  له خپل شخصي اوتنظیمي مفاد نه سیوا کله هم  هسي خوشي په خوشي  چاته ښه او بد نه دي ویلې  .

دابه وروسته  څرګنده شي چې  داستاد  د دغې  هیستیریايي  وینا ترشا څه انګیزې او لامولونه پټ دي  ،خو داوس لپاره  ښايي  دومره ګټه ورته وکړي  چې سبابه   د (دهمین سالگرد شهادت قهرمان ملی!!!) په مراسموکې  دهمدغه طالب ضد وینا له امله یوځلې بیا  دامیر جهاد و مقاومت  مردم افغانستان  تشریفاتي  نومونو  ورترغوږ شي   او دی اوس په داسې موقعیت کې دی   چې  همدغه تشریفاتي نومونه هم   ورته  لوي انعام  ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x