نظــر

دغزني په زندان کي یوبندي دزخمونو له امله په شهادت ورسید

لیکوال: قاري یوسف احمدي

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د غزني زندان يو تن زخمي بندي دوه ورځي مخکي د غزني په روغتون کي په شهادت رسيدلی دی .

غازي محمد د حاجي صاحب جان زوی د غزني ولايت د ګېرو ولسوالۍ د موسی خېلو دکلي اوسېدونکی وو چي  دوه نيم کاله مخکي وحشي امريکايانو د يوې چاپې په ترڅ کي نيولی وو او وروسته يې د مزدور رژيم وحشي چارواکو ته سپارلی وو، نژدې يو نيم کال مخکي چي کله د غزني زندان ظالمو چارواکو پر مظلومو بنديانو ناتاره ډزي وکړې او د دريو تنو بنديانو د شهيدلو تر څنګ يې يو شمېر نور زخميان کړل ؛ شهيد غازي محمد هم په دغه پېښه کي سخت زخمي سو ، له تېر يو نيم کال راهيسي د غازي محمد کورنۍ هڅه کول تر څو دده د زخمونو علاج وسي او يوه مناسب روغتون ته ولېږدول سي خو وحشي چارواکو دده دسمي تداوۍ اجازه نه ورکول ، پدې وروستيو کي د غزني روغتون ډاکټرانو څرګنده کړېوه چي دوي د غازي محمد د تداوۍ وس او امکانات نلري او بايد بندي مريض کابل ته انتقال کړل سي خو بيا هم ظالمو چارواکو کابل ته دده له انتقال سره مخالفت وکړ او زخمي بندي يې همداسي په نازک حالت کي په پوره بې پروايي سره بې له معالجې پرېښود چي په نتيجه کي يې نوموړی مظلوم بندي دوې ورځي مخکي  ( د سپټمبر ۲۱ ) په غزني روغتون کي ساه ورکړه او خپل حقيقي مالک او عادل ذات جل جلاله ته يې خپل مظلوميت او د زخمي بدن پرهرونه له ځانه سره يووړل.

له دې  وړاندي د مئ مياشتي پر۲۹ نېټه د کاپيسا په محبس کي يو تن مظلوم بندي حبيب الرحمن د چاوراکو په يوه پلان سوې دسيه کي په شهادت رسيدلی وو او د همهغي مياشتي پر ۲۵ نېټه بيا د کندهار ولايت د مرکزي زندان بندي عزت الله چي د کندهارولايت ددامان ولسوالۍ اوسېدونکی وو د وحشي عسکرو او خاديانو د سختو وهلو له امله په ميرويس روغتون کي ساه ورکړې وه .

د افغانستان اسلامي امارت پداسې حال کې چي په هيواد کي له بنديانو سره پر ناوړه چلند ، ظلمونو او ترينګلي وضعيت سخت اندېښمن دی ؛ له نړيوالو بشري ادارو ، سور صليب او نورو ازادو بنسټونو څخه غوښتنه کوي تر څو د دغه ډول  پېښو په اړه جدي پلټني وکړي او له بې دفاع بنديانو سره د  بشري رسالت او انساني خواخوږۍ له مخي خپل ملاتړ څرګند کړي .

قاري محمد يوسف احمد د اسلامي امارت وياند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x