نظــر

افغانستان؛ بل بون او بل وېش

لیکوال: ذاکر جلالي

دیارلس کاله وړاندې کله چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو پر افغانستان یرغل راووړ او د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ځواکونو پر مټ یې افغانستان لاندې کړ، یو شمېر پخواني سیاسي اړخونه یې د جرمني بون ښار کې سره راغونډ کړل. هلته که څه هم نور اړخونه هم وو، مګر اصلي لوبغاړي دوه وو: د روم بهیر (د پخواني پاچا ډله) او د متحدې جبهې استازي. د افغانستان سیاسي برخلیک او د واک وېش د همدغو دوو اړخونو ترمنځ –لکه د اوس په څېر- د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې، بلکې د هغوی په حکم ترسره شو. هلته ولسمشري د روم بهیر ته ورکړل شوه، چې بیا حامد کرزی د روم بهیر او امریکایانو په ګډه هوکړه د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو. د پاتې نورو څوکیو او وزارتونو تقریباً غوښنه برخه یې متحدې جبهې ته ورکړل شوه. حتا درې کلیدي وزارتونه سره د ملي امنیت ادارې د یوې ولسوالۍ څلورو تنو ته ورکړل شول. د بون غونډه او هلته بیا د واک وېش تر یوه وخته افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي کریډیټ بلل کېده؛ مګر ابراهیمي بیا کلونه وروسته د بون د ناستې پر ناکامۍ اعتراف وکړ.
په هر صورت، نن چې د افغانستان د تر ټولو اوږدو ټاکنو او شپږ میاشتینیو ټاکنیزو لانجو او پای کې د دغسې یوه حکومت منځ ته راتګ ته سړی ګوري، نو د پېښو تسلسل تر ډېره د لومړي بون له ناستې سره شباهت لري. دلته هم که ډاکټر اشرف غني په لویه کې راونیسې، د روم بهیر استازی ګڼل کېدای شي او رقیب یې ډاکټر عبدالله عبدالله خو څرګنده ده چې لا هم د پخوانۍ متحدې جبهې له غړو څخه بلل کېږي. یو بدغونی تفاوت شاید دا وي، چې هلته د متحدې جبهې استازو په تېره عبدالله عبدالله د وخت د ولسمشر، استاد رباني څنګ ته کېدو او د حامد کرزي راوستو ته ډېر لېواله وو؛ مګر اوس د دوو تقریباً متخاصمو ډلو ترمنځ واک وېشل کېږي. اوس د افغانستان د حکومت د چارو واګي دوو داسې ډلو ته ورکول کېږي، چې د دوی ترمنځ روغه جوړې ته د جان کېري د څو ځلي سفرونو اړتیا وه. داسې روغه چې د وروستي هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال دوو نوماندو لږ تر لږه هغه ديپلوماتیک نزاکت هم ونه شوای ساتلای او یوه بل ته یې ظاهري مسکا هم ونه شوای کړای.

د یوې لانجې پای، د یوه کړکېچ پیل

په ښکاره خو نوره د ټاکنو لانجه ختمه بویه؛ مګر موږ د یوه پای او یوه بل پیل په درشل کې یو. د یوه نېک شګونه پای او یوه بدغوني بیل پر وره پل ږدو. داسې پیل، چې د لومړي بون نه د منځ ته راغلي نظام خامۍ او انارشۍ به د ولس هېره شي.
په لومړي بون کې امریکایانو هم افغانستان لپاره په زړه کې یوه ځانګړې جذبه پالله. هغوی هم ګومان کاوه چې نوره نو کيسه ختمه ده. مګر نن د افغانستان جګړې امریکایان هم دومره ستړي کړي، چې د یوې مشخصې ستراتیژۍ لاره یې ترې تروړلې ده. نن امریکایان هم هغه پرونۍ جذبه کې نه دي. له بلې خوا د امریکا د متزلزل دریځ سره سره، دلته د دوو داسې کسانو په «مساوي» ګډون سره حکومت جوړېږي، چې میاشتې میاشتې يې یو پر بل نیوکې وکړې، نه یوازې نیوکې، بلکې ډېری وخت یې د نیوکو پر مهال پر اخلاقي نورمونو هم پښې اړولې.
سربېره پر دې، اوس د ټاکنو په پایله کې دوو داسې ډلو ته د حکومت چارې سپارل کېږي، چې هره یوه یې ځان تر بلې مشروع او د ولس استازې ګڼي. دا چې د ټاکنو کمېسیون هېڅ یوه ډله بریالۍ او ناکامه ونه بلله، ښيي چې مشروعیت لا هم ناجوت دی. په دې حکومت کې هم لکه چې «مشروعیت د دواړو دی او د هېڅ یوه هم نه دی!» د واک اوسنی وېش به ځکه د لومړي بون له وېشه بدغونی وي، چې هلته هرې ډلې ټپلې پر خپلې برخې شکر وېسته او د ولسمشر منندوی به وو؛ مګر دا ځل هېڅ ډله ځان د مقابل لوري پوروړې نه ګڼي. هره ډله مشخص پوسټونه خپل مشروع او قانونی حق ګڼي. دلته هېڅوک تصور نه شي کولای چې د مقابل ټیم چارواکي دې د ولسمشر خبرې ته په درنه وګوري. تېرو لانجو ته په کتو سره، راتلونکی حکومت به د شخړو او لانجو یو تسلسل وي. په هره پېښه کې به بیا ښاغلي کېري د «منصف حَکم» رول لوبوي، داسې حَکم چې هېڅوک یې له پرېکړې بغاوت نه شي کولای!

دلته ټاکنو ډیموکراسۍ ښخه کړه!

د ډیموکراسۍ هغه ريښه او بنسټ ډبره د ولس رایه ده. حاکمیت د خالق پر ځای د ولس حق ګنل کېږی. د ولس له ارادې او خوښې هېڅ پورتنۍ مرجع نه شي مطرح کېدای. مګر په افغانستان کې همدا ټاکنې د ډیموکراسۍ د ناکامۍ او مسخره کېدو لامل شوې. دلته تر میاشتو لانجو وروسته دوې داسې ډلې د واک پر ګدۍ کېني، چې تر پرونه یوې بله درغلګره بلله او بلې بیا خپل حریف قانون ماتوونکی ګاڼه. دا شاید د نړۍ په ډیموکراسیو کې بې‌سارې پرېکړه وي، چې هم کامیاب او هم ناکام د یوه حکومت برخه شي. د دې پوښتنې ځواب هېچا سره نه شته، چې ولس چاته رایه ورکړه، څوک وټاکل شول؟ اوس دا یو کلتور شو، چې راتلونکو ټاکنو کې به هره ناکامه ډله د ګواښونو په پای کې د حکومت برخه شي.

لانجمن راتلونکی

تر پرونه چې لا نه امتیازات وو، نه څوکۍ او مقامونه وو، دوی سره وخوړل، د یوه او بل سپکاوي يې وکړل، د نارنجي جنجالونو اخطارونه يې سره ورکړل؛ سبا چې د واک خبره مطرح کېږي، د قدرت وېش خبره رادبره کېږي، امتیازات منځ ته راځي…هلته به بیا لانجې نه وي؟ دا به څومره مسخره حکومت وي، چې د یوه حکومت لانجو ته بیا جان کېري راځي او د مدیر او مامور، ولسمشر ا اجرايي رئیس ترمنځ د «ثالث خیر» رول ولوبوي.
هېڅوک د راتلونکي نورمال حکومت وړاندوینه نه شي کولی. د راتلونکي نظام لانجې او په نظام کې دننه رقابتونه او ټکرونه به په یوه احتمال سره ان د حکومت دوام تر پوښتنې لاندې کړی؛ ځکه که د همدغو دوو ډلو هره یوه له حکومته د وتو ګواښ وکړي، هلته بیا د پاتې ډلې حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي. اوسنی ګډوله حکومت تر ډېره د پارلماني نظامونو هغو ایتلافي حکومتونو ته ورته دی، چې له څو ګوندونو تشکیل شوی وي او د هر ګوند په پرېکون سره د لومړي وزیر پر حکومت زلزله مسطله شي. دلته هم ځکه همداسې یو حالت راتلونکی دی، چې د ټاکنو کمېسیون دواړه ډلې د ټاکنو لومړی او دویم ګټونکي بللي دی. دلته هېڅ یوه ډله د بشپړ مشروعیت ادعا نه شي کولای.

د سولې ناجوت برخلیک

افغانستان د جګړې په حال کې هېواد دی. دلته له هر راتلونکي حکومته د سولې په تړاو د یوه څرګند دریځ هیله کېدای شي. په راتلونکي ایتلافي حکومت کې تر بلې هرې هیلې د سولې هغه ډېره غیرعملي برېښي. افغانستان کې دوې داسې ډلې یو حکومت جوړوي، چې د سولې او ملي روغې جوړې په اړه یې لیدلورې متفاوت څه چې متضاد دي. تېر حکومت کې چې کوم اړخ د اپوزیسیون له ادرسه د ولسمشر حامد کرزي د سولې پر سیاستونو نیوکې کولې، دا ځل هماغه جهت د حکومت یو مهم اړخ، بلکې نیم حکومت دی. هلته یې یوازې نیوکې کولای شوای. دا ځل کولای شي، چې عملاً د سولې په تړاو د هر هیله‌بښونکي اقدام مخنیوی وکړي. کنه د ډاکټر اشرف غني په ټیم کې د ډاکټر قیوم کوچي په څېر شخصیت شتون شاید کولای شوای، چې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د یوه معتمد قاصد رول لوبولای وای؛ مګر کله چې حکومت او رهبري د سولې معنا له تسلیمۍ سره بیا بدله کړي، هله بیا سوله د یوې هیلې په حد کې پاتې کېدای شي.

د دغو ستونزو په پام کې نیولو سره د اشرف غني حکومت تر حامد کرزي ډېر هیله‌بښونکی نه شي ثابتېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x