افغانستان

سنګين ولسوالۍ سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ سقوط سره مخ ده.

د سنګين ولسوالۍ قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د دولتي چارواکو واک يوازې د ولسوالۍ تر مرکزه محدود دی او پاتې نورې سيمې د طالبانو واک کې دي او که مرکزي دولت د سنګين ولسوالۍ امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي نعمت پوپل نن سه شنبه رسنيو او قومي سپين ږيرو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سنګين ولسوالۍ دوولس امنيتي پوستې طالبانو نيولي او غواړي د سنګين په ګډون د هلمند پر څلورو ولسواليو پراخ وسله وال بريدونه وکړي.

د نعمت پوپل په وينا طالبان هوډ لري، چې پر ګرمسېر، خانشين، ناوې او سنګين ولسواليو پراخ بريدونه وکړي او دغه سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

بل پلو د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د سنګين په ګډون ټول هلمند ولايت کې دوی د طالبانو پر وړاندې غښتلي دي او طالبان نشي کولای، چې هلمند ولايت کې خپل نفوذ زيات کړي.

د هلمند ولايت قومي مشران د امنيتي چارواکو دا دعوې ردووي او وايي، چې د سنګين په ګډون د هلمند ډېرو سيمو کې د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او امنيتي چارواکي يې پر وړاندې هيڅ وس او توان نه لري.

د سنګين ولسوالۍ خلک وايي، چې ولسوالۍ د سقوط په درشل کې ده او که مرکزي حکومت ژر تر ژره دغې ولسوالۍ ته تازه دمي عسکر راونه ليږي، نو سنګين ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاسو ته ولويږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x