
فارن پاليسي: اجرايوي مشر به واک او صلاحيتونو کې د ولسمشر تابع وي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې لومړۍ، ۱۳۹۳ل): له امريکا خپريدونکې نړيوالې «فارن پاليسي» مجلې په خپله تازه ګڼه کې د ټاکنيزو ناندريو او د هغې په نتيجه کې د ايتلافي حکومت پرېکړې ته د رسيدو په اړه د مشهور امريکايي ليکوال «سيمن انګلور» يوه تفصيلي ليکنه خبره کړې ده.
د څو مياشتو پرله پسې لانجو، ناندريو او د امريکا او نورو بهرنيو هېوادو په هڅو دواړه لوري د ايتلافي حکومت په جوړيدو سره سلا شول.
ليکوال زياتوي، چې د اجرايوي شورا مشر څوکۍ د افغانستان په اساسي قانون کې نشته او هغه خبرې، چې رسنيو او د خلکو له خولو اوريدل کيږي، حقيقت سره هيڅ اړخ نه لګوي.
اجرايوي مشر، د قانون له مخې د صدارعظم په معنا دی، مګر افغانستان د نوي ايجاد شوي اجرايوي پوسټ واک او ځواک د ولسمشر تر غوښتنو پورې تړلی، چې د اجرايوي شورا مشر ته واک او صلاحيتونه ورکوي او که د يو سلارکار په توګه يې له ځان سره ساتي.
فارن پاليسي ليکلي، چې اجرایوي مشر به په هيڅ پرېکړه او واک ازاد نه وي او په هره دولتي چاره کې به ولسمشر ته مسؤول وي.
فارن پاليسي د نوم له يادولو پرته د يو لوړپوړي چارواکي له قوله وايي، چې د اجرايوي مشر واک او صلاحيتونه به د ولسمشر له لوري ټاکل کيږي او هر وخت چې ولسمشر غواړي، د اجرايوي شورا مشر له دندې لرې کولای شي.
کتوونکي وايي، چې د راتلوونکي ايتلافي حکومت بريا او ناکامي د دواړو مشرانو په رويې او تعامل پورې اړه لري، چې اداري کارونو کې يو بل سره اخلاص او د ستونزو په هوارولو کې يو بل سره لاس کوي او کنه.
د شننونکو په اند د راتلونکي حکومت ژوند ډېر ترينګلی ښکاري، ځکه چې دواړه لوري د افغانستان او اداري کارونو په اړه ضد او نقيض دريځونه لري.