نظــر

دولسی جرګی څخه شړل سوی غړی دحیثیت اعاده کول غواړی!

afghan_parimentولسواکی د یوملت اسلامی، انسانی اومدنی حق دی دنړی ډیرملتونه خپل مشران او دپارلمانونو غړی د خپلو ازادو ټاکنو دلاری ټاکی او دا واقیعآ يوه کامیابه تجربه ده چی هر څوک خپل ځان دقدرت په ټولو پوړیو (مقاماتو) کی لیدلای سی او کوم سیاسی نظام چی دخلکو دټاکنو په نتجه کی رامنځ کیږی ملت ته دمنلو وړ وی او هدارنګه نړیوال مشروعیت لری.

دافغانستان خلکوهم دنورو ملتونو دخلکو پر پله پل کښیښود اود افغانستان د ولسمشری او دولسی جرګی دغړو دټاکلو لپاره ئی د ټاکنو قوانین جوړ اوجاری (نافذ) کړل او همدارنګه ئی د ټاکنو دقوانینو په رڼا کی دټاکنو مستقیل او دټاکنو دشکایاتو کمیسونونه وټاکل او په خپل کار ئی پیل وکړ. په افغانستان تراوسه دوه ځله دولسمشری لپاره اودوه ځله هم دولسی جرګی لپاره ټاکنی ترسره شویدی چی هر واردی ټاکنو دځان سره یوه سلسله جنجالونه او ستونزی لرلی.   د ۱۳۸۹کال د وږي د ۲۷ نیټې د ولسي جرګې لپاره ټاکنو په افغانستان کی دخلکو توجو هغه وخت ځانته راواړوله چی په ټاکنو کی ددرغلیو هنګامه خپره سوه او ولسمشر د درغلیو د ثابیتولو لپاره یوه خاصه محکمه جوړه کړه.

کله چی دټاکنو مستقیل کمیسون بریالی کاندیدان اعلان کړل ناکامو کاندیدانو ته دمنلو وړ نه وه اوخپل شکایتونه ئی لوی څارنوالی ته وسپارل چی په نتجه کی دخاصی محکمی په حکم ۶۲ بریالی کاندیدان ناکام او۶۲ ناکامه کاندیدان بریالی اعلان سول چی دولت ئی دیو لوی بحران سره مخامخ کړاوولسی جرګه په دو برخو یعنی دقانون څخه دحمایت ډله او داصلاح طلبانوډله وویشله چی ددی ډلو ترمنځ دتقابل په نتجه کی دولسی جرګی  ټولی چاری په ټپه ودریدی. دافغانستان ددولت ددریو قواو (حکومت‎، قضا او پارلمان) تر منځ دهری ورځی په تیریدو تاوتریخوالی زیاتیدی  حتی دنوموړو قواو ترمنځ بی اعتمادی تر دی حده ورسیده چی یو او بل ئی په رسمیت نه پیژندل چی بالاخره د ولسمشر، دټاکنو دمستقیل کمیسون اوپه اصطلاح نړیوالی ټولنی تر منځ دیوی معاملی په نتجه کی ۹ ناکامه کاندیدان بیا د ټاکنو د مستقیل کمیسون له خوا بریالی اعلان  سول چی دامنیتی ځواکونو په زور دولسی جرګی تالار ته بوتلل سوه او دلوړی مراسیم ئی پر ځای کړل.

هغه ۹ برحاله د ولسی جرګی غړی چی اوس ناکامه اعلان سوی دی دامنیتی ځواکونو په مټ د پارلمان له ودانی څخه منع سوه او اجازه نه ورکول کیږی چی پارلمان ته ورننوزی.

اوس خبره داده چی ایا وااقیعآ دا ۹ نفره ‎په درغلیو او جالکاریو کی مجرم ثابت سوی دی؟    که چیری په ریشتیا سره داخلک مجرمین وی باید دوی تر عدلی او قضائی پلټنو لاندی ونیول سی، ځکه دوی دملت رایی غلا کړی دی اود دخپلوخلکو سره ئی غداری کړیده او تقریبآ یو کال  ئی د ولسی جرګی دنورو غړو دسیاسی، اجتماعی او اقتصادی موقف او امتیازاتو څخه ګټه ترلاسه کړی ده.

تر ټولو دتأسف خبره داده چی د ولسی جرګی له خوا ولسمشرته وړاندیز سویدی چی د ولسی جرګی څخه د ۹ شړل سوو غړو دحیثیت د اعاده کولو لپاره دی دوی ته حکومتی څوکی ورکول سی. زه فکر کوم چی دابه د افغانستان د خلکو لپاره ډیره دتعجب اواندیښنی وړ وی چی مجرمین ددی پر ځای چی مجازات سی مکافات کیږی اوهغه هم هغه مجرمین چی دملت سره یی خیانت کړی دی.

په نوره نړی کی هغه کسان دحیثیت داعاده کولو حق لری پر کومو چی لګول سوی تورونه غلط ثابت سی او هغوی چی مجریم وپیژندل سی باید جزا ووینی. که په ریشتیا سره دی ښاغلو ته په حکومت کی څوکی ورکول کیږی نو ټول هغه مجرمین چی په زندانونو کی ناست دی دحیثیت داعاده کولو حق لری او هر یوه ته باید یوه حکومتی څوکی په نظرکی ونیول سی.

په درناوی خوشال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x