افغانستانخبرونه

عطامحمدنور: زما گوښه کول «اسان کار نه دی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مخکښ غړي او د بلخ والي عطامحمدنور د دوو نوماندو ترمنځ له موافقې وروسته ویلي، چې د ده لرې کول «اسانه کار نه دی». نور ویلي، چې د عبدالله له ډلې څخه دی، چې د «ملي وحدت» حکومت نیمايي به د هغه په واک کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د دوشنبې پر ورځ وویل، چې موازي جوړښتونه به له منځه یوسي.

په افغانستان کې چې کله د موازي جوړښت خبره یادېږي، هدف د بلخ زورواکی والي او پخوانی جنګسالار عطامحمدنور وي.

د عطامحمدنور له تازه څرګندونو داسې ښکاري چې له نوي توافقه ډېر خوښ نه وي. نوموړی وايي: «موږ ډېرې هڅې وکړې، چې په افغانستان کې دیموکراسي غښتلې شي؛ خو له بده مرغه هغه شان ونه شول، مګر بیا هم خوښ یم. ښه به دا وای چې هر څه د خلکو د رایو، مدني حرکتونو او دیموکراسۍ له لارې شوي وای».

سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون اشرف غني احمدزی منتخب ولسمشر ګڼلی دی؛ خو نور یې منتخب نه بولي او د ملي وحدت حکومت «یو مجبوریت» ګڼي. دی زیاتوي: «د ملي وحدت حکومت جوړېدل د افغانستان حالاتو ته په پام سره د یوه مجبوریت له مخې و او د قانون خلاف هم نه دی. د ملي یووالي د حکومت ولسمشر منتخب نه، بلکې د سیاسي توافق له مخې ټاکل شوی ولسمشر دی».

عطا محمد نور وایي چې تر اوسه یې ښاغلي اشرف غني ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو په خاطر مبارکي نه ده ویلې. خو زیاتوي «که اړیکه هم ورسره ونیسم نو د منتخب ولسمشر او یا دا چې د خلکو د رایو له لارې د هیواد جمهور رییس شوی وي، مبارکي ونه وایم».

عطامحمدنور پخوانی ټوپکسالار دی، چې د ولسمشر حامد کرزي په دیارلس کلن حکومت کې د بلخ والي پاتې شوی دی. نور حتا و لسمشر کرزي پر کړنو هم نیوکې کړې وې. دا ځل ډاکټر اشرف غني احمدزي ژمنه کړې، چې موازي جوړښتونه به له منځه وړي؛ خو عطامحمدنور وار له مخې د اشرف غني د څرګندونو پر وړاندې غیرمستقیم غبرګون ښودلی دی.

کارپوهان د راتلونکي ایتلافي حکومت دوام ته د شک په سترګه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

د اشرف غنی ویل او کول سره توپیر لری ، هغه په ډیرو وسو د اولسمشری نوم ته ځان ورسولو ، مهمه نه ده چه د ولسمشری دندی ، مسولیتونه او صلاجیتونه هم وکاروی ، له دی وروسته وسی او هڅی به یی داوی چه د اشغلګرو ټولنه له ځانه راضی وساتی او که کوم صلاحیت ځانته ورکوی هغه به هم د هغو په زور وی ، او اشغلګرو له ۱۳ کلونو وروسته همدی ډول ریس ته هیله وه ، چه هر څه د هغوی په خوله وکړی ، بی له هغی هم د افغانستان شهریت په ځای د امریکا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x