افغانستان

د غزني د قره باغ خلک د اربکیانو له ظلمونو او زور زیاتي څخه سر ټکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل):  د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي او وايي، چې اربکیان يې په زور په کورونو کې پوستې جوړوي او دوی له خپلو استوګنځیو وتلو ته اړ باسي.

د قره باغ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، اربکیانو د دې ولسوالۍ په خان کلا، دراز چمبر، اسلم چمبر، وروت کلا، غونډۍ کلا، مروت کلا ، خونیانو، کاکښ ، شاغولي، اموزا او ګرګاو سيمو کې په زور د خلکو  په کورونو کې  پوستې جوړې کړې دي او د کورونو اوسېدونکي ، چې ښځې، سپین ږېري او ماشومان هم پکې شامل دي، یا له خپلو کورونو ایستلي او لا يي په زور له تېښتې را ګرځولي او د ځان د ژغورنې په خاطر یې د سپر په توګه کاروي.

د قره باغ ولسوالۍ د مروت کلا  قومي مشر حاجي وکيل خوشحال  وايي،  چې په سيمه کې يې اربکیانو د خلکو کورونه نيولي دي.

د حاجي خوشحال په خبره،  اربکیان پرته له دې چې له خلکو اجازه واخلي د کليو په منځ او يا هم د ځايي اوسېدونکو په خرابه کورونو کې پوستې جوړوي.

هغه وايي  چې د پوليسو دغه کار د دې لامل شوى څو په سيمه کې وسله والې نښتې ډېرې او ځايي خلکو ته ستونزې پيدا شي.

د ګرګاو سيمې اوسېدونکي لیکوال او خبریال شېراحمد حيدر پژواک اژانس ته وايي، چې اربکیان پر خپل سر د خلکو د کورونو په منځ کې پوستې اچولې دي.

ښاغلی حیدر زیاتوي : « زموږ  په کلي کې يوه پخوانۍ تاريخي کلا وه؛ سيمه ييز پوليسو په کې پوسته واچوله، وسله والو طالبانو د دې کلا دېوال ته ماين کېښود او ډېره برخه يې ورته ويجاړه کړه. »

خلک وايي،  اربکیان د دې پر ځای چې طالبانو سره مقابله وکړي او سېمي ترې ونیسي،  خلک  ځوروي.

د يادې ولسوالۍ د خان کلا اوسېدونکي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په کلي کې يې د سيمه ييزو پوليسو د شتون له امله جنګونه ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس د کلي په منځ کې پوستې جوړوي او له همدغو ځايونو پر طالبانو ډزې کوي چې کلى يې ناامنه کړى دى.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن سباوون بیا د خلکو شکایتونه نه مني او ردوي یې. ده  وويل چې تر اوسه ورته د يادو سيمو خلکو په دې تړاو شکايت نه دى کړى، بل پلو خلک وايي، دوی  په دې خاطر سېمه یېزو چارواکو ته شکایت نشي کولای، چې هغوی یې خبري نه اوري او که ورشي ؛ نو سپکې سپورې ورته وايي.

همداراز په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمداعظم د ځايي خلکو دغه څرګندونې د دوى پر وړاندې د وسله والو طالبانو توطيه بللې.

د محمد اعظم په څېر د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم د ځايي خلکو دغه تورونه رد کړل او يادونه يې وکړه چې سيمه ييز پوليس  به يې هيڅکله خلک ونه ځوروي.

امنيه قوماندان له پژواک سره په خبرو کې د قرباغ ولسوالۍ له ځايي خلکو غوښتنه وکړه چې د شکايتونو پر ځاى دې له سيمه ييزو پوليسوسره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د غزني د ځینو نورو ولسوالیو په څېر په قره باغ ولسوالۍ کې د اربکیانو له راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ناامنۍ زیاته شوې او وخت نا وخت د طالبانو او اربکیانو تر منځ د نښتو او جګړو خبرونه ورکول کېږي.

د قره باغ ولسوالۍ د اربکیانو مشر محمد اعظم، چې خلک یې په جنایتونو او فسادونو کې ښکېل بولي
د قره باغ ولسوالۍ د اربکیانو مشر محمد اعظم، چې خلک یې په جنایتونو او فسادونو کې ښکېل بولي

د ځايي اوسېدونکو له معلوماتو سره سم، اربکیان د قره باغ ولسوالۍ بازار ته په ور څېرمه کلیو کې فعالیت لري او نورې ټولې سېمي د طالبانو په واک کې دي. دوی وايي، چې طالبان وخت نا وخت د اربکیانو مرکزونو باندې بریدونه کوي او تر اوسه یې د کنډلغو، جمک کلا، میرخان، بهادرګي او نورې پوستې ترې نیولې هم دي.

د سېمي یوه اوسېدونکي عبدالمالک نن ټکي اسیا ته په دې باب وویل، چې دوی د اربکیانو له سخت او ظالمانه چلند څخه نور تر سپږمو راغلي . د ده په خبره : « له کله نه چې قره باغ ته اربکیان راغلي ناامني او جنګ جګړې ورسره زیاتې شوې.داسې ښکاري، چې دوی په لوی لاس دلته د خلکو په ځورولو، رټلو او شکولو پسې راغلي.»

نوموړي همداراز په قره باغ کې د اربکیانو مشر او افرادو ته بد رد وویل : «خپله محمد اعظم یو لوچک او بې سواده سړی دی، پخوا هم غل و اوس هم غلاوې کوي. داسې یې افراد هم در واخله، اکثره هغه کسان چې له کور او کلي فراري  وي او په بداخلاقي او نارواوو ککړ وي، ده له ځان سره یو ځای کړي او د خلک حیثیت او آبرو پرې داړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدفغان

د دغه کس له شکله کرکه او نفرت معلومیږی ، الله دی دغه بی بندوباره ګوډاګیان له ذلت سره هلاک کړی دوی هر ځای د مسلمانانو سپکاوی ته ملاتړلی نه پوهیږم چې دوی د سبا ورځی په هکله کوم سوچ لری او کنه کله یې چې بادران لاړشې دوی به په کوم مخ خپلو خلکو سره مخ کیږی ،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x