نظــر

ملی اتل او که ملی خاین؟؟؟؟

ahmad_shah_masood_pictureهر هیواد دخپل تاریخ په اوږدو کی دویاړه ډکی ورځی او هم  ملی اتلان لری او خلک ئی  پخپلو ویاړونواو اتلانو همیشه ویاړی. څرنګه چی افغانستان  ځانته اوږد تاریخ لری چی تل دجهان دلویو قدرتونو له خوا دتخت او تاز مرکز وو او ابرقدرتونو همیشه زموږ دګران هیواد افغانستان د نیولو هڅه اوګواښ کړیدی او کوی یی ولی زموږ ګرانو هیوادوالو د خپل هیواد دهری لویشتی څخه په ډیره میړانه او شجاعت دفاع کړی ده

او زموږ ګران هیواد افغانستان  ئی دپردو د منګولو څخه ساتلی  دی او هیچا ته ئی اجازه نه ده ورکړی چی خپلو ناولو موخواو هیلو ته ورسیږی.

زموږ قهرمان ملت د هر غلیم غاښونه ور مات کړی دی چی تاریخ ئی دهری ورځی شاهد دی نو ځکه موږ هم دنور هیوادونو په څیر ډیری داسی دافتخاره ډکی ورځی او ملی اتلان لرو چی زموږ ګران هیوادوال هميشه پری وویاړی البته دا ویا ړنی او افتخارات په تاریخ کی دافغان ملت په سرښنده او قربانی لاس ته راغلی دی او د ګران افغانستان په تاریخ کی ډیر داسی میړنی غازیان او شهیدان تیر سوی دی چی دخپل سر په بیه یی دخپلو خلکو او خاوری دفاع کړیده چی افغانان به تل ددوی یاد او تاریخ  ژوندی ساتی.

زموږ دتاریخ دډیرو مهمو اودویاړه ډکو دورو څخه یوه هم وروستی څه باندی دری لسیزی دی که له یوی خوا ډیره د ویره ډکه دوره ده خو دبلی خوا د ټولو ناخوالو سره سره زموږ غښتلی ملت په ډیرشجاعت او متانت دخپلی خاوری دفاع کړیده اوډیری ویاړنی او کارنامی ئی خپلو آینده نسلونو ته په میراث پری ایښی دی چی زموږخلک او تاریخ به همیشه پری وویاړی.

په افغانستان کی د۲۰۰۱ کال دتحولاتو په راتګ سره د سپتمبر ۹ چی  دسنبلی د ۱۸ سره سمون خوری هر کال دشهیدانو د ورځی په نامه ونومول سوه اودا ډیر دخوشحالی ځای دی چی د شهیدانو یاد اوکارنامی تل دافغانانو سره ژوندیوی.

ولی ښه به دا وای چی دداسی یوی لویی ورځی نومول د یو غښتلی افغان شهید اویا غښتلی افغان غازی دشهادت سره ئی اړیکه درلودلای چی د افغانانو دویاړ او افتخارنښانه (سمبول) وای.

زه غواړم  په ډیر تأسف سره ووایم  چی ددی لوی ورځی اړیکه د احمد شاه مسعود د شهادت سره ورکول سویده چی افغان ملت دنوموړی په کارنامو خجالت باسی او شرمیږی او دنوموړی کړنی د افغان ملت لپاره دشرم وړ بولی او هر کله چی ددی ښاغلی نوم اوری او یا ئی تصویر وینی د اویایمو کلونو غمیزه یعنی دکابل د ښار خونړی جکړی او عام وژنه ور په یادیږی.

نوموړی نه یوازی دا چی ملی قهرمان او مجاهید نه وو بلکه دملت او جهاد دښمن وو او زما ددی ادعا شاهیدان دافغانستان خصوصآ دکابل خلک دی.

راځم دی مسئلی ته چه احمدشاه مسعود  دخپلو ناولو هیلو او ارمانونو  دعملی کولو په خاطرد هر ډول جنایت څخه استفاده کوله او خپلو شومو هیلو ته ئی ځان رساوه او خپلو نامشروع هدفونو ته د رسیدو لپاره ئی دهیڅ ډول جنایت او خیانت څخه دریغ نه کاوه.

که موږ دنوموړی پرژوند یونظر واچو دهغه ورځی څخه چی احمدشاه مسعود پینځوسمو کلنو په لومړی نیمای کی د افغانستان دقانونی حکومت  یعنی دشهید محمد داود خان د حکومت په مقابل کی د ای. اس. ای په مرسته شورش پیل کړ او دی سلسلی ترهغه وخته دوام وکړ تر څو  دشپیتوموکلنو په لومړیو نیمایی کی یی د کی. جي. بی داستخباراتی سازمان سره اړیکی ټنګی سوی او دهغوی سر پروتوکول لاسلیک کړ او همکاری ئی ورسره شروع کړه اود جهاد په دوران کی هغه مجاهیدین چی دنوموړی دنظریاتو مخالف وه د روسانو په همکاری له منځه وړل او همدارنګه د دوهمی سقاوی په دوران کی ئی دخپلو مخالیفینو په ځپلو کی دروسی او ایران  څخه مرسته تر لاسه کوله.

احمدشاه مسعود په دی هم اکتفا ونه کړه  او د سی. آی. ای او دایران داستخباراتو سره ئی همزمانه همکاری درلوده چی دا ټول امکانات  ئی دملت دڅپلو اودخپلو شومو موخو ته درسیدو لپاره په کار اچول او دا ټول حقایق د یادو شوو استخباراتی سازمانونو دارشدو اولوړ پوړو مقاماتو له خوا وخت په وخت په ډیر سراحت سره په لیکنو او بیانونو کی افشا او بیان سوی دی چی زموږ ګرانو هیوادوالود مختلیفو رسنیود لاری داحقایق لوستی او یا ئی اوریدلی دی او زه باور لرم چی زموږ ګرانو هیوادوالو به درست قضاوت ورباندی کړی وی.

دشرم خبره خو لاداده چی داحمدشاه مسعود پلویان  اوس غواړی چی په ډیره سپین سترګی دشهیدانو ورځ یوازی دمسعود په نامه ختم کړی اودا افتخارات یوازی دمسعود او دهغه د انډیوالانو وبولی اوپه دی لاره کی یو شمیر تلویژینونه، رادیوګانی او چاپی خپرونی چی اکثره ئی د بهر څخه حمایت کیږی برخه لری.

اوس به قضاوت درنو هیوادوالو ته پریږدو چی څوک ملی اتل دی او څوک ملی خاین دی.

په درنښت خوشال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x