افغانستان

جوزجان کې زندانيانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل):  د جوزجان مرکزي زندان کې شاوخوا پنځوسو زندانيانو پر اعتصاب لاس پورې کړی دی.

راپورونه وايي، چې پنځه ويشت زندانيانو خپلې شونډې ګنډلي او پاتې نورو يې د نه خوړلو اعتصاب کړی او وايي، چې چارواکي دوی سره ناوړه چلند کوي.

زندانيان وايي، چې د ولسمشر د اتم د ثور د فرمان له مخې، چې بايد ځينو زندانيانو ته عفوه او په بند کې يې تخفيف راشي، مګر د جوزجان ولايت امنيتي چارواکو د ولسمشر دا فرمان له پامه غورځولی او د اتم د ثور اړوند يې له زندانيانو سره هيڅ ډول تخفيف نه دی او د دې سربېره چارواکي دوی سره له ناوړې رويې کار اخلي.

د جوزجان د مرکزي زندان مدير رجب شاه رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د زندانيانو شکايتونه پر ځای دي، مګر د زندانيانو اړوند د عفوې او تخفيف پر وړاندې خنډونه د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا رامنځته شوي او دوی په دې کې هيڅ نشي کولای.

دا لومړی ځل نه دی، چې د جوزجان ولايت مرکزي زندان کې زندانيان اعتصاب کوي، بلکې له دې مخکې هم زندانيانو څو څو ځله خپلې شونډې ګنډلي او د نه خوړلو اعتصاب يې کړی دی.

زندانيان وايي، چې زندان کې د ناوړه چارپيريال، د کوټو کمښت او د چارواکو د ناوړې رويې له امله دوی پر اعتصاب لاس پورې کړی او تر اوسه د دوی شکايتونه چا نه دي اوريدلي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړو زندانيانو کې دېری سياسي بنديان دي.

وړمه ورځ هم د غزني ولايت مرکزي زندان کې لسګونو زندانيانو د چارواکو د رويې او خپلو حقونو ته د نه لاس رسي له امله خپلې شونډې ګنډلي دي او تر اوسه يې خپل اعتصاب ته دوام ورکړی دی.

بايد وويل شي، چې د څرخي پله زندان په ګډون د هېواد د اکثرو زندانانونو حالات ډېر ګډوډ دي او د چارواکو د ناوړو رويو له امله وخت پر وخت د زندانيانو او چارواکو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته کيږي.

راپورونه وايي، چې په ځينو زندانونو کې چارواکي په لوی لاس د زندانيانو خوراکونه مسموي او زندنيان له صحي ستونزو سره لاس و ګريوان کيږي.

زندانيان وايي، چې تر اوسه رسنيو او نه هم چارواکو د دوی شکايتونو ته توجه کړې او د دوی ستونزې ورځ تر بلې ډېريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x