نړۍ

پينټاګان: د اسلامي دولت پر ضد جګړه به څو کاله وخت ونيسي… څېړنيز راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا دفاع وزارت پنټاګان وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه او هوايي بريدونه به څو کاله وخت ونيسي.

د پينټاګان وياند جان کيربي سي ان ان تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اسلامي دولت پر ضد دوی ځايي وسله وال روزي او دا کار به له درې تر پنځو مياشتو وخت واخلي او وروسته به دغه وسله وال او ايتلافي عسکر په مجهزو وسلو سمباليږي او هغې وروسته به عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد ځمکنۍ جګړې پيل شي.

جان کيربي زياته کړه، چې د اسلامي دولت له قوت او ځواکه سترګې نشي پيټولای او کېدای شي دغه پيل شوې جګړه څو کاله وخت ونيسي.

د امريکا په مشرۍ د عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ شاوخوا پنځوسو هېوادونو د اسلامي دولت پر ضد جګړه پيل کړې او غواړي، چې د هوايي بريدونو په واسطه اسلامي دولت وځپي.

سعودي عربستان په دغه جګړه کې تر ټولو زياته ونډه لري

تېره شپه د امريکا ولسمشر بارک اوباما سپینې ماڼۍ کې د نوموړې جګړې په اړه رسنيو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اسلامي دولت پر ضد پيل شوې جګړه کې د سعودي عربستان، قطر، بحرين، او اماراتو ونډه د ستايلو وړ ده.

د سعودي عربستان ټولواک په لومړيو ورځو کې ويلي و، چې سعودی عربستان به د اسلامي دولت پر ضد د نړيوالې جګړې نيم مصرف پر غاړه اخلي، مګر وروسته يې اعلان وکړ، چې دغه جګړه کې به د دوی ونډه او مصرف نامحدوده وي او چې د اسلامي دولت پر ځپلو څومره مصرف راځي، سعودي عربستان يې ګاللو ته تيار دی.

له همدې امله د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان، اماراتو، قطر او بحرين د ونډې ځانګړې يادونه کوي.

ايران او سوريه د پردې تر شا د امريکا ملاتړ کوي

د امريکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي، چې سوريه او ایران به د دغې جګړې غړي نه وي، مګر امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د يو لړ پټو اسنادو په استناد ويلي، چې امريکا پوهيږي، چې د سوريې او ايران له ګډون پرته اسلامي دولت ځپل ناشوني دي، مګر په دې جګړه کې د ایران او سوريې شريکول په نړيواله کچه د امريکا لپاره د بدنامۍ لامل ګرځي او له همدې امله امريکا ايران او سوريې په ګډه پرېکړه کړې، چې ایران او سوريه به د پردې تر شا د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې مرسته او همکاري کوي.

که امريکا او ملګري يې دومره توريالي وي، ځمکنۍ جګړې ته دې راميدان ته شي

پرون سه شنبه د امريکا په مشرۍ د عربي هېوادونو په ګډون نړيوالو متحدينو د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بريدونه پيل کړل او د اسلامي دولت لسګونو مرکزونه يې ونړول او لسګونو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د اسلامي دولت وياند شيخ ابو محمد العدناني په تازه ويډيويي وينا کې ويلي، چې امريکا او ټول ايتلافيان يې يوازې د دوی پر ضد هوايي بريدونه کولای شي او هيڅکله د ځمکنۍ جګړې توان نه لري.
عدناني زياتوي، چې که امريکا او ټول نړيوال ايتلافيان يې دومره توريالي وي، نو ځمکنۍ جګړې ته دې ورميدان ته شي.

عدناني وايي، چې «دوی د امريکا او ايتلافيانو د ځمکنيو عسکرو مقابلې ته تږي دي او که دغه عسکر له دوی سره په جګړه کې مخامخ شول، نو ټول به شل، شوټ او ليوني بېرته خپلو هېوادونو ته تښتي»

د اسلامي دولت وياند وايي، چې امريکا خپلو پلويانو او اجير عسکرو ته هر څومره وسلې، موټر او نور وسايل لېږلای شي، ودې لېږي؛ ځکه چې دا وسلې به ډېر ژر د اسلامي دولت
لاسونو ته د غنيمت په توګه پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x