دادرس: امریکایانو افغان قوانین بیا تر پښو لاندې کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو دڅېړنې د کمیټې مشر عبدالشکور دادرس وايي چې د امریکایانو له لوري پخپل سره د څو تنو پاکستاني زندانیانو خلاصون دا په ډاګه کړه چې امریکایان د افغانستان قوانینو ته درنښت نه لري.

عبدالشکور دادرس وايي چې امریکایانو په خپل سر له بګرام زندانه څوتنه پاکستاني زندانیان خوشي کړي دي، بې له دې چې زموږ قضايي ارګانونو سره په اړیکه کې شي.

د هغه په خبر د امریکایانو دې خپل سري اقدام یو ځل بیا د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کړل.

د دادرس په قول دا زندانیان که هر څوک و، خو د امریکایانو له لوري يې خوشي کول موږ اندېښمن کړي وو.

یاده دې وي تر دې وړاندې امریکايي ځواکونو څو ځلې د افغانستان وضعي قوانین تر پښو لاندې کړي دي او پخپل سر يې اعمال ترسره کړي دي.

شنونکي وېره لري چې که چېرته نوی افغان حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، د داسې خپل سریو پېښې به نورې هم ډېرې شي.

سیاسي مبصرین پر دې اند دي چې له ولسمشر حامد کرزي هم ځکه د دې امنیتي تړون له لاسلیکه ډډه کوله، چې نه يې غوښتل د خپل حکومت په وروستیو کې دا شرم هم د ځان کړي، ځکه چې نوموړي ته دامریکایانو خپل سرۍ ډېرې ښې معلومې دي.

یاده دې عام افغانان د واشنګټن او کابل ترمنځ د دې تړون لاسلیک نه غواړي او دا د افغانستان د خرڅولو رسمي قباله بولي.

له بله اړخه د ګډو حکومت دواړو مشرانو د نوماندۍ په دوره کې کلکې ژمنې کړې وي، چې دا تړون به لاسلیکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د