
پاکستان وايي له نوي افغان حکومت سره به همکار وي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان لومړی ویر وايي چې دوی به له نوي افغان حکومت سره د سولې په برخه کې خپله مرسته ونه سپموي.
د پاکستان لومړي وزیر له ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې دواړو ته ژمنې ورکړې چې هېواد به يې د دوی له ګډ حکومت سره د سولې په برخه کې همکار وي.
تر دې وړاندې نواز شریف ویلي و، چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو اړیکو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي په خپله دیارلس کلنه دوره کې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د جنګ غوښتونکي وګڼل او ويې ویل چې دوی له زړه د افغانستان سوله نه غواړي.
ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره په دوو شرطونو د سولې همکاري کوله، چې يو يې د ډېورنډ د فرضي کرښې په رسمیت پېژندنه او بل يې د افغانستان باندنی کنټرول و.
یاده دې وي افغان دولت تل په جګړه ییزو حالاتو کې د پړې ګوته پاکستان ته نیسي. پر دې سربېره پر کونړ د پاکستان له لوري پرلپسې راکټي بریدونه او پر ځینو سیمو کې په افغان خاور یرغل د دې دواړو هېوادونو اړیکي خړ پړ کړي دي.