نظــر

کرزیه قدم دي بد مرغه دۍ!

karzaibodyguardلیکونکی: محمد سلطان شریفی کندهار

په پښتني ټولنه کي اکثره متلونه د مشرانو څخه په میراث را پاتي دي او دا د اولنو لخوا د ډېرو تجربو پر بنسټ ویل سوي دي، چي ان پیړۍ پیړۍ راپدیخوا په اوسنۍ عصر کي هم خلګ د پخوانیو مشرانو د متلونو تر اغېږي لاندي دي. اوس هم افغانان په ځانګړې توګه پښتانه د دوۍ پر پخوانیو خبرو پوره یقین لري او د افغان ولس د اوسني عصر پر افکارو او عقیده يې خورا پراخ وزر غوړولی دی.

د مثال په ډول: که چیری په یوه پښتني کورنۍ کي یوه ښځه را واده سي، نو د هغې ښځي نیک قدم او بد قدم ته د کورني غړي د پام وړ نښي نښاني په ګوته کوي. که چیري د ښځي یا په اصطلاح د ناوي قدم نیک وو خو ښه، او که د ناوي قدم بد مرغه وي، نو د کورنۍ غړي  کوښښ کوي، چي یوه بله ښځه را واده کړي. ترڅو د بد قدمي یا بدمرغي ناوي قدم لاندي کړي، په ژوندانه کي د پام وړ مثبت بدلون وموندل سي او د پخوانیو بدمرغیو څخه لاس په سر سي.

ګرانو لوستونکو او د پښتو لیکنو مینوالو:  لیری به نه ځم، خو دومره ویلای سم، چی د افغانستان اوسني حالت هم د کرزی د بدمرغه قدم سره خورا ښه تشبع کیدایسي. ځکه، کله چي کرزی د ۲۰۰۱ زېږد  کال راهیسي د نړیوالو د لاسپوڅي په توګه د واک پر ګدۍ کښېناستۍ، نو افغان ولس باالخصوص د پښتنو مشرانو د ځپلو سلسله خورا په بېړه سره شروع سول، او د نوموړي په لس کلنه دوره کي دومره پښتانه وځپل او ووژل سول، چی آن د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کي يې ساری هم نه لیدل کیږي. یوازي يې د اسامه بن لاالدین له وجهي چي هغه یوازي یو شخص او یو ترهګر وو، پر افغانانو په ځانګړې توګه بیا پر لراوبر بیګنا پښتنو باندي نړیوالو په ګډه  او اشر سره د کرزي په حکومت کي په دومره په بې رحمي یرغل وکړ او دا ولس يې دومره سخت او په بې رحمي وځپه، چي په ۱۹۸۳عیسوي کال کي يې د روسانو یرغل پر دې مظلوم او غمځپلي ولس پوري هیر کړ.

کرزي یوازي او یوازي پر ميډيا او رسنیو باندي بهرنيو ځواکونو ته په تشه خوله ګواښونه کوي، چي غواړي په ظاهره خلګو ته دا وښيې چي ګڼي نوموړی د ولس سره خواخوږي دی. د بهرنیو ځواکونو بې ځایه بمبارۍ غندي، خو د پردې شاه ته يې هر څه په سلاح او مشوره تر سره کیږي.

نوموړي پخپل مشرتوب کي دا وښودل، چي د فساد، درغلیو، قاچاق، تښتونو، رشوت اخستلو او مرموزو وژنو د مخنوي لپاره هیڅ نوع تګلاره نلري. نو ځکه باید ووایم، چي اوس هغه وخت رارسېدلۍ دي، چي دا ولس یوې بلي ناوی یا په بله اصطلاح یو قاطع مشر ته ضروت لري، چي د افغان ولس کډ کور په ډېره مینه سره را ټول کړي، ترڅو د کرزي بدمرغه قدم لاندي کړي او افغانان د کرزی بدمرغه څخه د نجات لار ومومي.

هو! پدې کي هیڅ شک او شېبه نسته، چي کرزي د پښتنو د نوم او نښان څخه په ملي او بین المللي ټوګه ناوړه استفاده وکړه، نړيوالو ته دا ښيي، چي نوموړي پښتون دی، که چیری د ده ملاتړ ورسره نوي، نو پښتانه به د ناتو ځواکونو په خاصه توګه د امریکا ټول لیدلی خوبونه په افغانستان کي د خاورو سره خاوري کړي. او په ملي سطحه يې په وطن کي پښتانه پدې غولولي دي، چي کرزی پښتون دی او باید پښتانه يې ملا تړ وکړي، که نه نو تاجک او هزاره به د واک چاري پلاس کي واخلي. لاکن تاجک، هزاره، ازبک ترکمن او شاړي  همداسي خطاباسي، چي که چیري کرزی نوي نو طالبان یا پښتانه به هغوي وځپي.  نو باید هغوی هم د کرزي صاحب د ملاتړ لپاره لستوڼی را بډوهي ترڅو په امن کي وي.

خو په اصل کي يې د ټولو نړیوالو، او په ملي سطحه د افغانانو پر سترګو کي پرده ورغوړولې ده، اد دد ې موقیف څخه يې بېځایه استفاده کړېده. اوبه يې خړي کړي او خپل ماهیان پکښي نیسي. په خلګو کي يې د ويري او ډار انګیزه خوړه کړېده او خپل مېلې او چړچې پکښي کوي. لاکن دا چي پر افغان ولس باندي څه تېریږي، په نړیواله او ملي سطحه څومره بدبخته دي، هغه حالت ټول نړي د سر په په سترګو ګوري او ننداره يې کوي.

د هغي ورځي راهیسي، چي د ولسمشر کرزي قدم د قدرت پر ګدۍ باندي کښېښود، نو  افغانان يې نور بدمرغه کړه، نور يې د ستونزو او کړاونو کندي ته ور ټېل وهل او دا وطن د داخلي مافیاي کړیو او د پردیو د لاسوهنو له وجهی په افغانانو پوري اور سو. دا هیواد ته د هر دښمن لاسونه را وغځېدل، هر چا پکي خپلي ګټي ولټولې او هر چا چي وغوښتل، پخپله خوښه يې مشران او بیګنا خلګ ووژل، چی ان اوس ایران هم چي زموږ افغان ولس د دین، هویت، ملي واکمنۍ او ولس سالارۍ دښمن دۍ، د کرزي په حکومت کي په ډیره سړه سینه زموږ د تاریخی هیواد د کورنیو چارو د مداخلې لپاره لاسونه را بډ وهلي دي او زموږ د ژوند په چارو او سرنوشت کي عالني لاس وهنه کوي. د افغانستان په ولسي جرګه کي ځانته دا حق ورکوي، چي د خپلي خوښي ګوډاګیان کښېنوي.

پاکستان چي د درېيو لسیزو راهیسي، په افغانستان کی چي زړه يې غوښته، په هم هغه ډول لاسوهني وکړې او دا ولس يې ډېر خوار او بېچاره کړ.څه موده وړاندي يې په سپينو سترګو د افغانستان پر حریم تېری وکړ.  او تقریبآ د د اتو اونیو په دوام کي یې تر زرو د توپچي او هوايې الوتکو په مټ میزایل را غورځول، چي د کنړ، خوست، جلال اباد په سیمه کي دا مظلوم اولس د خپلو کلو کډوال کړل او یايې مړه او زخمیان کړل. لاکن ولسمشر يې پر وړاندی پڅ او بیده وو. حال دا چی افغان ولس يې د پاکستان په وړاندی د ملاتړ اعلان وکړ او د افغان دولت څخه په وازه خوله غوښتنه وکړل، چي د پاکستان دغه ډول بېشرمۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، خو کرزی لالا لکه یوه بدلمنې ښځه سترګي يې مړې اچولي وې.

د پاکستان په وړاندي د ولسمشر پټه خوله او پڅ عکس العمل تورن جنرال امیرخېل دېته مجبوره کړ، چي خپله استعفا وړاندي کړي. ځکه د جنرال امیرخېل په وینا، چي نوموړي په شروع کي د خپلي دندي لمخي افغان ولس ته وعده ورکړې وه، چي د خپل ولس او وطن څخه به په مېړانه دفاع کوي، خو د جنرال په وینا، چي درې اونی يې د وزارت دفاع او ولسمشر امر ته انتظار وایست، چي د افغان چارواکو د پڅ غبرګون په پایله کی جنرال امیرخېل خپله استعفا وړاندی کړل.

اوس نو هر چاته ښه معلومه سول، چي د پردیو پلاس راغلي ګوډاګیان همداسي وي، چی ان د خپل کور په سرنوشت کي بې اختیاره وي او پخپل کور کي يې راغلي واکمنان هم د بیګانه دښمنانو لپاره ګټي لټوي، نه د خپل ولس او هیواد لپاره.

تاسی وګوري، چي نن د دې وطن ښکلي ښکلي درې، دنګ دنګ غرونه او شني دښتي د هدیرو د بیرغونو سیوری لاندی کړل، په هر کور او کلي کي د کونډو او یتیمانو د ژړا سلګۍ تر غوږ سوې، غرونو او درې، کلي او بانډونه مو د جنګ او جګړي بمونو او چاودنو په کنډوالو بدل کړل. د لسو کلونو د جګړې راهیسي اوس هم د هر افغان ماشوم سترګي د اوښکو ډکي دي، د یوې ګولې ډودۍ پر ځاي يې د ماشومانو ګېدي په سرو ګولیو او مرمیو ور ډکي کړې، د یوې خولې خندا ارمان يې له ځانه سره خپل ګور ته یوړ او د هري مور او پلار سترګي او مخونه د کلونو کلونو دغمونو او اندېښنو داستانونه بیانوي.

لاکن کرزي لالا، د کوم افغانی مور درد دوا کړ؟

د کوم پلار زخم يې پټۍ کړ؟

د کوم ماشوم پر سر يې د رحم لاس تیر کړ؟

بیله دې چي پخوانی غله او پردي یرغلګر او داړماران يې د خپل مظلوم ولس په غوښو او وینو وپڼډول او د خپل ځان او کورنۍ د عیاشۍ لپاره يې په دوبۍ او اورپا کي قصرونه ودرول.

اوس نو نه پوهيږم، چي د دې بدمرغه  داړمارانو چارواکو له لاسه ګیلې او شکوې له کومه سره را شروع کړم، کومه ستونزه يې بیان کړم، چاته عرض وکړم، او څوک د دې ولس لپاره خپل شخصي ګټي او ارمانونه قربانوي. ځکه د هري ادارې فساد، غلاو او لا پروايې يې د دې ولس زخمونه نور تازه کړل، نور يې وګواښل، نور يې پخپلو وینو اوبه کړل.

تا سي وګوري، د کرزی لالا د حکومت د لاپروايې او بېغورۍ له لاسه نن د افغانستان رواني جګړې دومره په لویه کچه وغځېدلې، افغانان يې د دومره له ګڼو ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړل، چي نور يې نو افغانان څه چي نړیوال هم د حل لاره نسي موندلای. نن د افغان ولس غمونو د نړیوالي ټولني د امنیت شورا هم پدې ساري ناروغي اخته کړل او د اعلاج بې وسۍ يې ټوله نړۍ په ډار او انديښنو کي اچولې ده. لاکن کرزي پریږده، چي افغانان يې لس کاله پخپلو دروغجنو وعدو وغولول او لا يې نور هم بدمرغه کړل.

کرزی اوس غواړي خلګو ته دا وښيې، چي ګڼي د نوموړي د سولې هڅو، منډو، ترړو ته قوت او نور ګړنديتوب وربخښلی او غواړي  په جګړه کې د دغه شکېل هېواد ستونزو او ننګونو ته سياسي حل لار  پيدا کړي او طالبانو سره جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. لاکن ولس ته دا ښه معلومه ده، چي د دې ټولو منډو او کوښښونو په موجودیت کی غواړي خپل شخصي سیاسي او ټولنیز برلاسی فعال او ګټی يې مسؤن وساتي.

ځکه يې څه موده مخکي  په کابل کې د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې دی غواړي، راتلونکي ولسمشرۍ لپاره یو مناسب کاندید پیدا کړي. اوس نو د دې خبرو معني دا جوتوي، چي کرزی لالا مخکي نه مخکي پخپله کورني یا وروڼو کي ریاست جمهورۍ ته کانديد ټاکلۍ دی. هنوز هم د خپلي ناکامي او تورې دورې څخه لاس پر سر نسو. اوس هم د خپل سیاسي قدرت بقا سنجوي او د خاندان لپاره د شتمنیو د راټولولو په هڅه کي دی. ځکه يي مخکي نه مخکي اعلان وکړ، چي طالبان نه شی کولای، د بن راتلونکی کنفرانس ته د یوې جلا ډلي په توګه راشی. هغه زیاته کړه، چی بهرنیان باید افغانستان د یوه دولت په توګه وپیژنی، نه د جلا جلا ډلو په توګه!

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندوني څه موده وړاندي په کابل کې د ځوانانو په ملی کنفرانس کې وکړي. ټاکل سوي، چې د روان کال د دیسمبر په میاشتي کې د جرمني په کوربه توب به د بن دوهمه نړیواله غونډه د افغانستان په باب جوړه شي. له دغې نیټي شاوخوا لس کاله د مخه د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو پریکړه هم د بن په لومړي کنفرانس کې شوي ؤه.

اوس نو سوال دا دۍ، چي هغه وخت هم افغانستان یو اسلامي حکومت وو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندي یوه اداره موجوده وه، حد اقل د کرزي تر حکومت يې اداره د فساد څخه پاکه وه. ځکه مافیايې ډلي، درغلۍ، قاچاق، مرموزي وژني، تښتوني او باج اخیستلو نوم هم چا نوو اورېدلۍ.

نو بیا کرزی او په افغانستان کي دا اوسني خونخوره ډلي په ۲۰۰۱ میلادي کال کي ولي بن ته د جلا جلا ډلو په توګه کانفرانس ته راغله؟

پکار خو دا وه، چي هغه وخت هم افغان حکومت د یو دولت په توګه پېژندل سوي واي، ټوله ډلي د یو واحد افغانستان د بیرغ تر سیوري لاندي کښېناستلي وای او د طالبانو سره يې یو ځاي یو فیصلې ته رسېدلي وای، تر څو دا ولس د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان په فضا کی ژوند کړی وای. دا منم، چی کیدای سوای، طالبانو په هغه کنفرانس کي خپل ګډون رد کړی وای، لاکن دوی ته پکار وه، چي حد اقل هغوي يې رسمي دعوت یا وړاندیز کړي واي، د هغوي نظر، څرګندونی او شرطونه به وروسته ولس ته روښانه سوي وای.

څو اونۍ مخکي کرزي پخپله خوله وویل: چې د بن په تیر کنفرانس کې افغانستان د متفرقو ډلو په توګه حضور درلود او دا ځل به افغانستان د یوه هیواد په توګه او د یوه دولت په توګه په غونډه کې ناست وي. نوموړي وویل چی، «زه له طالبانو غواړم، چې د افغانانو په جامه کې د افغانستان د بیرغ لاندي حضور پیدا کړي او د افغان پلاوو برخه وي، نه دا چې د یوې جلا ډلي په توګه، د یو شمیر بهرنیانو په مرسته کنفرانس ته راسي.»

حال دا چی کرزی لالا پخپله په ۲۰۰۱ میلادي کال کي د واک ګدۍ ته د بهرنیانو په مرسته د پردیو په جامه کي د یو لاسپوڅي په توګه راغلی دی، نه د یو افغان په جامه کي. پخپله يې تر امریکايې او اووه څلوېښت نورو بهرنیو بیرغونو لاندي حضور پیدا کړۍ وو او افغانستان ته د دغو پردیو پلاس د یو نانځکي پشان پر افغانانو وتپل سو. اوس نو ولسمشر طالبانو ته ښووني کوي او غواړي هغوي د پردی لاسپوڅي، او خپل ځان ريښتونۍ افغان او ولس ته ژمن وښيې. هغه خپله قیصه يې هیره سول. هغه متل دۍ چي وايې. (د خپلو اوږو تر منځ عیب چا ته نه معلومیږي).

زه د طالبانو پلوی نکوم، خو دومره وایم، چی د کرزی د خبرو داسي ښکاري چي اوس هم د خپل قدرت د دایمی بقا تنده يې په ستوني کي احساسیږي او د سولي منډي او هڅي يې ريښتوڼي بڼه نلري. که څه هم په ظاهره دا سي ښيي، چي نغواړي د دریم ځل لپاره ځان کاندید کړي. لاکن برعکس، غواړی د بن په راتلونکي کنفرانس کي هر څه په خپل واک او کنټرول کي ونیسي. نوموړی په هره سیاسي معامله کي خپل د قدرت عواقب ښه سنجوي او نغواړي د دغه چوکۍ څخه لاس په سر سي، که څه هم د دوهمي ولسمشریزی دورې بعده د کاندیدېدو لپاره حق نلري.

د خندا ځای خو دا دی، چی طالبان نه کرزی او نه يې حکومت په رسمیت پېژني، او نوموړی غواړی، چي هغوی بن ته د خپل واک لاندي معرفي کړي. هغه متل دی چی وايې ( زه دي باغ نه وینم، تا ویل تارو درغلۍ). طالبان اصلآ نغواړي، چي د کرزي د چټل حکومت تر واکمنۍ لاندي بن ته تشریف ور وړي، چي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي باید افغانان د یو واحد حکومت په توګه وپېژوندل سي.

د افغانستان اوسنی حالت دا ښيې، چي کرزی اوس د ډانګ او پړانګ ترمنځ په لوبه کي سخت را شکېل دی، ځکه پوهیږي، چي که چیری يې د قدرت واګي له لاسه ووتلې، نو کیدایسي افغان ولس به نوموړی او د هغه وروڼه د درغلۍ، رشوت، د کابل بانک او بیت المال د غلاو او د بېګنا ولسي وکړو د وژني په تور د عدالت دروازې ته ودروي. ځکه غواړي په راتلونکي دوره کي هم خپل یو داسي لاسپوڅي تعین کړي، تر څو يې په هیواد کی راتلونکې سیاسی بقا او استوګنه تظمین وي.

ولسمشر د لسو کلونو د واک په جریان کي افغان ولس ته ښه وښودل، چي نه يې په ۲۰۰۱ عیسوي کال کي د جګړي د پیل اختیار درلود او نه يې د ختمېدو وس او توان لري. ځکه په ۲۰۰۱ میلادي کال کي د جګړې شروع هم د نړیوالي ټولني د امنیت د شورا لخوا پيل سول او اوس يې ختمېده هم د دوي لخوا پيل کیږي.

د طالب مشرانو نومونه د نړیوالي ټولني د امنیت شورا لخوا چي امریکا متحده ایالت يې په سر کي راځي، په تور لست کي ولیکل سول، او اوس يې د م م د امنیت شورا لخوا نومونه د تور لیست څخه لیري کیږي. د م م په امنيت شورا کې د بنديزونو د څارنې د کميټې مشر ريچارډ بارېټ وويل، دا کمېټه هڅه کوي، چې د ځينو طالب مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تور فهرست څخه وباسي. نوموړي يادونه وکړه، چې په دې اړه به د ملګروملتونو د امنيت شورا په غونډه کې خبرې اترې او بحثونه وشي.

بارېټ د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو ترمنځ د معمولو لانجو په اړه وويل، يو حقيقت چې درک يې بايد پراخ شي دا دى، چې طالبان او القاعده سره يو نه دي، په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره په کار ده، چې له طالبانو سره په يو ډول تفاهم وشي او طالبان که د سولې په بهير کې شاملېږي کنه، خو بايد پر سياسي بهير باور ولري. د القاعده په اړه بارېټ وويل، له دې شبکې سره هېڅوک خبرو اترو ته چمتو نه دي.

اوس نو راسۍ غوږ پر ونیسۍ!

دا ځکه چي په شروع کي طالبان د م م د امنیت شورا پخپله خوښه په القاعده پوری وتړل، او د هغوی سره يې د جنګ او جګړې بهانه ولټول، چي په نتیجه کي يې د افغانان بدبخته کړل. اوس يې د م م د امنیت  شورا پخپله خوښه د تور لیست او القاعده د تړون څخه باسي او د هغوی سره د جوړ جاړي او پخلاینی بهانه لټوي.

دلته دا موضوع واضع ښکاري، چي کرزی او د ده داړماره ډله بې اختیاره او بې صلاحیته ناسته ده. ځکه د شروع څخه يې د وطن د جګړې او روغی جوړی تصمیم او عراده د نورو پلاس کي ده. نو دلته د کرزی لالا کار او صلاحیت څشي دی او ځانته  پر څشي کریډټ ورکوي، بېله دې چي د یو سمبول حیثیت ولري.

اوس  افغانانو ته ښه په ډاګه سول، چي د پردیو پلاس راغلي او لاس پوڅي مشران د کندهاریانو په اصطلاح همداسي پخپلو اتو کي ډبل وي، لکه ولسمشر او اوسني افغان چارواکي، چی د وطن د سر نوشت په هره چاره کی بي اختیاره وي، نه حیثیت او نه هم کوم صلاحیت لري. افغان ولس ته ښه معلومه سول، چي باید په هره ټولنه کي واکمن دولت د ولسواکي په مټ واک ته ورسیږي نه د پردیو په زور.

عجبه خو دا ده، چی امریکا په افغانستان کي جګړه هغه وخت پايته رسوي، چی کله پوه سوه، چی نور يي د مملکت او ولس په زیان تمامیږي، نور يې هیواد د اقتصادي ستونزو او ولس يې د وزګاري د ګواښ سره مخ دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور پراساس د اوباما منتقدان او متحدان دواړه په دې خبره کې هم نظره دي، چې امریکا یوازې سږ کال د شپږو میاشتو په مده کي په افغانستان کې کابو ۱۲۰ ملیارد ډالره لګولي. راپور زیاتوي، چی د ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسي بیا تر اوسه پوري د امریکا د لګښت مصارف ۸ برابره زیات سوي دي، چي د امریکا د سنا مشرانو پر بارک اوباما نیوکه کړېده، چي  دا پیسې باید د هیواد د ناماسب اقتصادي وضعیت په ښه کولو لګولي شوای.

کارپوهان وايي، چې له افغانستانه د زرګونو ځواکونو د ایستلو په باب د ولسمشر اوباما اعلان به په افغانستان کې د امریکا لګښتونه چندان کم نکړي. د باسټن پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې د استاد ویلیم آر کیلفر په وینا،  چي  که په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم هم شي، امریکایان باید تر ډېرو کلونو پوري د افغانستان د جګړې تاوان پرې کړي.

نوموړي همدا راز  له افغانستانه تر راستنېدو وروسته د سرتېرو د معاشونو زیاتېدا، د تقاعد شویو عسکرو معاشونو او د عسکرو د درملنې او رواني ناروغیو د تداوۍ یادونه هم وکړه، چې د امریکا پر بودجې به پېټی زیات کړي. په همدې حال کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د لګښت لویه برخه د امریکا په غاړه ده.

اوس قیصه ډیره ښه په ډاګه سوه

چي  په افغانستان کي د امریکایانو د بی ساري لګښتونو له وجهي يې د اسامه بن لاالدین وژنه ضروري وبلل، تر څو د افغانستان څخه د پښو سپکولو لپاره یوه بهانه  ولټوي، تر څو نړیوالو ته په مکاري او فریب دا وښيي، چي خپل هدف يې تر لاسه کړ، اسامه ووژل سو او نور يې د وتلو عضر معقول دی.

اوس نو سوال دا دی، چي ایا امریکایانو دا دومره لګښتونه او ځاني تلفات یوازي او یوازي د اسامه په خاطر وقف کړي وه، او که يې هڅي د افغانستان استثمار وو؟ که يې چيری هدف د اسامه څخه د ۲۰۰۱ میلادي کال د سيپټمبر د یولسمي غچ اخستل وو. نو ایا دا پدې معني ده، چی د لسو کلونو د جګړې په مده کي امریکا ځانته دا حق ورکړ، چي  د بیګناو افغانانو پر خاورین کورونو بمونه وغورځوي؟

ایا دا د دې معني لري، چي د اسامه په سزا کي افغان ولسي وګړی، ښځي او ماشومان هم شکېل وي او د اسامه د مرګ ژوبلي سزا عام ولس ته ورکړل سي؟

یوازي د اسامه د ژولو پخاطر امریکا او د هغه متحدین ځانته څنګه دا حق ورکوي، چی په سلهاو زرو بیګنا افغانانو پر کورونو بمونه وغورځوي؟

د اسامه په خاطر د افغانستان کلی او ښارونه غرونه او درې په خپلو ړندو بمونو، زروي او کیمیاوي اسلحو تر سیوري لاندي کړي؟

هغه ماشومان چی سترګي يې په نړی کي لا نوي پرانیستلي د امریکا خودخوا لیډرانو يې ګور نصیب کړ، هغه خوندو او میندو چي خپل اولادونه يې د یو شین نهال په ډول غوټي کړي وي او کورني يې د هغه د میوې او ثمر په هیله ناست وه هغه اولادونه یا نهالونه يې د بمونو خوراک کړل.

راسي چي په ډاګه ووایو، چی امریکا د خپلی ماتي اخري شیبې په بې صبری شماري او د تاریخ په اږدو کي افغان غیور او باشهامته ولس یوار بیا د خپلو پلارونو او نیکونو په څير د خپل بری او مېړاني تاریخ تکراروي.

هو افغانانو! د تاریخ هره پاڼي ستاسي د بهادورۍ نغمې وایې، ستاسي د غښتلوالي او غیرت  کارنامې د نړي امپراتوران يوار بیا پر ګونډو کړل،   ستاسی د توري شرنګ او متانو زور د اسکندر مقدوني په زړه غشي ښخ کړل، ستاسو ودینو جوش د چنګېزخان قهر هم تر خپل سیوري لاندی کړ، ستاسي د تورو ټپونه په انګرزیزانو کي تر اوسه تازه دی او د میوند د غازیانو طوفان يې روانه بیړۍ غرقه او دړي وړي کړل، د افغان ولس د کارنامو مېرمن، د ملالۍ د چغو ږغ د هر انګریزی ځواک په غوږو کي د ویري او ډار انګېزي خورې کړې، او د هغوي نا پایه امپراتوري ته يې د پای ټکی کښېښوده.

هې افغانانو! ستاسي د قهر سیلاب د ماسکو سره ماڼي او د هغې راج په نړۍ کښي مات او مختوری کړ، ستاسي د شهامت او مېړانی سیلاب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او سپينه ماڼي وریږدول او د ماتي په اندېښنو کي ډوبه کړېده. ستاسو د شهیدانو د یتیمانو چغي عرش رېږدوي. ستاسو د کونډو اوښکي دښمن په خدايې قهر اخته کړل، ستاسو ویاړلی تاریخ د اتلانو په وینو لیکل سوۍ.

د ویاړلی افغانستان په هیله

لیکونکی: محمد سلطان شریفی: کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x