درې ورځو کې ۱۰ میلیونه آیفونه خرڅ شوي

راپور: اجمل ځواک

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د ټیکنالوژۍ مشهوره کمپنۍ اپل خپل نوی موبایل بازار ته د وړاندې کولو په لومړیو دریو ورځو کې ۱۰ میلیونه آیفون ۶ د خرڅولو دعوه کړې ده.

د اپل کمپنۍ مشر ټېم کک د سې شنبې ورځې په یوه بیان کې وویل چې که دوي وکولی شي عرضه دوامداره وساتي نو د زیات شمیر نوي آیفون ۶ او آیفون ۶+ په خرڅولو به بریالې شي.

اپل کمپنۍ خپل مشهوره موبایل آیفون نوی ماډل د جمعې په ورځ بازار ته وړاندې کړ چې د څیړنکو په نظر سې شنبې ورځې پورې توانیدلۍ چې ۱۰ میلیونه موبایلونه خرڅ کړي.

اپل کمپني خپل نوی موبایل بازار ته وړاندې کولو څخه مخکې د سپټمبر په ۱۲ د بکنک اسانتیا پیریدونکو ته وړاندی کړې او په لومړي ورځ ۴۰ لکه موبایلونو په خرڅولو بریالي شو.

اپل کمپنۍ خپل نوی موبایل په شروع کې ۱۰ هیوادونو کې د خرڅ لپاره وړاندې کړی چې وروسته به نورو هیوادونو کې هم د خرڅ لپاره به وړاندې شي.

اپل کمپنۍ مشران وايي چې چينايي مشرانو سره د ځینو ستونزو د نه هواریدو پر بنسټ خپل نوی موبایل دغه هیواد کې د خرڅ لپاره نه دی وړاندې کړی او باید وویل شې چې اوسمهال چين په نړی کې د سمارټ فون تر ټولو ستر بازار دی.

د اپل کمپنۍ په وینا آیفون ۶ به د سپټمبر په ۲۶ د نړی ۲۰ نورو هیوادونو کې به هم خرڅ لپاره وړاندې شې او د دې کال تر آخره ۱۱۵ نورو هیوادونو کې به دغه موبایل خرڅیږي.

یاده دې وي چې دوه کاله مخکې اپل کمپنۍ خپل نوی ماډل آیفون ۵ د نړی ۱۲ هیوادونو کې د خرڅ لپاره وړاندې کړي وو او په لومړيو درې ورځو کې یوازی ۹۰ لکه موبایلونه خرڅ شوې وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د