هندوستان: د ایماندارۍ نه هېرېدونکی مثال

راپور: اجمل ځواک
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): هندي مسلمان محصل ځوان د ایماندارۍ یوه غوره مثال وګرځید. کله چې هغه د اې ټي ام له ماشینه په غلطۍ سره لکونه روپۍ وویستل او بیرته یي پولیسو ته وسپارل.

د هندي رسنیو راپورونو پر اساس حیدر آباد د دکن سیمې محبوب نګر اوسیدونکۍ ۲۶ کلن مسلمان ځوان لطیف کله چې غوښتل د اې ټي ایم د ماشین په وسیله له خپل بانکي حساب څخه ۲۰۰ روپۍ وباسي؛ خپل حساب پاسورډ وهلو سره د اې ټي ایم له ماشینه ۲۶ لکه روپۍ ووتې. لطیف د بانک مسول کسان سره اړیکه ونیوه خو هغوي وویل چې دا پیښه هغوي پورې اړه نه لري.

بانک منفي ځواب څخه وروسته لطیف پولیسو سره اړیکه ونیوه او ټوله کیسه يي پولیس ته بیان کړه او پیسې یي هم پولیس ته تسلیم کړې.

حیدر آباد پولیسو مشر اعلان وکړ چې دغه مسلمان ځوان ته د ده ایماندارۍ په عوض به د محکمې له خوا سرټیفیکيټ ورکول شي او وي ویل چې دغه پیښه د بانکې مامورینو غفلت په نتیجه کې را منځ ته شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د