افغانستان

د ولسي جرګې غړی له يو مرګوني بريده روغ وتلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی عاشق الله وفا له يو مرګوني بريده روغ وتلی دی.

د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې عاشق الله وفا له کابله بغلان ولايت ته را روان و، چې لاره کې پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې.

د بغلان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند جاويد بشارت وايي، چې د ولسي جرګې وکيل عاشق الله له دغه بريده ژوندی وتلی، مګر يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

امنيتي چارواکي وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

جاويد بشارت رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی څو څو ځله د پارلمان وکيلانو او نورو اړوندو چارواکو ته ويلي، چې د تګ راتګ پر مهال امنيتي ځواکونه خبر کړي، تر څو د دوی امنيت وساتي، مګر ښاغلي وفا دوی نه و خبر کړي.

د ولسي جرګې وکيل عاشق الله وفا رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دی سره له خپلو ملګرو تېره شپه له کابله د بغلان پر لور روان و، چې کيلګي سيمه کې پرې وسله وال بريد وشو، چې شاوخو شل دقيقې يې دوام وکړ.

وفا زياتوي، چې ياد بريد کې د ده يو ساتونکی وژل شوی، مګر روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

وفا د یاد بريد پړه پر طالبانو واچوله، مګر طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hassin

په خبر کې لاندې جمله جوړه کړۍ:وفا زياتوي، چې ياد بريد کې د ده يو ساتونکی وژل شوی، مګر روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x