نړۍ

د اسامه زوم امريکا کې په ټول عمري بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا نيويار ښار کې يو محکمې د اسامه بن لادن زوم د امريکايانو د وژلو په تور په ټول عمري بند محکوم کړی دی.

د نيويارک مرافعې محکمې قاضي لویس کپلان ويلي، چې د اسامه بن لادن زوم ابو غيث د القاعده د ملاتړ او امريکايانو د وژلو په تور په ټول عمري بند محکوم شوی دی.

نوموړي قاضي سليمان ابوغيث ته په مخامخ خبرو کې وويل، چې «محکمه دې نتيجې ته رسيدلې، چې تا د امريکايي وګړو د وژنې لپاره د هر ډول اجنډا ملاتړ کړی او هر ځای دې د امريکايانو د وژلو هڅې کړي دي.»

د نيويارک محکمې ابوغيث ته هغه ويډيويي وينا وښوده، چې نوموی مسلمانان د امريکايانو وژلو ته هڅوي.

ابوغيث د يادې ويډيو په غبرګون کې وويل، چې په دې اړه ده يوازې خپله مذهبي دنده ترسره کړې او د امريکا پر ضد د جنګيدونکو د تشويق په موخه يې دغه ويناوې کړي دي.

سليمان ابوعيث د کويت دی او د اسامه بن لادن زوم دی، چې ۲۰۰۱م کال راهيسې د القاعده جهادي ډلې وياند په توګه پيژندل شوی و، چې تېر کال کويت کې له نيول کېدو وروسته امريکا ته ولېږدول شو او تېره ورځ د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ښار يو محکمې په ټول عمري بند محکوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x