افغانستان

کابل کې په لومړي ځل د افغان کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): پرون د تلې لومړۍ، چې د سیپټمبر له درویشتمې سره سمون خوري د افغان کلتور نړیوالې ورځ په مناسبت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ځانګړي مراسم ترسره شول.

په کابل کې د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت په مرسته ګڼو مدني ټولنو په ګډه د افغان کلتور نړیواله ورځ د کابل په پغمان قصر کې ولمانځله.

په پیل کې د افغان ملي غورځنګ مشر ډاکټر خوشال روهي د دې ورځې او افغان کلتور په مناسبت لنډې خبرې وکړې او ويې ویل چې موږ د خپلو کلتوري ارزښتونو د ساتنې او یادونې په پلمه دا ورځ لمانځو.

ورپسې، د کلتور اړوند عبدالغفور لېوال خپل لیکچر وړاندې کړ، نوموړي د کلتور پر پېژندنې سربېره، د کلتور پر ارزښت، ساتنې او ځانګړنو هم خبرې وکړي.

ورپسې د ترکمني، هزاره ګي او تاجکي فرهنګونو اړوند لنډ لیکچرونه وړاندې شول.

له ناستې وروسته، د پغمان قصر په ساحه کې تر نږدې ماښامه اتڼونه وشول او ګډونوالو د لاسي صنایعو، انځورګریو او ګڼو نورو نندارتونونو نندارې وکړي. ورپسې د شپې له تیارې سره جوخت مشاعره پیل شوه.

په مشاعره کې له د افغانستان د شاعرانو سربېره د خیبر پښتونخوا ګڼو راغلیو شاعرانو هم خپل شعرونه واورول، له نږدې دوه ساعته مشاعرې وروسته ټنګ ټکور پیل شو.

په دې مراسمو کې د هېواد له ګوټ ـ ګوټ څخه ځوانانو او د کلتور مینه والو ګډون کړی وو، پر دې سربېر د کوزې پښتونخوا شاعرانو، لیکوالو او د افغان کلتور مینه والو دا ورځ ولمانځله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x