افغانستان

دفاع وزیر: څلور میاشتې وروسته امنیتي مسوولیت زموږ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزیر بسم الله محمدي د مارشال فهیم له دفاعي پوهنتونه د لومړۍ دورې فارغانو په مراسمو کې وویل چې څلور میاشتې وروسته به ټول امنیتي مسوولیت افغان امنیتي عسکرو ته وسپارل شي.

بسم الله محمدي وویل چې دوی د امنیتي مسوولیتونو د لېږد لپاره پنځه پړاوونه ټاکلي وو، چې په خبره يې څلور پړاوونه بشپړ شوي او پنځم هغه به يې د څلورو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده د روان میلادي کال تر پایه ناټو خپل پوځي ماموریت بشپړ کړي او ورسره جوخت د ناټو غړي په دې تمه دي چې د واشنګټن او کابل ترمنځ له امنیتي تړون سره یوځای د سوفا تړون هم لاسلیک کړي.

ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، او تېره ورځ  يې د خدای پامانې په مراسمو کې خپل راتلونکي ځای ناستي ته په ټینګار وویل چې له امریکا سره په احتیاط چلند وکړي، ځکه هغوی د خپلو ګټو لپاره راغلي دي.

بسم الله محمدي په داسې وخت کې د امنیتي مسوولیت د لېږد خبره کوي، چې د دوی په وینا سږنی کال امنیتي مسوولینو تر ټولو خونړی و.

څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر هم ومنله چې په تېر نږدې نیمايي کال کې د څلورو زرو شاوخوا امنیتي مسوولینو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او طالبانو زرګونه بریدونه اوسلګونه سرتېري هغه کړي دي.

یاده دې وي بسم الله محمدي په هغه روزنځی کې خپلې خبرې کولې، چې نږدې میاشت وړاندې پکې افغان سرتيري مشهور امریکايي جنرال وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x