افغانستان

بلخ او کندوز کې اربکیانو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): په بلخ او کندوز کې د طالبانو په غبرګو بریدونو کې څوارلس تنه اربکیانو وژل شوي او طالبانو د ګڼو غنایمو د نیولو دعوه کړې.

له بلخ نه رارسېدلي خبرونه وايي چې د طالبانو له لوري د البرز په چله خېل سیمه کې د اربکیانو په پوسته برید وشو چې نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې د دوی ملګرو تېرمازیګر په چله خېلو کې د اربکیانو په پوسته برید کړی دی او په پایله کې ۷ تنه اربکیان وژل شوي او پوسته بشپړه دوی په واک کې اخیستې ده.

بل پلو، نن سهار شاوخوا اته بجې د کندوز مرکز ته څېرمه په اتمانزو سیمه کې په د اربکیانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د قومندان په ګډون ۷ تنه اربکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو تېره ورځ هم د زابل مرکز ته څېرمه په سینک سیمه کې د شپږو عسکرو د وژلو او ۷ رینجرو د تخریب ورکړ.

یاده دې چې طالب ویاند د کندوز او بلخ په بریدونو کې د ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړ.

په همدې وخت کې د دفاع وزیر بسم الله محمدي افغان ځواکونه د امنیت د تامین جوګه وبلل او د نوموړي په قول په څلورو میاشتو کې به ټول امنیتي مسوولیت افغان عسکرو ته ورپرېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x