
مزار شریف ښار کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې یوې چاودنې درې کسان ټپيان کړل.
د بلخ امنیه قومندانۍ مرستیال رازق قادري پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې نن له غرمې مخکې د ورځې په ۱۰:۴۵ بجو د مزار شریف په یوه بازار کې چاودنه را منځته شوه، چې په پایله کې د یوې ښځې، یوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي کسان ژوبل شوي.
نوموړي وویل، چې چاودېدونکي توکي په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي ول، چې په سېمه کې د خلکو د ګڼه ګوڼې پر مهال ورته چاودنه ورکړل شوي.
ده د چاودنې هدف په ګوته نه کړ او په دې تړاو یې د پلټنو د پيلولو خبر ورکړ.
د بلخ د امنیه قومندانۍ مرستیال د چاودنې پړه پر طالبانو ور واچوله، خو طالبانو تر دې دمه د یادې چاودنې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د نورو ولایتونو په پرتله په مزار شریف ښار کې ډېرې لږې دا ډول پېښې را منځته کېږي.