
درته ګډيږي
پخوا يو وو اوس به دوه درته ګډيږي
غبرګ ډولونه ډنګوه درته ګډيږي
د انكار وهم له زړه باسه جان كېره!
هسي امر چلوه درته ګډيږي
خداى يې دواړې سمې غوښتې د خداى نه شوو
ته يې كور ور نړوه درته ګډيږي
پام كوه چي زموږ پر خوا بې غم رانه شې
اعتبار په دوى كوه درته ګډيږي
دا يو څو آزار وهلي دي درست ستا وي
په ډالر يې غولوه درته ګډيږي
قهرجن ډكي لېندې دزړه كمين كي
اوس نو ته معلوموه درته ګډيږي
دا الهام دى راته شوى تا به وژني
د اردو صف لټوه درته ګډيږي
2014/09/23
سيدالهام