نړۍ

شمالي وزيرستان کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې لس تنه وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د شمالي وزيرستان دته خيلو سيمه کې امريکایي بې پيلوټه الوتکې توغنديز بريد کې لس کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان رسمي رسنۍ وايي، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان دته خيلو سيمې لوړه منډۍ کلي کې پر يو موټر او يو کور څلور توغنديز بريدونه وکړل، چې نتيجه کې يې لس تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

له پېښې وروسته سيمه کې وېره او ترهه خپره شوې او ځايي خلکو د پېښې د قربانيانو مرستې پيل کړي او د پېښې ټول قربانيان يې سيمه ييز روغتون ته لېږدولي دي.

له دې مخکې هم د تېر مياشتې «اګست» په شپږمه نېټه د امريکايي بې پيلوټه بريد کې شپږ کسان وژل شوي وو او دوه يې ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x