افغانستان

د غزني د ټرانسپورټ امر اختطاف شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو وسله والو د غزني ولایت د ټرانسپورټ امر احمد ولي له خپل کور څخه ایستلی او تښتولی دی.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ساپی وايي، چې د غزني د ټرانسپورټ امر وروسته له هغې نادرکه شوی، کله چې وړمه شپه ناوخته د هغه ملګري کور ته ورځي او د چکر په پلمه یې له کوره را باسي او په ناڅرګند لور یې تښتوي.

ننګ ساپی زیاتوي، چې د اختطافچیانو د هویت او ځای ځایګي په اړه مالومات نشته او تمه لري، چې له پلټنو وروسته به یې دقیق ځای پیدا او نوموړی ترې وژغورل شي.

همداراز د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال اسدالله انصافي هم پېښه تاییدوي، خو په خبره یې په دې پېښه کې ناڅرګند وسله وال او اختطافچیان لاس لري.

د غزني ښاریان د ښار د امنیت په اړه انديښمن دي او وايي، چې امنیتي چارواکو د ښار د امنیت په تامینولو کې پاته راغلي.

د دوی د څرګندونو له مخې، طالبان د ښار دروازو ته را رسېدلي، په ښار کې چېرته چې وغواړي، عملیات او هدفي وژنې کولای شي. همدارنګه  نورو غلو او اختطاف چیانو ته هم زمېنه برابره شوې، چې د خلکو سر او مال ته ګواښ پېښ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x