د ترکیې په ښوونځيو کې پر حجاب لګېدلی بندیز لرې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ترکیې نوي حکومت په یوې بې ساري اقدام کې د دغه هېوادو په ښوونځیو کې له کلونو راهیسې پر حجاب لګېدلی بندیز لرې کړ.

د ترکیې ملي راډیو په حواله، د تركيې د وزيرانو شورا د پرونۍ غونډې په ترڅ كې پرېكړه وكړه ،چې تر دې وروسته دې په متوسطه ښوونځيو كې د نجونو پر حجاب  لګېدلى بنديز لرې شي. د تركيې د ښوونې وزارت په اساسنامه كې چې پخوا جوړه شوې راغلي ول ، چې د ښوونځي زده كوونكې نجونې نشي كولاى چې د پړوني سره ښوونځي ته ننوځي.

د وزيرانو شورا د پوهنې وزارت له اساسنامې څخه دا ماده وايستله او په دې ډول په تركي ښوونځيو كې زده کوونکیو انجونو ته زمينه برابره شوه،  چې د حجاب سره ښوونځي ته ولاړې شي.

په تركيه كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا د ګوند د خپلې واکمنۍ په موده كې داسې ډېر اصلاحات راوستل، چې ترکانو ته د پخوانيو رژيمونو نه په میراث پاته ول.

په دې لړ کې، د اردوغان په مشرۍ حكومت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ ع كال كې د ټولو سياسي ګواښونو سره سره په پوهنتونونو كې ښځینه محصلينو ته د حجاب اغوستلو اجازه ورکړه . د حکومت له دې پرېكړې سره د حکومت مخالفو ګوندونو او يو شمېر مدني ټولنو مخالفت هم له ځانه سره لاره.

  حكومت په دويم بې ساري ګام كې په دولتي ادارو كې حجاب اغوستلو ته اجازه وركړه. د تركيې په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د پارلمان درې تنو ښځينه وكيلانو حجاب واغوست. ددې بهير په وروستي پړاو كې بيا د لېسو او منځنيو ښوونځيو د زده كوونكو لپاره د حجاب د اغوستلو د بندیز و، چې تېره ورځ ورته د پای ټکی کېښودل شو.

په تركيه كې د نوي تعليمي كال د پيل سره سم حكومت پدې برخه كې هم مهم ګام پورته كړ او نجونو ته اجازه وركړل شوه چې ښوونځي ته د تګ پرمهال پړونى په سر كړي. په داسې حال کې، چې  د تركيې د پخوانيو قوانينوله مخې په ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي ادارو كې کارکوونکو ښځو ته د حجاب د اغوستلو اجازه نه وه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د