افغانستان

اشرف غني به د لوړې له مراسمو څو ساعته وروسته امنيتي سند لاسليک کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی به د خپلو لوړې له مراسمو وروسته د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي.

رويټرز خبري اژانس د ناټو د لوړپوړو امنيتي سرچينو له قوله وايي، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به ډاکټر اشرف غني احمدزی د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي او هغې وروسته به د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي.

د امريکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه غواړي، د روان کال تر پايه خپل عسکر له افغانستانه وباسي او شاوخوا زر عسکر د افغان امنيتي عسکرو د روزنې لپاره افغانستان کې پاتې شي.

امريکايي چارواکي وايي، د ۲۰۱۶م کال تر پايه به د امريکايي عسکرو شمېر نور هم کم شي او يوازې سلګونو عسکر به کابل کې د امريکا سفارت کې د امنيتي دندو په موخه افغانستان کې پاتې وي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي تر اوسه دناټو د لوړپوړي چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، مګر د ټاکنيز کمپاين پر مهال دواړو نوماندانو غربي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړی و، چې واک ته له رسيدو وروسته به امريکا سره امنيتي سند لاسليکوي.

امريکا او ناټو څو څو ځله ګواښ کړی و، چې که افغانستان ورسره امنيتي سند لاسليک نه کړي، نو امريکا به خپل ټول پوځونه له افغانستانه وباسي، مګر پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې ټينګار کاو، چې تر هغو به امنيتی سند لاسليک نه کړي، چې تر څو امريکايي عسکر د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او افغانان په خپلو کورونو کې وژني او بنديانوي يې.

هغه مهال د کرزي له پرله پسې انکاره وروسته پر ولسي وګړو چاودنې او بريدونه زيات شول، نو ولسمشر کرزي بيا بيا په خپلو ويناوو او څرګندونو کې وويل، چې دا بريدونه د حکومت مخالف طالبان نه کوي، بلکې دا هغه کړۍ دي، چې غواړي له دې لارې افغانان اړ کړي، تر څو امريکا سره ژر تر ژره امنيتي تړون لاسليک کړي، مګر کرزی په خپله خبره تر اخره ټينګ پاتې شو، چې تر هغو به امنيتي تړون لاسليک نه کړي تر څو چې امريکايي عسکرو د افغانانو له وژنو لاس نه وي اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاهد

د نن ټکی اسیا له چلونکو زما هیله ده ، چه زما تبصره واپس کیږدی ، او یا یی دلیل راته ولیکی ، چه ولی لیری شوه

Malim

له خاصو افغانی اسلامی او ملی ملحوظاتو بغیر تړون مړون نشته

که څه هم امریکا عبدالله ورته په څنګ کښی ددی فشار له کبله واچاوه

خو بی غمه اوسی چه اسلامی ملی او افغانی د استقلال شرایط پکشی په واضح ډول نه وی څرګند او وضح شوی

د تړون طمع مه لری نشته

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x