نړۍ

هند کې د يو مسافر وړونکي بس اوبو ډېم ته د پرېوتو له امله ۲۳ تنه مړه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل:(د هند همچال پرديش ایالت کې يو مسافر وړونکی بس د اوبو ډيم ته د پريوتو له امله ۲۳ مسافر مړه شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

هندي رسنۍ وايي، چې د همچال پرديش ايالت بلاسپور ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی بس، چې شاوخوا څلويښت کسان پکې سپاره وو، د تېز رفتار له امله د اوبو ډېم ته پرېوتی دی.

چارواکي وايي، چې تر اوسه يې د ۲۳ تنو مړي راويستي او څوارلس ټپيان يې نژدې روغتون ته لېږدولي او تر اوسه هم يو شمېر خلک نادرکه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x