فیچر: نوی حکومت او د هېواد په زندانونو کې د اعتصابونو تازه څپه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، د تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې ،چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حکومت ۴۸ ساعتونه لا نه دي پوره شوي،  د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په محبسونو کې بندیانو د چارواکو او مسؤلینو د نه پاملرنې او د دوی دوسیو ته د نه لاس رسي له کبله په پراخو او ډول- ډول اعتصابونو لاس پورې کړی. اعتصاب کوونکي وايي، تر هغو به اعتصاب جاري ساتي، ترڅو چې نوي را منځته شوی حکومت د دوی د برخلیک په اړه کوټلي ګامونه اخستي نه وي.

افغان بندیان، چې خپلې خولې يې ګنډلي دي

افغان بندیان، چې خپلې خولې يې ګنډلي دي

اعتصابونه په کومو زندانو کې پيل شوي؟

په لومړي راپور کې ویل شوي، چې د کابل د څرخي پله په زندان کې يو شمېر زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى او ډېری بندیانو خپلې خولې ګنډلي دي.

يو تن چې ځان یې د پلچرخي زندان د اووم بلاک بندي معرفي کړ، د ټېلېفون له لارې خبریالانو ته ويلي، چې د دغه زندان د پنځو بلاکونو (خاص، لومړي، درېيم، شپږم  او اووم بلاک ) ګڼ شمېر  زندانيانو  له دوو ورځو راهيسې د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورى کړى او ځينو يې خولې هم ګنډلې دي.

هغه چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وايي، زندانيانو ځکه پر اعتصاب لاس پورې کړى چې د کوچني اختر او له انګریزانو څخه د استقلال  د ورځې په مناسبت د ولسمشر د عفوې د فرمانونو له مخې يا بايد خوشي شوي واى او يا يې هم د بند موده راکمه شوې واى، خو د زندان چارواکو اصلاً فرمانونو ته کومه اعتنا نه ده کړې.

د سرچينې په خبره، دغه بندي ورته وويل، چې د يوې ترافيکې پېښې له امله زنداني شوى، څه باندې درې کاله يې په زندان کې تېر کړي او د عفوې د فرمانونو د تطبيق په صورت کې بايد مخکې لا له زندانه خوشى شي.

يو بل تن چې هغه هم ځان د څرخي پله زندان د اووم  بلاک   زنداني معرفي کړ، د نورو معلوماتو له ورکولو  پرته يې د ټېلېفون پر کرښه وويل چې پر پنځه کاله بند محکوم شوى، درې نيم کاله يې تېر کړي او د عفوې د فرمانونو د تطبيق په صورت کې بايد له زندانه خوشى شي.

دغه بندي، چې خپله یې هم په اعتصاب کې برخه اخیستې ويلي چې د شاوخوا ٨٠  اعتصاب کوونکو زندانيانو روغتيايي حالت نازک دى.د ده په وينا، له يادو کسانو څخه یوازې ٤٥ ته يې د زندان په کلينيک کې سيروم ورکړل شوى، خو په کلينيک کې د پاتې کسانو لپاره سيروم شتون نه لري.

زندانيان ګواښ کړی، چې تر هغه به  خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، څو غوښتنې يې منلي شوې نه وي.

په یوه بل راپور کې په شمال کې د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان نه هم په مرکزي محبس کې د بندیانو د اعتصاب او خولو ګنډلو خبر ورکړل شوی.

د شبرغان په زندان کې سلګونو تنو بنديانو هم له د ورته اعتراض په ترڅ کې خپلې خولې ګنډلې دي او وايي، چې له مودو مودو راهیسې داسې کوم چارواکی پيدا نشو، چې د دوی دوسیو ته لاس رسي وکړي او د برخلیک په اړه یې ورته تصمیم اعلان کړي.

د شبرغان محبس بندیان هم له یادې ستونزې سر ټکوي او زیاتوي، ولسمشر کرزي د فرمان مطابق د دوی د بند موده پای ته رسېدلې؛ خو ګمارل شوی کميسيون په دې اړه کوم اقدام نه کوي.د جوزجان د استيناف څارنوال عبد الحبيب دستګيرزاده بيا وایي چې فرمان مغلق و، ځکه د بنديانو پر دوسيو غور نه دی شوی؛ خو ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به دا کار تر سره کوي.

د رسمي شمېرو له مخې، د جوزجان ولایت په مرکز کې په شبرغان مرکزي زندان  کې ۶۰۰ تنه سیاسي، جنايي او نور ډول ډول بنديان پراته دي چې له منځه یې  ۷۰ تنه ښځينه بندیاني دي.

د یوه بل خبر له مخې،   د بادغېس زندان ٦٠ تنو زندانيانو چې له تېر ماښام راهيسې يې په احتجاج لاس پورې کړى ؛ له نوي حکومت څخه غواړي چې دوسيې يې وڅېړي او برخليک يې معلوم کړي.
د سه شنبې په ورځ د بادغیس د زندان په انګړ کې اعتصاب کوونکو بندیانو  د الله اکبر شعارونه ورکول او نارې يې وهلې، چې  : « موږ غواړو چې عفو شو.»

ویل کېږي، چې د زندانونو چارواکو د زندانیانو د غوښتنو او د هغوی د حالت او شکایتونو د لیدلو او اورېدلو لپاره خبریالانو ته  زندان  ته دننه د ورتګ اجازه نه ده ورکړې، په دې لړ کې د پژواک خبريال نن د دې احتجاج له  څېړونکي پلاوي سره د بادغيس په مرکز قلعه نو کې ياد زندان ته ورغى، خو امنيتي چارواکو ظاهراً له دې وېرې چې زندانيان ورته زيان ونه رسوي، اجازه ورنه کړه چې له زندانيانو سره له نږدې خبرې وکړي.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر او د ياد پلاوي غړي عبدالمجيد شکېب وويل، چې په دې زندان کې ټول ٢٩٠ تنه بندیان شتون لري،چې  په وینا یې  ٦٠ تنو يې له تېر ماښام راهيسې په احتجاج لاس پورې کړى دى او تر اوسه پورې ادامه ورکوي.

شکېب وايي چې موظف پلاوي له زندانيانو سره وکتل او دغه موضوع يې وڅېړله. د ده په وينا، ياد زندانيان  دعوه کوي چې بې برخليکه په زندان کې شپې ورځې تېروي.

نوموړی وايي، چې دغه زندانيان له نوي حکومت څخه غواړي چې دوسيې يې وڅېړي او برخليک يې معلوم کړي.

د څېړونکي پلاوي د یاد غړي د معلوماتو له مخې، له دغو زندانيانو ځيني يې مخالفین  دي او ځيني نور يې  د غلاوو، وژنو، نشه يي توکو او نورو جرمونو په تړاو زنداني شوي دي.

د بادغيس د محبس امر سمونوال سمع الله وايي، چې په زندان کې اړين امنيتي تدابير نيول شوي او موظف امنيتي ځواکونه په زندان کې د هر ډول کړکېچ مخه نيولى شي.

همداراز د غزني ولایت له محبس څخه هم د زندانیانو سره د ناسم چلند او په اعتراض کې يې د بندیانو له لورې د پيل شوي اعتصاب راپور ورکول شوی دی.

د غزني په زندان کې دننه یو شمېر بندیانو د خپلو خپلوانو سره په اړیکه کې، چې جزییات یې د هغوی له لارې نن ټکي اسیا سره هم شریک کړي، وايي ، چې د زندان د مسؤلینو او ساتونکو له سخت چلند ، شکنجو او تعذیبونو سخت ځپلي او له تېرې ورځې راهیسې پر  اعتصاب او خولو د ګنډولو پيل کړی.

په ورته وخت کې طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته د یوې خبرپاڼې له لارې د غزني په زندان کې د یوه بندي د سا ورکولو خبر ورکړی.

ښاغلي احمدي د نوموړي بندي د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه ویلي، چې «  غازي محمد د حاجي صاحب جان زوی د غزني ولايت د ګېرو ولسوالۍ د موسی خېلو دکلي اوسېدونکی وو چي  دوه نيم کاله مخکي وحشي امريکايانو د يوې چاپې په ترڅ کي نيولی وو او وروسته يې د مزدور رژيم وحشي چارواکو ته سپارلی وو، نژدې يو نيم کال مخکي چي کله د غزني زندان ظالمو چارواکو پر مظلومو بنديانو ناتاره ډزي وکړې او د دريو تنو بنديانو د شهيدلو تر څنګ يې يو شمېر نور زخميان کړل ؛ شهيد غازي محمد هم په دغه پېښه کي سخت زخمي سو ، له تېر يو نيم کال راهيسي د غازي محمد کورنۍ هڅه کول تر څو دده د زخمونو علاج وسي او يوه مناسب روغتون ته ولېږدول سي خو وحشي چارواکو دده دسمي تداوۍ اجازه نه ورکول ، پدې وروستيو کي د غزني روغتون ډاکټرانو څرګنده کړېوه چي دوي د غازي محمد د تداوۍ وس او امکانات نلري او بايد بندي مريض کابل ته انتقال کړل سي خو بيا هم ظالمو چارواکو کابل ته دده له انتقال سره مخالفت وکړ او زخمي بندي يې همداسي په نازک حالت کي په پوره بې پروايي سره بې له معالجې پرېښود چي په نتيجه کي يې نوموړی مظلوم بندي دوې ورځي مخکي  ( د سپټمبر ۲۱ ) په غزني روغتون کي ساه ورکړه او خپل حقيقي مالک او عادل ذات جل جلاله ته يې خپل مظلوميت او د زخمي بدن پرهرونه له ځانه سره يووړل.»

د طالب ویاند په استناد، دا له بندیانو سره د سخت چلند لومړۍ پېښه نه ده، بلکي «له دې  وړاندي د مئ مياشتي پر۲۹ نېټه د کاپيسا په محبس کي يو تن مظلوم بندي حبيب الرحمن د چاوراکو په يوه پلان سوې دسيه کي په شهادت رسيدلی وو او د همهغي مياشتي پر ۲۵ نېټه بيا د کندهار ولايت د مرکزي زندان بندي عزت الله چي د کندهارولايت ددامان ولسوالۍ اوسېدونکی وو د وحشي عسکرو او خاديانو د سختو وهلو له امله په ميرويس روغتون کي ساه ورکړې وه .»

له کابل، غزني او بادغيس وروسته د هلمند په مرکزي زندان کې هم  شاوخوا زرو بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې دغو بنديانو له تېرې ورځې راهيسې د خپلو دوسيو د څېړنې او حقونو د غوښتلو په نوم  اعتصاب پيل کړى دى.

د بندیانو یو استازي ویلي، چې تر هغې به خپلو اعتصابونو ته ادامه ورکوي، ترڅو یې دوسیو ته لاسرسی نه وي شوی او ستونزې یې نه وي ختمې شوي. زندانیان وايي، چې د دولس سوو په شمېر بنديانو له تېرې ورځې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى او تر هغو به دوام ولري چې نوى ولسمشر  يې غوښتنې ومني. « نوى ولسمشر دې زموږ دوسيې له سره وڅېړي او د بند په مودو کې دې تخفيف راولي.»

دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي تر اوسه  د هېواد د  ولسمشر په توګه لوړه نه ده کړې.

زندانیان وايي، نوي ولسمشر د ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چې د بنديانو غوښتنو ته به رسېدنه کوي او د بند مودې به يې کموي.

بلخوا د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور هم تاييد کړه چې له تېرې ورځې راهيسې  د مرکزي زندان يو شمېر بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى. نوموړی وايي، دوى له يادو بنديانو سره ليدلي؛ غوښتنې به يې تر لوړپوړ چارواکو ورسوي او د نشه يې توکو په تور نيولي کسان  به  کابل ته ولېږي.

د ده په وينا چې د اعتصاب کوونکو بنديانو غوښتنې تر ډېره د بند د مودې د راکمولو په تړاو دي چې د ولسمشر د فرمان  پر اساس وي.

په عین وخت کې د ياد زندان مدير ډګروال اول ګل ساپي هم وويل چې زندان له شپږو بلاکونو د څلورو بلاکونو شاوخوا زرو بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى. د زندان د مدیر په خبره،  دغه کسان  له دوى سره ستونزه  نه لري، سوله ييز  اعتصاب کوي  او له تېرې ورځې را په دېخوا نه  ډوډۍ غواړي او نه هم له خپلوانو سره ليدل.

د هلمند د استيناف څارنوال څارنپوه عبدالصمد صديقي وويل  هيله من دى چې د نوي ولسمشر  د دندې له پيل  سره به دغه ستونزې حل شي. ده وويل  چې د اعتصاب کوونکو غوښتنې د دوى له صلاحيته لوړې دي.

د يوې باوري سرچينې له مخې، دا مهال د هلمند په  زندان کې له ۱۵۰۰ څخه زیات  بنديان ساتل کېږي.

په روانه اوونۍ کې د کابل، بادغيس او غزني په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې بنديانو خپلو دوسيو ته د نه رسېده ګۍ په غبرګون د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.

اعتصابونه او د چارواکو غبرګون :

د محبسونو ځينو ولايتي ادارو ويلي، چې د دغو بنديانو غوښتنې به له جګپورو چارواکو سره شريکې کړي؛ خو د غزني د استيناف څارنوال بيا دغه کار یوه  توطيه بولي.
همدارنګه د محابسو عمومي رياست د دفتر مشر جنرال حبيب جان رضواني تاييد کړه  چې يو شمېر زندانيانو د څرخي پله او بادغيس په زندانونو کې پر اعتصاب او احتجاج لاس پورى کړى دى. خو د هغوی خبرې يې ټولې رد کړې او تور یې ولګاوه، چې دغه زندانيان د زندانيانو د عفوې د فرمانونو په اړه کافي معلومات نه لري او فکر کوي چې هر زنداني د عفوې له فرمان څخه ګټه پورته کولاى شي.

د رئیس په خبره، هغه کسان چې د ولسمشر د عفوې په فرمانونو کې شاملېدل، هغوى يا خوشي شوي او يا يې هم د بند موده راټيټه شوې ده. خو  ورپسې زیاتوي، چې سره له دې هم يو پلاوى ټاکل شوى چې دغه موضوع وڅېړي او زندانيان وپوهوي چې ولې د عفوې په فرمان کې نه دي شامل شوي.

ده د زندانيانو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکي خولې يې ګنډلې دي؛ خو د یو شمېر هغو تازه عکسونو له مخې چې نن ټکي اسیا او ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او نیغ په نیغه له زندانونو تیت شوي، په ډاګه کوي، چې زندانیان خپلې خولې ګنډلې او نورې هم داسې نښې نښانې شته، چې د اعتصاب له امله د زندانیانو کمزوری او ناسم روغتيايي حالت ترې جوتېږي.

د محابسو عمومي رياست د دفتر مشر جنرال حبيب جان رضواني د کابل د څرخي پله په زندان کې د اتيا کسانو د روغتيايي حالت خرابېدل هم رد کړل او ويې ويل چې  لږ شمېر کسانو يې درملنې ته اړتيا لرله او درملنه يې هم شوې ده.

ده وويل، چې د زندان په روغتيايي مرکز کې کافي درمل شتون لري.

په بندیانو کې ډېری یې شکایت کوي، چې دوسیو ته یې هېڅ لاس رسی نه کېږي

په بندیانو کې ډېری یې شکایت کوي، چې دوسیو ته یې هېڅ لاس رسی نه کېږي

د هېواد په زندانو کې د بندیانو کره شمېره :

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال  د هېواد په ټولو زندانونو کې« ٢٧٨٠٠ » تنه زنداني دي چې« ٧٥٠» تنه يې ښځې او نور نارينه دي.

د دې ټولو بندیانو له ډلې یوازې« ٧٥٠٠»  تنه د کابل په څرخي پله په زندان کې زندانيان دي.

ghazni 2

له نوي حکومت څخه د بندیانو یوازینۍ غوښتنه دا ده، چې دوسیو ته یې لاس رسی او په بند کې ورته تخفیف ورکړل شي.

ghazni 1

بندیان او طالبان:

دې ډول کړنو له څو کلونو په تېره بیا له هغې راهیسې ، چې د څرخي پله په زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ خونړۍ نښتې را منځته شوې او په ترڅ کې يې لسګونو بندیانو ته مرګ- ژوبله واوښته، د طالبانو توند او جدي عکس العملونه را وپارول . دوی  په لومړي ګام کې په کابل کې دننه پر عدلیې وزارت او د محابسو پر ریاست ډله یېز وسله وال برید وکړ، چې کابو کرۍ ورځ يې دوام وکړ او زیاته مرګ ژوبله يې واړوله.

همدارنګه په کندهار کې پر سرپوزې زندان هم په ۲۰۰۷ کال کې لومړی یوه ډله یېز برید ترسره شو ، چې سلګونو سیاسي او نورو بندیانو ته پکې د تېښتې او خلاصون زمېنه برابره شوه . له دې پېښې وروسته یو ځل بیا هم طالبان وتوانېدل، چې همدې زندان ته سوړه وکړي او د یوه تونل په کېندلو سره خپل شاوخوا ۷۰۰ ملګري را خلاص کاندي.

د بشري حقونو اداره او نړیوال بنسټونه:

که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمان او نورو کورنیو ټولنو په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې او سخت چلند غندلی او په دې اړه یې خپله اندېښنه ښودلې، خو داسې بريښي، چې دوی هم په دې تړاو د کوټلو ګامونو او جدي پاملرنې په اخیستلو کې پاته راغلي.

بندیان، د زورواکو او خپلسرو چارواکو په منګولو کې :

هر حکومت او قانون له بندیانو سره د چلند او د هغوی د تعذیب لپاره ټاکلې کړنلاره او بېلې طریقې لري. خو افغانستان کې د نورو ادارو په پرتلو د محابسو په ادارو کې خپلسرۍ، رشوت، اداري او اخلاقي فساد خپل اوج ته رسېدلي.

د دې ادعا د تر ټولو ستر ثبوت په توګه بویه، د روان کال د جولايي میاشت کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي هغه څرګندونې را واخلو، چې د کوچني اختر په لومړیو ورځو کې یې د ژېړۍ ولسوالۍ د څو ورځنۍ جګړې په پای کې خپلو عسکرو ته وکړې.

نوموړي خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې له دې وروسته دې بندیان او ټپیان له ځان سره زندانونو ته نه لېږدوي او چې هر ځای یې په ګوتو ورځي ؛ نو ځای پر ځای دې وژني .

دا لومړی ځل و، چې په رسنیو کې د حکومت د یوه لوړ رتبه نظامي چارواکي له دريځه د سخت چلند او قوماندې په اړه اورېدل کېدل؛ خو طالبان او د مختلفو سېمو اوسېدونکو هم  ویلي، چې په دې وروستیو کې له بندیانو سره د اردو ، پولیسو، اربکیانو او نورو عسکرو د سخت چلند شاهدان دي.

 ghazni 4bandyan-3

وحید پاڅون

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د