افغانستانخبرونه

پدرام: «وروستۍ هوکړه د یوه ښکېلاکګر په فشار شوې»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی او د ملي کنګرې ګوند مشر، ډاکټر عبدالطیف پدرام د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د تېرې یکشنبې ورځې پر ایتلاف سختې نیوکې وکړې او دا یې له افغانستان سره «خیانت» وباله.

پدرام د راتلونکي حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست. ده وویل: « سوال دا دی، چې راتلونکی حکومت به خپل مشروعیت له کومه ترلاسه کوي؟ د ټاکنو پایلې معلومې نه دی، څنګه یو ولسمشر او بل اجراييه مشر ټاکل کېږي؟» لطیف پدرام د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس په خیانت تورن کړ او ویې ویل: « د ټاکنو کمېسیون رئیس خیانت کړی؛ نو ژر تر ژره باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی وای.»

ښاغلي پدرام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري په نوښت منځ ته راغلی ایتلاف «شرموونکی» وباله. ده وویل، چې دا ایتلاف د امریکایانو په فشار منځ ته راغلی. پدرام زیاته کړه، چې دا د «ښکېلاکګرو» فشار و، چې نوماندو دغه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ډاکټر لطیف پدرام د «ملي یووالي» حکومت پر دوام شک څرګند کړ، ده زیاته کړه: «که ملي درایت وای، نو امریکايي ته اړتیا نه وه چې دلته پرېکړه وکړي. دا شرموونکې وه. د هوکړه لیک د پلې کېدو لپاره باید هر ځل یو امریکایی راشي او دلته د کار څارنه وکړي.»

پدرام راتلونکي حکومت ملي نه ګڼي. دی وايي: « هر ایتلاف ملي دولت نه دی.» ښاغلي پدرام همدا راز وویل: « دا نتیجه نه ورکوي، موږ به له لا سترو کړکېچونو سره مخ شو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x