نظــر

فورین پولیسي: امریکا د عراق او افغانستان جګړه وبایلله

US_soldiers_gather_near_a_destroyed_vehicleنن ټکی آسیا: امریکايي مجلې فورین پولیسی (foreign policy) په خپله یوه تازه نشر شوي مقاله کې ویلي چي امریکا په عراق او افغانستان کې ناکامه سوله، او زیاتوي که څه هم اوباما په عراق کې د پرمختګ خبري کوي، او دا پرمختګ به د امریکايي فوځیانو په بیرته ستنیدو کې مرسته وکړي، خو په حقیقت کې واقعیت دادی چي په عراق کې د سولي ټوله هڅي ناکامه شولې، او د امریکا او حکومت په ضد لا پاڅون د پخوا په پرتله دوام لري.

د مقالې لیکونکي ستیفن والت زیاتوي، چي حتی په افغانستان کې د نورو امریکايي فوځیانو استولو هیڅ ګټه ونه کړه، بېله دې چي هلته یو ضعیفه او غیر فعال حکومت قایم کړي، او تر اوسه طالبان هغسي قوي دي، لکه مخکي چي وه، لکه د اضافي فوځیانو استولو چي هیڅ ګټه هم نه وي کړې.

نو بناء د لیکوال په نظر د افغانستان او عراق برخلیک به خپله افغانان ټاکي نه امریکا، ځکه د امریکا د واکه هرڅه وتلي دي.

والت چي کوم حقیقت ته ګوته نیولې هغه داسي څرګندوي چي امریکا په عراق کې خپله جګړه بایللې، او ډیر ژر به یې په افغانستان کې هم بایلي.

په دې معنی چي امریکا به د عراق څخه خپل فوځ وباسي، بېله دې چي هلته خپل مقاصد تر لاسه کړي، هغه اهداف د کومو لپاره چي دوی لومړی عراق ته تللي وه، ځکه چي د امریکا لومړی استراتیجیک موقف ډیر ضعیفه وو، او نه يې هم کومه سیاسي تګ لاره درلودله.

لکه د بن لادن څخه خلاصون، د هغه څخه خلاصون د امریکا د کامیابه استراتیژی پر اساس نه دی منځته راغلی، بلکي په پاکستان کې د استخباراتي شبکې د ښه فعالیت پر اساس منځته راغلی، چي امریکا هیڅ ونډه نه په کښي لري، او دا نوي خبره ده چي والت په خپله دې لیکنه کې را پورته کړې، ځکه چي مخکي داسي ویل کیدل چي پاکستان په دې کارنامه کې هیځ رول نه دی لوبولی.

لیکوال زیاتوي چي هغه اهداف چي امریکا د هغو پر اساس پر عراق او افغانستان یرغل وکړ، هغه په اصل کې سهي نه وه، ځکه چي پر عراق باندي یرغل اصلا ضروري نه وو، ځکه چي صدام حسین نه ده القاعدې سره اړیکي لرلې، او نه يې هم د اتومي وسلو سره کوم تړاو درلود، بلکي د هغه د حکومت د ړنګولو له امله په سیمه کې یوداسي دولت را منځته سو، چي په هغه کې القاعده او قسم قسم ملېشې میشتي دي.

او همداسې د لیکوال په وینا د عراق یرغل په سیمه کې د ایران نفوذ زیات کړ، او د سیمي د مخکنې قوت توازن يې دړي وړي کړ، او د امریکا جنګي موارد يې سره بیل کړه، او د افغانستان څخه يې توجه واړوله، او د همدې وجې طالبانو ته بیرته ښه فرصت په لاس ورغلی چي بیرته خپل ټوټه شوی وجود سره را ټول کړي، او د امریکا په ضد په یو قوي پاڅون لاس پوري کړي، او همداسي پر هغو هڅو هم بد اثر پرېوتوي چي د کرزي د حکومت به پرې قوي کیدی.

لیکوال زیاته وي، که څه هم اوباما دغه دوې جګړې د خپل سلف څخه په ورثه کې واخیستلې، خو اوباما چي کوم حماقت وکړ، هغه داوو چي په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړ، او په عراق کې سیاست ګډ وډ او ناکامه سو.

لیکوال زیاتوي، چي امریکا خپل هغه ټولي لاسته راوړني چي د روسیې سره يې د ساړه جنګ وروسته ترلاسه کړې وې، ټوله برباد او له لاسه ورکړې، او په عراق او افغانستان کې د اوږدې جګړې له وجې د امریکا په ضد نفرت زیات سو، او امریکا ناکامه سول چي په عراق او عربي نړی کې د مختلفو مذاهبو او قومونو په جوړښت پوه سي، نو ځکه له همدې وجې د شكست سره مخامخ سول.

ژباړه: ځانګړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x