fbpx

په جاپان کې د ماشوم ژړولو سیالي کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل):ماشوم چوپولو لپاره مور او پلار مختلفې کړنلارې خپلوي؛ خو جاپان کې داسې مسابقې کیږي چې چوپ او خوشحاله ماشوم په خاصه طریقه ژړوي.
دغه لوبه ۴۰۰ کلن تاریخ لري چې پر اساس يي د جاپان يوې سنتې پهلوانۍ دوه لوبغاړي ماشومان په غیږ کې میدان ته دننه کوي او فضا ته اچولو سره يي د ډارولو کوشش کوي او بیا د لوبې څارونکي دواړو ماشومانو تر منځ د ژړا مسابقه کوي.

دغه لوبې د ناکي سومو او بېبې کرای سومو په نوم مشهورې دي، چې روان کال ۱۰۰۰ ماشومانو په دې لوبو کې ګډون کړی وو.

دغه لوبو کې یوازې یو کال څخه کم عمر لرونکي ماشومان ګډون کوي او هر هغه ماشوم چې په جګ آواز او دوامداره وژاړي د لوبې ګټونکۍ اعلانیږي.

جاپاني مېندې او پلرونه په دې باور دي، چې په دې لوبو کې د ژړولو په اساس د ماشوم روغتیا غوره کیږي او له شیطاني اثراتو به محفوظ پاتې شي؛ نو په همدې اساس په دې لوبو کې د ګډون لپاره د دې ماشومانو کورني ۳۷ ډالره ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د