ټکنالوژي

د هندوستان لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ مریخ مدار ته ننوته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ چې منګلیان نومول شوي په مریخ کې د ژوند آثار څیړلو لپاره دغه مدار ته ننوته.

د هندي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د هندوستان فضايي څیړنې ادارې اسرو تیر کال د نومبرپه میاشت دغه مصنوغي سپوږمکۍ چې منګلیان نومول شوې په مریخ کې د ژوند آثار پیدا کولو لپاره لیږلی و.

اسرو لخوا لیږل شوي مصنوعي سپوږمکۍ لسو میاشتو سفر وروسته د مریخ سیارې مدار ته ننوته.

دغه مصنوعي سپوږمکۍ راتلونکي شپږ میاشتې په مریخ کې د اوبو او میتان غاز لټون سربیره د ژوند کولو آثار په اړه به هم څیړنه کوي.

د هندوستان پر دغه فضايي ماموریت ۴۵۰ لکه هندي روپۍ لګیدلي، چې دغه لګښت د نورو هیوادونو په پرتله ډیر کم دی.

هندي لومړی وزیر نریندرا مودي د منګلیان د کامیابۍ مناظرو د لیدو لپاره په بنګلور ښار کې د اسرو مرکز ته لاړ او ساینسدانانو ته يې د دې بریا مبارکې وویله.

نړیواله فضايي څیړنیزه ادارې یا ناسا هم هندوستان ته په کامیابۍ سره د مریخ مدار ته په ننوتو مبارکي ویلې او هیله يې څرګنده کړې چې په ګډه په مریخ کې د اوبو له منځه تګ وڅیړي او عوامل يي پیدا کړي. نښې نښانې ښيي، چې یو مهال مریخ کې اوبه موجودې وې؛ خو اوس یې درک نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x